
تیره ورځ جمهور ریس غني دوست هیواد هند ته په دوه ورځني سفر ولاړ په دغه سفر کې یې د سیاسي لیدنې وروسته له یو شمیر افغان زده کړیالانو سره وکتل، دا چې دغه محصلین څوک او د کومو محصلینو نمایندګې یې کوله یو جدا بحث لري خو باید وویل سي چې له دې وړاندې هم غني، عبدالله عبدالله، د لوړو زده کړو وزیرې مومند او نورو لوړپوړو چارواکو هم له یو شمیر محصلینو سره کتلي او د هغوي ستونزې یې په تکرار سره اوریدلي.
لومړي باید دا ووایم چې دغه محصلین چې په دغو لیدنو کې ګډون کوي یوازي د یو آیالات پوري تړلي محصلین دي چې تر ډیره د نورو ښارونو له ستونزو ناخبره دي یوازي خپلي ستونزي بیانوي او د نورو ښارونو محصلین هم په کې شامل بولي.
د جمهور ریس پریکړه (هغه زده کړیالان چې درس نه وایې بیرته دي افغانستان ته واستول سي) اوس نو دغه محصلین به د کوم معیار له مخي استول کیږي. آیا هغه محصلین چې یو کال ناکام سوي؟ آیا هغه محصلین چې له ډیره وخته هلته میشت دي او دوی اوس هم په لومړي او دوهمو ټولګیو کې زده کړي کوي؟ آیا سفارت به له هر یوه احوال اخلي؟ آیا د دوی د حاضري پوښتنه به له مربوطه پوهنتون څخه کوي؟ او............
د دي ټولو سره او ستاسي د فرمان په هکله مکلف یم چې زه له تا هم څو پوښتني وکړم او هغه دا چې، آیا ته په خپل هیواد کې د بورسونو د تنظیم نه خبر یې چې په څه ډول پر هیوادوالو ویشل کیږي؟ آیا تا تر اوسه جنګ ځپلو سیمو خلکو ته خپله سهمیه ورکړي؟ آیا تا هغوي ته د انګلیسي ژبي د کورس زمینه برابره کړي چې ازاد رقابت د لاري یې ویشي؟ آیا دغه محصلین چې د زده کړو لپاره بهرني هیواد ته درومې تاسي پر وخت استولې دي؟ آیا دغه محصلین چې هلته ولاړ سي تاسي او ستاسي سفارت د هغوي ستونزي کله اوریدلي؟ پوهیږم جواب مو نه دی زه به یو یو درته په ګوته کړم.
اول: کله چې زده کړیالان له هیواده د هندوستان پر لور د زده کړو لپاره ولاړ سي ددوي څخه اکثره وخت یو دوره چې شل فیصده امتحانونه دي تیر وي.
دوهم: د رسیدو سره سم ځیني پخوانې محصلین چې هلته شتون لري دوي له هوایي ډګره واخلي او د خپلو محصلینو په کورونو یې د ډیرو ستونزو سره چې دوي ته پیداکیږي وویشي تر څو خپله افغانۍ مرسته او میلمه پالنه یې وکړي.
دریم: دا چې بیا دوي خپل کارونه له ICCR او پوهنتون خلاصوي د شپږو تر لسو ورځي نیسي.
څلورم: نوموړي محصلین باید په څوارلس ورځو کې د پولیسو سره ځان راجستر کړي چې ددي لپاره د کالج بونوفایډ د کور c-form او اګریمینټ یا قرارداد، د لوکل پولیسو یوه پاڼه ،TNN-Form او ځیني نور شیان پکار دي چې ددغو شیانو تکمیل آن تر یوي میاشتي وخت ته ضرورت لري دا ځکه چې کله دوي غواړي د اوسیدو لپاره کور په کرایه ونیسي د هند اکثریت خلک دوي ته کور په کرایه نه ورکوي ددي له وجهی ډیر کړول کیږي کله چې کور پیدا کړي بیا نو هاغه زمونږ په اصطلاح د پولیسو غوا لنګه سي د قراداد خط جریمه تري په بیله اخلي د C-Form په بیله او د راجستریشن په بیله چې په ټوله کې محصلین آن تر لسو زرو پولیسو ته رشوت او یا جرمانه ورکوي او ددي په مقابل کې یوازي لس زره هندي روپي هر محصل ته ورکول کیږي چې یوازي یو محصل د میاشتې کم ترکمه د پنځلسو تر اتلس زرو مصرف لري.
نو تر ټولو ښه به دا وي چې ددي سره سره د محصلینو د ستونزو په حل کې هم مرسته وکړي یوازي هغه محصلین دي افغانستان ته راولیږل سي چې په کلونو کلونو هلته میشت او اوس هم په لومړي او یا دوهم ټولګي کې وي.
او که چیري غواړي چې نور محصلین هم افغانستان ته ولیږل سي نو بیا سفارت ته هم وظیفه ورکړه ترڅو د محصلینو د ستونزو د حل په موخه ګامونه واخلي تر ستونزي یې حل او په خپل وخت خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.