
لكه څرنګه چې پدې وروستيو كې ادبې هلې ځلې دېرې كړندۍ شوې او بازار يې هم ډير تود دي تردې وړاندې هم چا ادب له پامه نه ووغورځولي، ادبي كارونه كيدل، ادبئ كتابونه خپريدل، ادبي ناستې وي، ادبي آثار له نورو ژبو پښتو ته ژباړل كيدل؛ خو په ډير ځيركتيا سره سره. كوم آثار به چي چاپ كيدل ديوې پياوړې كره كتنې په تله به تلل كيدل او بيا به له چاپه وتل. په هغه اثر كې به يو ډول خوندوو لوستونكي به يې درلودل خلكو به په ډيره مينه لوستل ا خپل ادبي تنده به يې پرې ماتوله. يو كتاب به چې چاليكلولو او چاپ ته به يې چمتو كولو نو ډيرې خوارۍ به يې ور سره ګاللي. په خپله ليكنه كې به يې داسې څه نغښتل چې غټې غټې معناوې به لرلې اولوستونكي به هم د كتاب په لوستلو ځانته ترې ډير څه اخيستل.
اوس په زرګونو كتابونه چاپ كيږي د اديبانو شمير هم خورا زيات شوي او ادبي بانډاروته هم په هر ځاي شتون لري. ټولنې جوړې شوې چاپي خپرونې لري خو مشغوليت نشته.
په اوسمهال كې داسې كتابونه چاپ شول چې يوازې د پوښتۍ له اړخه ورته كتاب ويلي شو او انديزه منځپانګه نه لري دا هم موږ د ادب لپاره يو خدمت ګڼو چې كتاب موچاپ كړ او په هغه كتاب كې به له املا څخه نيولې تر انشا پورې غلطي شتون لري نو دا خو زما په اند يوه تيروتنه ده د ادب په برخه كې كتاب يو لارښود دى كتاب ته بايد له هر اړخه ډير پام وشي تاسې فرض كړئ چې يو لارښود د تيروتنو ډك وي له هغه څخه ګټه اخيستونكي به څه وي.
نو راځې كتاب به يوازې په پوښتۍ نه كتاب كوو بلكې په نوښتونو يې كتاب كړو توري د كتاب نه معني وزيږوو. دا خدمت ندي چې يو سړۍ په مياشت كې كتاب چاپ كړي يو په كال كې كتاب چاپ كړې يو سړۍ كه وغواړي چې ښه كتاب وليكي اوچاپ يې كړي نو د هغه په ټول عمر كې يو كتاب هم وي نو په لوستلو ارزي د يوكتاب د ليكلو په وخت د يوې كرښي پرځاى ديوه كلمه وليكل شي خو چې ډير پام وشي نوخوند به يې زيات وي لوستونكې بۀ ولري او ديوه كتاب ځاى به ونيسي زه چې وينم يا آورم زموږ په هېوادكې نظم ته ډير پام اړول شوى كه كوم اثر چاپ كيږي هم د نظم په برخه كې وي په غونډو (ناستو) كې هم نظم ته ډيره برخه وركيږي.
نثر د ګتو په شمار ليدل كيږي. څومره چې نثرپه نړۍ كې غوره والى لري نظم يې نلري خو دا بيا په ذوق او استعداد پورې اړه لري. څوك نشر خوښوي څوك نظم.
نظم يا نثر ټول مهم دي دواړو ته اړتيا شته بلكې د مانا له پلوه.ژبې ته ودۀ وركول خپله ژبه نورو ته ورپېژندل. خپل كلتور نورو ته ورپيژندل هم اړين دي.
خو دغې ژبې ته څوك ودۀ وركړي څوك يې نوروته وروپيژني!؟ دا دهمدغو اديبانو كار دي، كه دوى داسې څه وليكي چې له ميعار سره برابر نه وي دابه ددوې له خپلې ژبې، خپل كلتور سره يو غټه جفاء وي. ددې پرځاى چې په پښويې ودروي نو له پښو به يې وغورځوي..
نوراجان بهير: دى دا وسمهالي زمانې ځوان دى خو په ډيرو شعرونو يې د كلاسيكې شاعري اغيز پروت دى.
دغه اغيز زما پر آند دوه لاملونه لري: يو دا چې د خوږمن دشاعري ژوند نږدي ټولې شيبې سړې، او پرديسې تيرې شوې (چې ډير انځورونه يې په شعرونو كې هم ليدل كېږي.) نو ښايي دى يې د معاصرې شاعري لوستوته نه وي پرايښي.
