
نويده خوشبو
کله چې ځيني چارواکي له دندو ګوښه شي؛ نو د وخت په تېرېدو سره ځيني اسناد، مواد او نظريات وړاندې کوي، بې وخته او بې ګټې نيوکې، يو پړ او بل مړ کوي.
د دوى دا عمل يوازې رسنيز بازار تود کړي، خو په موجوده حالت کې هيڅ بدلون نه راولي. پخوانيو ډېرو قضايي او امنيتي چاراکو دا کار کړى، په وروستيو مواردو کې د ملي امنيت د پخواني مشر رحمت الله نبيل څرګندونې يادولى شو.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ولسمشر د دولتي ادارو په کارونو کې په بې ځایه لاسوهنې تورن کړ. ښاغلي نبیل ویلي دي، چې دغه لاسوهنې په امنیتي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو بدلې شوې دي
له دې وړاندې هم ښاغلي نبيل په ځينو ترهګريزو پېښو کې د پاکستان د لاس لرلو په اړه اسناد رسنيو سره شريک کړي وو.
د نبيل دا څرګندونې که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا دروغ بلل شوي خو بيا هم بېلابېل غبرګونونه يې راپارولي دي!
له يوې ادارې نيولې تر رياست او وزارته ټولې چارې د مسول کس لخوا تنظيم او کنټرول
کيږي؛ دا عادي خبره ده او ټول په دې پوهيږي، نو څنګه امکان لري چې د هېواد لومړى مسول کس دى له چارو بې خبره او بې تفاوته وي؟ او ايا د ولسمشر مسؤلیتونو ته د مداخلتونو نوم ورکولى شو؟
د منلو ده چې حکومتي چارې د مراتبو لړۍ لري هره برخه خپل مسول او مدير لري او ولسمشر بايد ډېرې چارې نورو چارواکو ته وسپاري او خپله په لويو مسلو او پاليسيو دقت وکړي!
خو دا افغانستان دى، دلته حالت بل ډول دى، دلته همدا موږ د ولسمشر په کابينې،ريیسانو او مامورينو نيوکې لرو، په فساد، تعصب او ځينو مواردو يې تورنو هم، په ولسمشر د دقت او پامرنې غږ هم کوو خو د ولسمشر توجه ته د لاسوهنې نوم هم ورکوو!!! د هېواد ټولې سياسي، امنيتي، قانوني، اقتصادي اداري او ملکي چارې ولسمشر پورې اړه لري او د ولسمشر مسؤلیت دى، د ټولو چارو ښه والی يا بدوالی ولسمشر پورې تړلي وي.
اهل کار ته د کار سپارل اسانه نه دي، په تيره بيا په فساد او ناخوالو کې درجه لرونکي افغانستان کې د صادقو او وړو چارواکو موندل اسانه نه دي. په اوسني څو سري حکومت کې بيخي ستونزمنه ده. ښکاره ده چې بايد د سپارښتنو تر څنګ څېړنه او د کار تعقيب هم وشي. که له هر چارواکي تېروتنه وشي نو مسول يې ولسمشر ګڼل کيږي. د چارو تنظيم او څار د ولسمشر قانوني حق او مسؤلیت دى، دې مسؤلیت ته د لاسوهنې نوم ورکول تېروتنه ده.
که پخوانيو چارواکو سره واقعا د ملت غم وي نو د خپلې دندې او مسؤلیت په وخت کې دې اسناد خپاره کړي، نيوکې،وړاندېزونه او مشورې دې خپلې کاري موده کې وړاندې کړي ترڅو اغيزمنې واقع شي، کنه له واک او مسؤلیت ليرې د برحاله چارواکو په کړنو د دوى نيوکې لاس وهنې دي نه مسؤلیت!!!