
نويده خوشبو
افغانستان له هند سره د ملګرتیا پخوانی تاریخ لري:
له ورستیو څو کلونو راهیسې دغه هیواد په بېلابېلو برخو لکه: پوځي، اقتصادي رغنیزو، تحصلي او په ډېرو نورو برخو کې مرسته کړې ده. د ولسمشرپه وروستي سفر کې هم دغه هیواد له افغانستان سره د یو میلیاردو ډالرو بلاعوضه مرستو او د تحصلي بوروسونو تر څنګ په نورو اقتصادي برخو کې هم د مرستې ژمنې کړي دي.
له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړيکو لرل د بریالیو سیاستونو نښه ده؛ نيوکه نشته چې د افغانستان حکومت ولې له هند سره ډیر نږدې والی ښيي ولې ورڅخه پوځې او ملکي مرستې غواړي او یا هم ولې دا هیواد ښه ريښتنی ملګری ګڼي؟ خو که چېرې یو بل هېواد ته د تربګنۍ ښودلو او ضد کولو لپاره وي نو دا به د سیاسي منطق کمزورتيا وي.
د تاریخ په اوږدو کې پاکستان له هرې لار چې وي، افغانستان ته ضرر رسولی او په پټه او ښکاره یې دښمني پاللی ده. بیا ځلې خطا کېدل باور کول او د مهال ټاکل لويه تېروتنه او ډېر خام سیاست و. له دې بدتر خو بیا یو دښمن اټومي وسله لرونکي، په سیمه کې د اقتدار غوښتونکي له زبر ځواکونو هېوادونو سره د ښو اړيکو لرونکي او ترهګر روزونکي هیواد ته ګواښونه کول او په ضد یې له دښمن سره دوستي کول دي.
د بهرني سیاست د تعريف له موخو څخه: د هيواد ذاتي یا شخصي ساتنه ده، د تیري د مخنیوي لپاره له بهرنیو په ځانګړی ټوګه له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو لرل، د حدودو او سرحدونو د ساتنې او... په موخه اړیکې ساتل کیږي.
د افغانستان، هند او امریکا د درې اړخیزو ناستو تر سره کېدل، او یا په پاکستان د امریکايي سناتوران نیوکې او په دې هیواد د امریکا د مرستو د بندېدو غوښتنه له پاکستان سره د امریکا د اړیکو د خرابولي او د دې هیواد پرځای د هند د غوره کولو مانا نه لري! هند د امریکا لپاره هیڅ کله د پاکستان ځای نشي نیولی، دا ځکه چې: نه خو هند د چین او افغانستان ګاونډی دی او نه له سعودي عربستان سره د پاکستان په څېر ښې اړیکې لري، او نه هم هند په سیمه کې د امریکا ستراتیژیکي موخې پوره کولی شي. پر پاکستان د امریکايي سناتورانو نیوکې د دوی خپل منځي مالي معامله ده. هوکې! د امريکا متحدو ایالتونو د مالي کال د وروستۍ میاشت له رارسېدلو سره، د امریکايي سناتورانو وروستۍ نیوکې او څرګندونې له دې هیواد سره د مالي مرستو کش او ګير دی نور څه نه !!! ځکه امریکا په سیمه کې خپل مجبوریتونه د پاکستان په لاس او پاکستان خپل ضرورتونه د امریکا په لاس پوره کوي. دغو تړاونو ته په کتلو سره امریکا هيڅ کله د بدیل په توګه بل هیواد نشي ټاکلی.
په داسې حالاتو کې د افغانستان غولېدل لویه تېروتنه ده، امریکا په دې پوهه او با خبره ده چې د ترهګرۍ اصلي ريښې چېرته دي، او که غوښتل یې د اسامه بن لادن په وژلو یې لس کاله هم نه تېرول.
په دې وروستتیو کې د امریکا د دفاعي استخباراتو پخواني مشر ويلي: چې امریکا باید د افغانستان پر ځای په پاکستان کې د ترهګرو ريښې له منځه وړي وای او دومره قربانۍ، مالي زیان او وخت یې نه وای لګولی.
د دغه امریکايي پوځي په څېر ټول امریکايان پوهیږي چې د ترهرګرو سرچېنه چېرته ده، او د سرچېنې د له منځه وړلو پرته د ترهګري مخه نشي نیول کیدای دوی هم ګټه په تاوان کې ویني، لګښتونه او قربانۍ ورکوي او په سیمه کې ستراتیژیکي موخو ته ځان رسوي. د یو ریښتني ملګري په توګه که د سړې جګړې پر مهال پاکستان له امریکا سره وفا کړې وای؛ ځيني تند لاري او ترهګریزې ډلې یې نه وای روزلې نو کېدای شوای چې نن پاکستان د امریکا لخوا له دې هم ډیر ملاتړ او اعتبار لرونکی وای.
په هر حال، د هند او افغانستان د اړیکو نږدېوالی او د ګواښ په توګه د دې ملګرتیا کارول بریالی سیاست نه دی! امکان نه لري چې د پاکستان د تیري پرمهال دې هند له افغانستان سره مرسته وکړي او د دې هیواد په وړاندې ودریږي او له افغانستانه دې ملاتړ وکړي! دا سمه ده چې، هند تل له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړي دي او زمونږ ښه ملګری پاتې شوی دی، خو هیوادونه د سیاستونو تر شا خپلې ګتې لري له پاکستان سره د هند تاریخي ستونزې او د دواړو هیوادونو تر منځ د درېيمې جګړې له ویرې هند کولی شي چې افغانستان وکاروي، خو افغانستان د پاکستان پر وړاندې له هند څخه ګټه نه شي تر لاسه کولې.
ښکاره ده، چې د پاکستان بهرنی سیاست د دې هیواد پوځي مشران ټاکي نه سیاسي مشران، نو باید له پوځي مشرانو سره په ځینو برخو کې هوکړې وشي او د دوی په څېر غولېدونکی سیاست وکارول شي.
افغانستان کولی شي د نورو لارو چارو په واسطه پر پاکستان فشارونه وارد کړي، نه دا چې د دې هیواد په ځینو کورنیوچارو کې لاس وهنه وکړي، د ترهګرو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه په هند کې د پاکستان یادېدل، له رسنیو سره د دې هیواد په وړاندې د زغم د پای ته رسېدو او سختو ویناو کول حساسیتونه راپاروي؛ او دا ترهګر هېواد لا نورې ترهګرۍ ته هڅوي.