دوه دا چې دا كتاب د خوږ من لومړنۍ او ځينو پاي نيټوته په كتو شپږ او ه كاله وړاندې شاعري ده، خو زما دا پريكړه د هغه پر ټولې شاعرۍ هم نه ده، د خوږمن ډير ساده ټكي هم په يوه ښكلې رنګينۍ كې نغښتې دي ځكه دي د ساده پښتني ټبر بچي، خوپه رنګينه سيمه كې لوبيدلي او په يا دئي وايي:
د ختن غيږه كې پروت وم زړه چي تنګ شي
چې را يادشي خړې خاورې د اريوب
6- سيد جمال الدين (اصف خيل)
زما په اندخوږمن ځاځى نه يوازي دا چې د شعر لپاره خدمت كړى بلكي د پښتو ژبي لپاره يې په خپلو شعرونو كې د ومره خدمت كړى چې افغاني تاريخ به هيڅكله هير نكړي او د لازياتو برياو په هيله يې لاسونه پورته كوم.
7- محمد نعيم ستومان
د خوږ من په شعرونو كې د مينې، د وطن دناخوالو، انساني حقوقو او داسې نورو ډير څه رانغاړلي شوي ده شعر به يې زما دا اند تل پاتي وي او دهغو زړونو سكون به هم وي چې ميني ځپلى دي.
8- لاجمر غريبكار- خوست:
د خوږ من صاحب كتاب زما د فكر د لويي پكتيا په سطحه يو نوى نوښت ده دا يادونه چې ځكه وكړه چې په لويه پكتيا كې ډير زيات شاعران او شعري ټولګي لرو خو د ګوتو په شمير يې داسې وي چې دولس ترجماني كوي زه خوږمن صاحب ته دي لابرياليتوب هيله كوم.
9- محمد داود ((تپان))
د خوږمن ددې كتاب لمن له حماسي شاعرۍ سره، سره له ښكلا هم ډكه ده او په ډيرو ځايونو كې ئي تر حده زيات افراط كړى او ښكلا ته يې دومره سره ټيټ شوى چې بدرنګي يې هم په زړه واكمه شوې لكه چې وايي:
دهغې له ښكلا به درته څه وايم چې څه وۀ
والله له ډېر ښايست نه وه بدرنګه ليونۍ.
په سوله كې سپرغى د ځوان تكړه ليكوال او شاعر جمال خوږمن ځاځي شعري ټولګه ده چې پدي وروستيو كې د پكتيا ادبي ټولني لخوا له چاپه را ووته دواوري جريدې ادارې دا ښۀ وګڼله چې په سوله كې سپرغى د پكتيا د فرهنګپالو له نظره تاسې ته دروپيژنې!.
1- مهجو زرمتى:
دا خوږ من صاحب په شعرونوكې درې خبري دي
1- دشعر ژبه يې ډيره پسته او روانه ده
2- د مسافري په شپو ورځوكې د افغان ولس درد احساس كړه او دشعر جامي يې ور واغوستي.
3- ديو كركټر انځور يې ډير په جالب ډول په شعر كې راوستي.
د نفرت اور چې د بشر په مينځ كې سر راجګ كړ
مونږه دفاع پكي د خياله اوله جبينه كړ ي
2- ډاكټر عبدلهادي حماس:
مونږ ډير خوښ يو چې د خوږمن ځاځي كتاب له چاپ څخه راووت او په همغه كې موجوده ارزښتونو په كتلو سره زمونږ سترګي يخي شوي دا چې هغه يو نوښتګر شاعر ده شعرونه يې په زړه پورې دي او په كمو الفاظو كې يې لويه معني ده مونږ ده ته دي لا برياو دعاوي كوو.
3- ډاكټر هاشم د پكتيا دادبي ټولني مشر!
په سوله كې سپرغى، د پكتيا ادبي ټولني خپرونو يو بل تر ټولو ستره لاس ته راوړنه ده چې د نورو هيوادوالو په څير د ځواني درديدلي، او ځواني تردي ټول عمر په غمونو او مسافري كې تير او د خپل ژونديو واقعي انځور په شعر كې نغښتلى او ټولني ته وړاند كړى.
4- يارمحمد پكتين
تراسمهاله ما د خوږمن ورور د شعري ټولګي وروستى برخه ولوستله نو هغه څه مي پكي وليدل چې ما وړاندي داسې فكر نه وكړى چې د خوږمن شعر په داسې غښتلي منځ پانګه ولري زه ده ته دلازياتو زياتو برياو په هيله لاسونه لپه كوم.
د واورې مجلې څخه