ولور که خرڅلاو !

 
هغه پيسې چې د خور، لور د ورکولو پر سر يې د زوم له کورنۍ اخيستل کيږي ولور بلل کيږي. ولور يو داسې رواج او ذهنيت ګڼل کيږي چې ډيرئ خلک په دې عقيده دي چې ګويا دوئ انجلۍ ته قدر يا درنښت ورکوي نو ځکه يې پر سر قيمت يا بيه ټاکي او يا دا  چې د انجلۍ د کور غړي يې پرې ورته زر او نور ضروري سامان يا توکي واخلي،  که څه هم دا فکر او عمل ناسم ده خو خلک يې کوي.
داسې هم ليدل شوي چې هغه څوک چې د خپلې خور، لور پر سر يې پيسې د زوم له کورنۍ اخيستې وي نو د هغوئ سره بيا د خپل خاوند په کور کې ظلم،  زياتی او رټل کيږي او د انجلۍ ژوند ورځ تر بلې تريخ او له يو تعداد ستونزو سره مخ کيږي. زمونږ په ټولنه کې ښځې ته تل په ټيټه سترګه کتل شوي او د ورکړنې پر محال مو ترينه تجارتي توکی جوړ کړی وي چې په دې عمل سره يې نور هم خپل حيثيت،  ارزښت او قدر ټيټ شي.
يو بل عامه ذهنيت هم په مونږ کې شتون لري چې بسااوقات مونږ خپلې لوڼې يو داسې شتمن او د ډيرو پيسو خاوند لرونکي ته ورکووچې له انجلۍ د عمر له لحاظه ډير زيات او مشر وي خو د ډيرې شتمنۍ لرلو له خاطره يې ورکړو او روسته له واده بيا هم دا انجلۍ د ډيرو تکليفونو ښکار شي چې نه غواړم دلته يې پر دلائيلو څه وليکم.
ولور يا خرڅلاو يو داسې پور يا قرض ده چې تل يې حساب له انجلۍ اخيستل کيږي،  هغه خلک چې خپلې لونړې د پيسو په مقابل کې ورکوي دا فکر د هېس کله هم نکوي چې زما دا لور يا خور به د خاوند پر کور خوشحاله او ښايسته ژوند ولري،  ډيرې لونړې د خپل پلار ،  نيکه وروڼو او خپلې کورنۍ د عزت او بهرم ساتلو په خاطر هر نوع تکاليفو،  ظلمونو او سختيو ته خپل ځان د خاوند پر کور تسليم کړي او زغمي يې،  او ډيرې يې بيا د دومره زغم او برداش توان نلرلو له وجې خپل ځان او ژوند پخپله واخلي او ځان ووژني.
که اقتصادي مشکل يا ستونزه مونږ د دې عامل وګڼو چې خلک پيسې د دې لپاره اخلي چې اقتصادي وضحه يې ښه نه ده نو ځکه د خپلې خور، لور په سر پيسې اخلي تر څو هم د انجلۍ ژوند او هم خپل ژوند يو څه ښه کړي نو دا به يو ډير پاتې او لنډ فکر وي نه خو شريعت داسې کوم حکم کوي او نه انجلۍ بايد پانګه يا تجارتي مال وګڼل شي.
 
ميروزير ساحل