
يوه داسې ډله چې د وحشت, بربريت, وحشي تمدن, سپکاوى، داړه ماري، تعصب, جهل, قوم پرستۍ او ښکاره بدمعاشۍ ښکارندوى او استازيتوب کوي او يا په بل عبارت; هغه بې لکۍ او بې ښکره څلور پښې لرونکى ځناور چې په لېدو يې انسان له ظاهري شکل او بڼې ويره احساسوي لنډه غر بلل کېږي.
دا هغه وحشي لنډه غر دي چې د کال دولس مياشتې روزل کېږي; د وحشت, کرکې, جهل, تعصب, وژنې او داړه ماري روزنه ورکول کېږي, د دوئ روزونکي هغه څوک دي چې لاسونه او کارونه يې د بې ګناه خلکو په وينو ککړ دي, د دوئ روزونکي هغه څوک دي چې شپه ورځ د وطن او کفن سودا کوي, د دوئ روزونکي هغه څوک دي چې تل د نورو په لمسون ځانونه او ايمانونه خرڅوي او د دوئ روزونکي هغه څوک دي چې زما او ستا په سر په ارګ کې ناست خلاصې تڼۍ سياست او حکومت کوي. د دې لنډه غرو او طالب ما ته هېڅ توپير نشته; هغه مې هم کلتور, ژبه, تمدن, تاريخ وطن او ما وژني او دوئ هم.
د دغو لنډه غرو تر شا عادي او عام خلک ندي, بلکې هغه سياسي چارواکي او زورواکي دي چې هر يو يې دا ډول کسان او بدمعاشان لري, هر يو يې د داسې خلکو ساتنه او روزنه کوي, هر يو يې خپل اهداف او امتيازيات لري او هر يو يې د خپلو ګټو لپاره پخپل وخت کاروي. حکومت او قانون چوپ ده, قانون جوړونکي او قانون ساتونکي دواړه خرڅ شوي, د دواړو خوله او ژبه تړل شوې نه يې حرکت شته او نه يې برکت . دا بې وسه او بې سرپرسته نظام په دې ورځ د همدې خلکو او وحشيانو په لاس او ولکه کې وي ملي پوليس او ملي اردو هم د دوئ په چوپړ کې وي، دفاع او وفا له وطن او ولسه نه کوي نه اجازه لري او نه امر ورته کېږي چې د امر "صواحب" ځناور او لنډه غر ليوني وتړي او يا يې د ليونو سپو په څير په دار راځوړند کړي ځکه زمونږ د مدرسې ملا به ويل چې سپى ليونى شو نو مرګ يې روا کېږي.
دا حکومت اخر ولې دومره ضعيف او کمزورى شي چې په شمېر د سلو لنډغرو د دفاع توان نلري, قانون او حکومت هېڅ کله کمزورى نه وي خو دلته قصه څه نوره ده، دلته حکومت او قانون د همدې زورواکو د ولکې لاندې ده. هم يې زمونږ مفکر شکنجه کړى او هم يې د مفکر د لارې ياران، نه يې پرېږدي چې د دوئ په کړنو او پلانونو کې لاس وهنه وکړي هغوئ دې جيبونه ډکوي او ته يې پاتې جيبونه ګنډه. په رڼا ورځ يو وحشي لښکر د کابل ښار او شور داسې بې شوره او بې خونده کړي چې ته به وايي که په دې ښار کې ټول ملت ويده پروت ده نه يې ولس زور لري او نه يې پوليس. که دا حال او دا احوال وي نو هغه ورځ بيا راتلونکي ده چې همدا لنډه غر به د خلکو کورونه او عزتونه چور کړي, همدا لنډه غر او وحشيان به د خلکو وژنه او تېښتونه پېل کړي ځکه تر څو چې په حکومت او سياست کې ددې خلکو استازي او معامله ګر موجود وه دا وحشي کاروان به همداسې روان وي.
ميروزير ساحل