سحر نوروز زاده .... تر ټولو بانفوذه ایرانۍ

 
دبهرنیو چارو پارسي ژبې ویانده .... داوباما او ایران د عشق کیسه!
 
داسی ښکاري، چې داوباما دواکمنۍ له ختمیدو سره سم  داوباما او ایران دعشق کیسه خپل اوج ته رسیدلې ده، ایراني الاصله امریکايۍ سحر نوروز زاده دامریکا دبهرنیو چارو پارسي ژبې ویانده ټاکل شوې ده، نوموړې په امریکا کې (ناياك)  (National Iranian American Council (NIAC مهمه غړې ده او دایراني لابي مهمه مهره ده، دا ټولنه  په امریکا کې دخپل هېواد او حکومت لپاره دملاتړ په هڅه کې ده.
نوروز زاده دامریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دایران دڅانګې مشره ده، له دې وړاندې یې دامریکا په ملي امنیت شورا کې دایران دچارو مدیریت هم کړی دی، په سپینه ماڼۍ کې  ولسمشر باراک اوباما ته له نږدې کسانو څخه ګڼل کیږي.
دامریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۱ ز په اپریل کې دپارسي ژبې ویاند څوکۍ رامنځته کړه او ډیپلومات الن ایر یې ورته ویاند وټاکه، نوموړي به ایرانیانو ته په پارسي ژبه دامریکا سیاست او دریځ  شرحه کاوه او دبهرنیو چارو اړوند ډله ییزو رسنیو پر مټ به یې ایرانیان مخاطب وو.
 اوس سحر نوروزاده پارسي ژبې ویانډه ټاکل شوې ده، چې پر پارسي سربېره عربي، هسپانوي، دري او انګلیسي ژبو روانې خبرې کولې شي. نوروزاده  دهغو ایرانیو مېرمنو په پرتله، چې په امریکايي ادارو کې دندې لري تر ټولو مهمه او لوړه څوکۍ ته رسیدلې ده.
له ټاکل کېدو وروسته نوروزاده له امریکا غږ رادیو سره په مرکه کې ویلي دي، چې امریکا چمتو ده، چې له ایران سره دخبرو نوي کانالونه پرانیزي.
 
نوروزاده وايي: دبهرنیو چارو وزیر جون کیري په کاري ډله کې زما دنده داده، چې دایران په اړه وزیر ته وړاندیزونه وکړم، شننې او ارزونې وکړم او اوږدمهاله سیاستونه او تګلارې جوړې کړم.
سحر نوروزاده لومړنۍ ایراني الاصله امریکايۍ ده، چې په امنیت شورا او سپینه ماڼۍ کې دایران دڅانګې مسوولیت ورسپارل کیږي، دا  دامریکايي ولسمشر تر ټولو مهمه ډله ده، چې امنیتي، نظامي او ډیپلوماتیکې پریکړې کوي. پردې سربېره نوروزاده دامریکايي ولسمشر ددفتر له غړو څخه وه، چې له ایران سره یې داتومي ستونزې په اړه خبرې اترې کولې.
سحر نوروزاده د ټولو هغو غاړو او خواوو ترمنځ همغږي رامنځته کوي، چې له ایراني چارو سره تړاو لري، له دې وړاندې یې له ولسمشر اوباما سره په ډیرو مشورتي غونډو کې هم ونډه اخستې ده.
 تېر کال امریکايي رسنیو خبر ورکړی و، چې دامریکا په ملي امنیت شورا کې دایران دڅانګې مشره سحر نوروزاده دهغې ډلې غړې ده، چې په امریکا کې دایران لپاره کار کوي او ملاتړ یې کوي.

نوروزاده په ۲۰۰۵ ز کې دامریکا په دفاع وزارت کې دشنونکې په توګه دنده ترسره کوله له همدې ځایه یې په ۲۰۱۴ ز کې سپینې ماڼۍ او په ځانګړې توګه امنیت شورا ته لار ومونده.
نوروزاده په کونیټیکټ ایالت کې له ایراني پلار او مور څخه زیږیدلې ده، موروپلار یې څلویښت کاله وړاندې امریکا ته  ګډه کړې وه. نوروزاده په ۲۰۰۵ ز کې له جورج واشنګټن پوهنتون څخه په نړیوال اقتصاد او نړیوالو چارو کې لیسانس تر لاسه کړی دی او په ۲۰۰۷ ز کې یې له میرلانډ پوهنتون څخه په ایراني چارو کې ماستري تر لاسه کړې ده.
 
