د زده کړی بورسونه او ویش یی


له مودو یی وینو چی د افغانانو لپاره د مختلفو هیوادونو د زده کړي بورسونه راځي چې ددغه بورسونه یوه اندازه د ښه سیستم د نه موجودیت له امله بیرته لغوه کیږي، او ‌‌‌‌‌‌ډیری یې بیا په هیوادوالو ویشل کیږي. دا چې څه ‌‌‌‌‌‌ډول ویشل کیږي ټول نه، یوازي څو ټکي رانقلوم.
* د لوړو زده کړو د وزارت لخوا د هغوي په کورپاڼه او د وزارت دننه په ښيښه یې ‌‌‌‌‌‌ډوله بکس کي دری یا څلور ورځي د مخه د آخری تاریخ د اعلان لپاره نسبول کیږي تر څو هیوادوال تري خبر سي.
پوښتنه دا پیداکیږي چی څو فیصده هیوادوال به مو انټرنیټ او د وزارت ښیښه ‌‌‌‌‌‌‌ډولی بکس ته لاسرسی ولری او څنګه به بیا په دری ورځو کی خپل ځان د بورس شرایطو ته برابر کړی؟جوته ده چې دوه فیصده هم نه.
دا کار ددی لپاره کیږی چې نور خلک پری خبر نسي دوی په خپلو کی د ځنځير په شان کړي لري دا خبر د اعلان څخه څو ورځی وړاندی دی ځنځیري کړی ته رسیږي تر دوی ‌ټول خبر او تر هر چا مخکی ورته حاضر سي، او هغه چي د اعلان له لاری خبریږی نو چی تر د نوم ثبتولو رارسیږي وخت ځیني تیر وی او مایوسه بیرته خپل کورته درومي.
* د سفارتونو له لیاری ځیني دولتي چارواکو، پارلمان او ملی شورا وکیلانو ته خپله سهمیه ورکول کیږی چی خپلوانو او یا د پیسو په مقابل کی پلورکیږی. په کوم اساس؟
* ازاده رقابتي ازموینه اخستل کیږي، د ازمویني نیمایې او یا زیات شمیر سوالونه یی د انګلیسي ژبی وي. آیا په نا امنه سیمو کی څوک انګلیسي ویلای سي؟ نه، آیا د جنګ په سیمه کي څوک انګلیسی کورس جوړولای سي؟نه، آیا اوس هم هلته خلک د انګلیسی ژبی په ویلو کافر نه بلل کیږي؟کیږی، آ یا په دغه رقابتی ازموینه کي د چارواکو لاسوهنه نسته؟سته، آیا ددغی ازمویني سوالونه دپیسو په مقابل کي نه پلورل کیږي؟ کیږي، آیا ژبنی تعصبات په کی نه څرګندیږي؟کیږي، او........
که چیري مو ځوابونه په پورته ‌‌‌‌‌‌ډول وي، نو جنګ د خوار پوښتون په منطقو کي دی، دوی له زده کړو لکه د همیش بي برخي پاتي دي نو د یو ښه سیستم په درلودلو باید دوی ددی خپل مسلم حق څخه برخمن سي.
ددی سره سره چی دومره درغلی کیږي بیا هم د لوړو زده کړو وزارت دننه د امتحان کمیټه قومیت ته ‌‌‌‌‌‌ډیره ترجیح ورکوي همدا وجه ده چې نن د بورسونو په کتار کي تر هر قوم پښتانه او په ځانګړی توګه د جنګ ځپلو سیمو خلک ‌‌‌‌‌‌ډیر کم بریښي، همدا وجه ده چې دغو ځپل شوو خلکو ته خپل حق نه رسیږي او ددولت له مخالفینو سره یو ځای کیږی ټوپک تر اوږی کړی او خپل ورور او ځان لمنځه یوسي ازاده رقابتی ازموینه دی په پر امنه ولایاتو کي ترسره او جنګ ځپلو سیمو ته دی خپله ځانګړی سهمیه ورکړل سي تر هیڅ افغان له خپله حقه بی برخي پاتي نسي. د تعصب پر بناء یی نه وایم بلکه د حق په اساس یی لازمی بولم چی هر څه باید لکه پورته بیان کړم.

مننه
خپلواک احمدزی