راتلونکې اندیښنې او د ځوانانو همت

 
له ‌‌‌‌‌‌ډیرې مودی راهیسې د رسنیو له لاریې ګورو ډیری افغان وګړي د دندو د نشتوالې،امنیتي وضیعت.... له وجهې له خپل هیواد څخه د اروپا، امریکا، استرالیا او.... په لور مخ په حرکت دي په دی اړه د پاسپورټ د ریاست د خپور شوو ارقامو په اساس د پنځه زرو په شاوخوا کي وګړي د ورځي  نوموړې دفتر ته د پاسپورټ د اخذ لپاره مراجعه کوي چی ‌‌‌‌‌‌ډیری برخه یې ځوانانو نیولي،  دوی د کار ښه انرژي لري نړي هم لکه افغانستان ددوی توان ته ‌‌‌‌‌‌ډیره اړتیا لري. دوی چی کله هغو هیوادونو ته ورسیږي (البته د رسیدلو چانس یې ‌‌‌‌‌‌ډیر کم بریښي ) هغوی یې هم ‌‌‌‌‌‌په چټکی مني او د خپل تابیعت څخه یې برخمن کوي تر څو ددوی له انرژي بهتره ګټه ترلاسه کړي.
اوس د هیواد اوسني حال ته په کتلو سره چی کله دغه ځوان قشر ته له هری مقبري شهیدان، غازیان او ددي خاورې میړني بچیان ګوري جوته ده په خپلو اولادونو به ‌‌‌‌‌‌ډیر افسوس کوي، ارمان به د خپل ژوند کوي، ولی هیواد مو ځوانانو ته په تمه دي او ځوانان مو د نورو په تمه شپي او ورځي سبا کوي،
همدا ده نن د هیواد هغه بچیان چي د هیواد ورته سترګي دي په لوی درد یې پریښود او پښي یې تری سپکي کړي،
هغه هیوادونه که نن هوسا دي او وګړي یې په ‌‌‌‌‌‌‌ډیری ارامی سره خپل ژوند پرمخ وړي په هغو ټولو هیوادونو دا حالات تیر شوي خو وګړو یې هیڅکله د تیښتي فیصله نه ده غوره کړي، خپلي مټي یې رانغاړلي هیواد یې راتلونکي نسل ته ارام کړي هیڅ څوک یې په هیڅ رنګه کار نه دی شرمیدلي، هر فرد یی دخپل وس مطابق یوه خښته په بله ایښودی، د یوه بوټې تر څنګ یې بل نیالګی  کیښنولي، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړې، تر څنګ یې هیڅکله ناامیدی نه ده ښودلي همیش یې ویلی زما هیواد دی زه به یې جوړوم او دا یې د هر شخص فکر او شعار وو،
اوس که خپل د میړنو کور ته نظر وکړو د میړنو بچیان یې په تیښته دي هیواد ترک کوي او خپله ښکلی ځوانې د بل د ښکلا لپاره قربانوي، او د مرګ تر ورځی به دا چغه وهي چي زما هیواد نه جوړیږي خو که همدا خبره ټول په یو غږ برعکس وکړو او ووایو چی زما کور دی او زه یې جوړوم نو هغه وخت به دا هیواد جوړ اباد او سوکاله شي، ښکاره ده مونږ ته به داسي ونه شي خو حتمي ده راتلونکي نسل به مو په قبرونو ګلان کیږدي، د هغي نړې د باغچی لپاره به لاسونه راته لپه کړي، د تاریخ پاڼه به مو په زرین قلم ولیکي. مهاتما ګاندي یوه خبره وکړه ( چی زه یې ونه کړم نو ما ته یې څوک وکړی او که نن یی ونه کړم نو کله یې وکړم) د هیواد سل کروړه عوامو یې په پل پښه کیښوده نن هغه خلک نشته اولادونه یی هوسا ژوند لري.
نو، آیا غواړي چي د نورو سیال وګرځی؟ غواړي مړ ضمیر مو بیا را ژوندی کړي؟ غواړي له خپل هیواد مو امریکا اروپا استرالیا جوړه کړي؟غواړي روښانه راتلونکي ولری؟غواړي د هغو موجونو قهرمانان شی چی د نوم له اوریدلو یې نړي لړزیدله؟  
د هیواد با همته ځوانانو مټي راونغاړی خپله خاوره خپله ځمکه په خپلو خولو اوبه کړي لاسونه مو په خپل کولنګ تڼاکي کړي هغه ځوانې ولولي په ځان کې بیا پیداکړی له نړیوالو سره په خپل هیواد کې ځانونه سیال کړی نه دا چي په نړي کې د خپل هیواد لپاره سیال وګرځی. 
راځه یوه دعا وکړه !
ربه ته له هر چا ښه پوهیږي په دي خاوره دي وزیږولم د همدي د خدمت لپاره همدلته راڅخه روح واخله.