جون کیري ته نږدې ده
سحر نوروزاده  دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جون کیږي ته  له نږدې کسانو څخه ده، دکیري هڅې وې، چې له ایران سره اتومي شخړه حل شوه، دیادونې ده، چې جون کیري یو شمېر نور ایراني سلاکاران هم لري، چې تر ټولو مشهوره یې سحر نوروزاده ده.
ځینې راپورونه وايي، چې دجون کیري لور فانیسا له  یو ایراني ډاکتر بهروز  سره واده کړې دی ، ځینو شنونکو له ایرانیانو سره دکیري دومره نږدې اړیکې  دخسرګنۍ او عاطفې زیږنده بولي.

 
په سپینه ماڼۍ کې ایرانۍ مېرمنې
دا یوازې سحر نوروزاده نه ده، چې په سپینه ماڼۍ کې دنده لري، بلکې څلور ایرانۍ مېرمنې شته، چې دامریکا تر ټولو مهم ځای کې دندې لري.
فریال ګواشیري
فریال ګواشیري له ۲۰۱۴ ز راهسې دولسمشر اوباما ځانګړې مرستیاله ده، دنوموړې دنده داده، چې په  بهرنیو سفرونو کې دولسمشر اوباما دکتنو او لیدنو مهالویش جوړ او تر تیب کړي ، پردې سربېره په سپینه ماڼۍ کې دنورو ولسمشرانو دلیدنو او کتنو مسوولیت هم ور تر غاړې دی.
له BBC سره په مرکه کې فریال  منلې ده، چې  دنایاک غړې ده او له ایرانیانو سره مرسته کوي، چې خپل پیغامونه تر ولسمشر اوباما ور ورسوي.
فریال ګواشیري وايي: ډیری ایرانیان راڅخه غواړي، چې دا کار وکړم، خو زه دځانګړې لارې دا کار کوم ان ځینې ایرانیان خو ولسمشر ته ډالۍ هم رالیږي، زه یې بیا په سپینه ماڼۍ کې د ډالیو دبرخې مسوول ته سپارم، فریال وايي: زه هڅه کوم، چې زما پر کار  دایراني نژاد نښه او اغیز له ورایه مالوم شي.
 
ماندان فاطمي
دا بله ایرانۍ ده، چې  په سپینه ماڼۍ کې دعامه اړیکو په برخه کې دنده لري، له  مهمو شنونکو څخه ده، دولسمشرۍ ددفتر  دوارده او صادره دڅانګې مدیره ده، دا له خپل پلار امیر فاطمي سره په ۱۹۷۷ ز کې امریکا ته راغلې ده او په ایران کې زیږیدلې ده.
 
پانیټا فایید
دا په سپینه ماڼۍ کې دټولنیزو چارو په دفتر کې کار کوي، دا څانګه  په سپینه ماڼۍ کې دمیلمستیاوو، له  ولسمشر اوباما او لومړۍ مېرمن میشل اوباما سره دخلکو دلیدنو او کتنو مهالویش جوړوي، پانیټا په۲۰۱۳ ز کې په  سپینه ماڼۍ کې  موقتي دنده تر لاسه  کړې وه، وروسته بیا له لومړۍ مېرمن میشل اوباما سره د دایمي مامور په توګه  وټاکل شوه.
د۲۰۱۶ ز په مارچ کې په سپینه ماڼۍ کې دنوروز په مناسبت میلمستیا جوړه شوې وه، چې دټولو میلمنو پام یې دځان لور ته ور اړولې و، ولسمشر اوباما وویل: دا پانیټا دهڅو زیار دی، مېرمن میشل بیا وويل:

پانیټا ددې میلمستیا او پروګرام پر جوړولو ډیر وخت تیر کړ، زه پرې ویاړم ، دا دلته راستره شوې ده په سپینه ماڼۍ کې ، زیرکه  نجلۍ ده، رښتیا دا زموږ ورځني کارونه تنظیموي، زه پرې ویاړم، چې په سپینه ماڼۍ کې داسې یوه ښځه لرو.
دا هم دیادونې ده، چې پانټیا په امریکا کې دنایاک غړۍ ده.
ایراني الاصله  امریکايۍ مېرمنې په سپینه ماڼۍ کې په نورو برخو کې هم کار کوي، ښه بېلګه یې هدیه غفاریان ده، چې دسپینې ماڼۍ دګلانو ډیزاینره ده، دا هم په تهران کې زیږیدلې ده ، له خپل موروپلار سره  په ۱۹۷۹ ز کې داخوندانو له انقلاب راوروسته امریکا ته ګډه شوې ده.