
پوهان وايي ( متمدن د بهتر او ښه کولو، پاکيزه کولو او په يوه ټولنه کې د وحشيانه عادتونو او رواجونو پرځای د اوچتو او نيکو عادتو او دودونو پلي کولو ته ويل کيږي ) .
په بل عبارت سره تمدن په ټوله کې د ټولنیز نظم په معنا سره راځي چې ، د دغه نظم په شتون کې د نوښت او پرمختګ لپاره لار هواریږي، ولسونه د پر مختګ پرلور یون کوي او د ټولنیز نظم په چوکاټ کې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره زمینه سازي کیږي.
د تمدن او وحشی توب د کلیمو تر منځ بلا واټن شتون لري ، د دې لپاره چې یوه ټولنه متمدنه شي ، باید دغه واټن د ټولو ارزښتونو په پام کې نیولو سره را لنډ کړي، په دې معنا هر څومره چې د تمدن پر لور نږدې کیږي په همغه اندازه به د وحشی توب سره لرې والی اختیاروي او متمدنه کیږي .
د متمدن والي او وحشی توب تر منځ توپیر د ټولنې د وګړو له کړو وړو او سلوک څخه را څرګندیږي ، که چېرې د یوې ټولنې د وګړو سلوک د ښه والي پر لور یون کاوه ، ویلی شو چې د متمدن توب پر لور روان دي او که ورځ تر بلې یې وحشیانه عاتونه د ډېرېدو په حال کې وو ، نو بیا پرته له دې چې ورته د تمدن ورانونکي ووایو بل نوم نه شو ورکولی.
د تمدن په تعریف کې داسې هم راځي چې دانسانانو یوه ډله چې په مشخصه جغرافیاوي ساحه کې ژوند کوي ، ګډې موخې او مشخصې لاسته راوړنې ولري تمدن یې بولي ، چې لاسته راوړنې یې اساسي عنصر ګڼل کیږي.
د غرونو او درو یو شمېر لنډغر چې ځانونه متمدن بولي او نورو ته د متمدن والي څخه د لرېوالي ګوته نیسي، په حقیقت کې د دوی فکر او کړنې د متمدن والي څخه په لرې واټن کې قرار لري او په حقیقت کې دوی پخپله غیرې متمدن دي.
موږ وړاندې یادونه وکړه چې مثبتې لاسته راوړنې د متمدن توب یو اصل دی، که چېرې په تېرو دریو لسیزو کې د دغو کسانو لاسته راوړنې په پام کې ونیسو ، نو ویلی شو چې په یاده دوره کې د دوی لاسته راوړنې پرته له غلا ، چور او چپاول، وژنو او زورونې، ویجاړۍ او بربادۍ څخه بل څه نه وې.
هغه ډله چې وراسته هډوکې یې له خاورو را وویستل او کوڅه په کوڅه یې وګرزول، هغه ډله چې د مړو د ورځو په نمانځلو کې یې هر کال بې ګنا انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي ، هغه ډله چې د دوی په ان دایې مدني حرکتونو دي ، خو په حقیقت کې په ټوله معنا د وحشي توب له حد او مرز څخه هم اوښتي وي ، هغه ډله چې د عامه تاسیساتو په ویجاړۍ کې یې نوم ګټلی ، څه ډول کولی شي ځانونه متمدن او نورو ته د غیرې متمدن نوم ورکړي ؟
موږ ګډ ژوند او د یو بل منل د متمدن والي د یو عنصر په توګه یاد کړ، چې د متمدنې ټولنې بنسټيز اصل دی، دغه اصل زموږ په وجود کې شتون لري او له مودو راهیسې مو په ورین تندي او پراخه سینه نورو ته په خپل زړه کې ځای ورکړی، د نورو حقوقو ته مو په درنه سترګه کتلي او د هر ډول شرایطو لاندې مو ورته سینه نه ده تنګه کړې ، چې دا په حقیقت کې زموږ د متمدن والي ستر ثبوت دی .
هو همدوی دي چې د متمدنې نړۍ له دغه اصل دشتون څخه بې برخې دي، په دوی کې د نورو د منلو توان نشته ، په ګډو موخو درسره نشې راټولېدای، ګډې او ملي ګټې درسره نشي منلی، خپلو غلو او د ویجاړونکي مفکورې درلودونکو اشخاصو ته د اتلانو په سترګه ګوري او د ټولنې حقیقي او واقعي ملي اتلان چې نړۍ یې د اتلانو په نوم پېژني در سره نه مني، د ټولنیز ژوند ارزښتونو ته په درنه سترګه نه ګوري ، اوس نو پوښتنه داسې راولاړیږي چې دمتمدن په نوم دغه بې تمدنه څو تنه لنډغر په کوم دلیل ځانته د دې حق ورکوي چې نورو ته د غېرې متمدن ګوته ونیسي او ځانونه متمدن وګڼي؟
لیکنه : نظیف الله نظیف