پنجاب که کابل:

 
تر هغې ورځې چې د پاکستان حکومت د افغان ګډوالو د بېرته ستنېدلو اعلان کړى, افغان کډوال يې له يو تعداد ستونزو سره مخ کړي د پوليسو لخوا د بې ګناه افغانانو زورونه, وهل, اذيت کول, په زندانونو کې اچول, مال ملکيت ترې په زوره اخيستل او ليلام کول يو له هغو ستونزو څخه دي چې افغانان ترې سر ټکوي; که څه هم د پاکستان حکومت بلخصوص د خيبرپختونخوا سرکار دا ځل د افغان کډوالو په بېرته لېږلو کې ډېر جدي او ليواله ښکاري, نه غواړي چې افغانان نور پاکستان کې پاتې شي. 
بل خوا ډېرئ افغان کډوالو د خپل ګران هېواد افغانستان په لوري د تلو پرېکړه کړې او تر دا دمه په زرګونو افغانان وطن ته ستانه شوي, داسې ښکاري چې ګويا اوس پاکستان کې له تېرو څلورو لسيزو راهيسې استوګن افغان ګډوال پوه شوي دي چې نور د پاکستان په خاوره کې پاتې کېدل حماقت او تېروتنه به وي, نو ځکه يې خپل ګران وطن ته د راتللو لړۍ لا چټکه کړې او خوښ دي چې خپل کور افغانستان ته راشي. متاسفانه چې اوس هم داسې نوع افغانان په پاکستان کې شتون لري چې نه غواړي افغانستان ته ستانه شي ډېرې داسې کورنۍ او ځوانان شته چې پاکستان هېواد ورته د خپل کور حيثيت او درجه لري د دوئ له پاکستان سره بې سارې مينه دا ثابتوي چې افغانستان او د افغان ولس مينه او وينه ورته بې ارزښته ده; خو اې کاش ! چې د دوئ دا مينه د پاکستان له خاورې سره د پاکستان حکومت او ولس ته هم د تسليمېدو وړ وئ, د دوئ ددې بې ځاې مينې عمر ډېر کم ده. پوهېږم چې دا هغه افغانان دي چې د يو څو ورځو د ارمه ژوند او خوند په لټه کې دي, پوهېږم چې د يو څو ورځو ګټه او اهداف لري, پوهېږم چې نن يې خپل ځان او وجدان د پاکستان په رنګ لړلى, پوهېږم چې نن په پاکستاني کېدو ورته وياړ ښکاري، پوهېږم چې په جېب او فکر کې پټه پاکستانۍ تذکره کرځوي, پوهېږم چې نه دې نېکه د پاکستان وه او نه پلار, پوهېږم نن د يو پاکستاني تر څنګ چې ناست اوسې هم نو په اردو يا پنجابۍ خبرې کوې تر څو درباندې څوک پوه نشي, پوهېږم چې هغه پاکستانى به هم درباندې لعنت وايي, پوهېږم چې تا نن خپله ژبه او هويت خرڅ کړى; خو اې!  ايا ته پوهېږې چې له خپلې مورنۍ ژبې انکار کول کوم خلک کوي, ايا ته پوهېږې چې له خپل هويت او قوميت انکار کول څوک کوي, ايا ته پوهېږې چې د خپل وطن سره مينه محبت د ايمان نښه ده او ايا ته پوهېږې چې څوک له خپلې مور انکار کوي.
پنجاب د پاکستان هغه ولايت ده چې اوس محال ډېر افغانان هلته له ډېرو کلنو راهيسې ژوند کوي, ډېر افغانان فکر کوي چې ګويا دوئ هلته خوندي دي نه پرې حکومت غږ لري او نه ولس ځکه چې د پټهان ټاپه يې پر خپل ځان او وجدان لګولې. 
هم د پټهان کار جوړ ده او هم يې د پنجاب غلامۍ ته ځان سپارلى، خو افسوس ! دا هغه افغان ده چې د غلامۍ تذکره يې په جېب کې شپه ورځ سر ته اېښې وي چې کله به راباندې د نمک حرام غږ کېږي او زه يې ورته وښايم چې جي " مې پاکستاني هو ".