زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۳ برخه

 
زما د ناپليون له نامه كركه كيږي  !
 
      جانوبچې ادې دامريكايې سوداګرو ډيرښه خدمت وكړ، هرشپه به يې په هغه غرنۍ سيمه كې ددوى لپاره هغه ټولې اسانتياوې برابرولې چې تا به فكركاوه دوى همدا اوس دپاريس په شاوخواكې په كوم غرني هوسا ځاى كې دخپلو اوږدو رخصتيو شپې ورځې تيروي ، هغوى ته دلته دهيڅ شي كمى نه و، دخوړو ، دڅښلو،د رنګارنګ فلمونو، په دې چې دوى غوښتل پرديو ته ځانونه دهغه څه چې په رښتياينه كې وو برعكس ور وښيي ، په لومړنى شپه چې په خورا ځانګړى ميلمستيا کې دوى دميزونو پر سردشرابو ډولونه وليدل ، اوپه دغه ځانګړې ميلمستيا كې يې نازكى فرانسويانووليدې چې ددوى خدمت كوي ، خورا حيران شول. دوی  له هغې شپې راوروسته په دې پوه شول چې دلته په دغه وطن كې په رښتيا هم تركاسه لاندې نيم كاسه ده. هغوى ته  اوس  لكه چې ډيرڅه څرګند شوي وو همداوه  چې يوه يې بل ته په حيرانۍ سره ويلې وو:
_ داسې فكر كيږي چې دلته يوه بله دنياګې ده ، دلته هرڅه دهغه څه پرعكس دي لكه چې نړۍ فكرپرې كوي، دلته په رښتياهم ظاهراوباطن له يوه اوبله سره توپيرلري ، دا وطن په رښتياهم د رنګريز خم دى ، چې هرڅوك هرډول وغواړي هغسې ځان په كې رنګولى شي . دلته هرڅه په نامه دي ، داسې ښكاري چې دلته يوې ډلې اسلام هم وسيله كړي ، دوى آزادي هم پلمه كړې ، دوى هرڅه غواړي ، خوهيڅ هدف هم نه لري ، ددوى په انسانيت هم باید سړی شكمن شي.
يوڅوك چې دخپل ژوند ترټولو ارزښتناك څيزيانې باوراوعقيدې  په قدرنه پوهيږي اوپه هغې باندې لوبې اوسودا كوي ، هغوى نه شي كولاى  چې ديوې تلپاتې كاميابۍ په لور دي ګامونه واخلي...
دريمه شپه جانو خپلو ميلمنو ته ديوه عا لي فلم دكتلو بلنه وركړه ، ميلمنوهم ورسره ومنله ، خو چې فلم یې دښې ميلمه پالنې په ترڅ نندارې ته وړاندې كړ، لاډيرنه وكتل شوى ،هغه سوداګر چې له انجينير سره یې د (يلتسن زمرد ) په اړه مشاجره كړي وه اوچت پورته شو، اوحاضروكسانو ته يې په ډيردرناوي سره وويل :
_ ماته خوب راځي ،تاسو ته دښه فلم دليدو اوښه خوند په هيله ، ما دافلم يوه مياشت مخكې كله چې پر دغه لور راروان وم په پاريس كې ليدلى دى، اصلآ دا افغاني فلم نه دى ، داهم پرافغانانو جوړشوى فرانسوي فلم دى ...
هغه ووت ، دې نورو هم دڅوشيبولپاره دهغه فلم داتل دكروړ ننداره وكړه ، هغه چې فرانسوي ډايركتر پرده باندې جوړ كړى و، دجانو دافلم په هرشان چې و ډيرخوښيده ، خوداچې مخكنې ميلمه دده په وړاندې دهغه له كتو ډډه وكړه، په دغه چلن باندې يوڅه خواپيټى شو ، په داسې حال كې چې يوډك ګيلاس ويسكي يې خپل څنګ ته ايښي وو، پاتې ميلمنواونورويارانو ته مخ ورواړاوه :
_ ګورئ دازموږ ددغې درې چې تاسې يې هم ښه پيژنۍ زمرى او ناپليون دی . موږ ټول په خپل دغه ناپليون باندې وياړو...
يوه دوو خو سرورته ښورول،  خويوه له انجينره پوښته وركړه چې :
_ دا ناپليون دى ... دده څه شى هغه ته ورته دي ؟
_ دازموږ ددغې ښكلې درې ناپليون دى ...
_ ولې دافغانستان ؟

  • دادره چې وي افغانستان ته ضرورت نشته ...
دې ميلمه هم  څو شيبې په ځيرځيرده او دده كړو وړوته وكتل ، دى هم پورته شو، په سورږيري انجينير باندې اور بل شو ورپورته شو ،هغه يې  ترلاس ونيو اوورته ويې ويل :
_ فكركوم زما خبرې دې خوښې نه شوې ؟
_ نه ستا په ليدو زه تل خوښيږم ...
_ چې زما په ليدو خوښيږې نوزه هيله كوم چې له موږ سره به زموږ دناپليون دفلم ننداره كوې ...
  • ـ مننه ، زما داشان فلمونه نه خوښيږي ، هغه مهال چې زه لا دښوونځي زده كوونكى وم ، كله به چې زما ښوونكى په ناپليون اوهټلر باندې غږيدل زه به له ټولګي وتم . زما دناپليون له  نامه كركه كيږي ...
_ داهغه ناپليون نه دى ...
_ هرڅوك چې په دغه نامه پرته دناپليون له كورنۍ ویاړي  زما دكركې وړدى... مننه شپه موپه خير...
پر دغې خبرې سره نرۍ خواشينى پرټول محفل باندې خپل وزرونه راوغوړول ، هيچا هم څه ونه ويل، نورمخلصين هم راغلي وو، په دغه چلن سره نيولې غوندې ښكاريدل ،دسورږيرى انجينير په جانو زړه ډك و، كله  چې ميلمانه له هغه ځايه ووتل ده ورته وويل چې ستا له كركتره دخارجيانو بد راځي ، موږ ټيټ ورته ښكاريږو، ددوى ژوند اوكړه وړه له موږ سره توپيرلري ،داسې كارونه پريږده  حتمى نه ده چې ته بايد په هرڅه چې پوهيږي هم نه خبرې وكړې ...
اصلې خبره خو داوه چې جانو بچې ادى نشه واوچې  ددوى ميلمانه له فلمه په وتووتو شول ، ده ورته ويلي وو :
كه فلم مونه خوښيږي له موږ سره ان خارجي نحونې هم شته چې تاسې ته دانګس (دانس ) وكړي ...
له سورږيري انجينير سره یې خبره  تر لاس اوګريوانه پورې ورسيده ، او همداچغې وهلي  :
ـ  دخارجيانوزه نه خوښيږم ، ستا سره ږيره يې خوښيږي ، ته بايد هرڅه ووايې اوزه بايد آرام درته وگورم ..(.بچه انګریز... )
خلك يې سره ترمنځ شول ،جانوهم  بيواكه څانګونه پر خپل ځاى كې ناست ، چې ټول ولاړل  ده هم دويسكي په بوتل ورمنډې كړې هغه يې راواخيست اوهغه يې شيرين آغا ته يې وركړ... ؟
ډيرپه قار و، يوازې دايوه نيمګړې جمله  يې ترخوله راووته چې :
_خارجي پدرلعنت... روبروی ما ميګه كه ازنام ناپليون مانفرت اش ميايد...
 
ادامه لري