
له مودو راپه دېخوا مو په هېواد کې د سیاسي چلبازانو له ستونو داسې کلمې راوځي چې موخه یې یواځې او یواځې ، د دې ولس له پاکو او سپېڅلو احساساتو څخه د ځاني ګټو په موخه ناوړه ګټه پورته کول دي .
هلئ ژر شئ ! تاسو باید د خپل حق غوښتنه وکړئ، په تاسو ظلم اوتیری کیږي، نور مو باید حق تر پښو لاندې نشي ، موږ د هېواد ساتنې په موخه قرباني ورکړې ، خو اوس راته څوک پاملرنه نه کوي، که همداسې پاتې شو نو ورکیږو، هلئ ژر شئ ! لارو او کوڅو ته ووځئ ، د خپلو مړو ورځې ونمانځئ، لارې او کوڅې یې په نوم کړئ ، که نه هېر به شي، موږ لږه کي یو او اکثریت راباندې ظلم کوي، د قام ، ژبې او سیمې خبره ده ، په دې کې موعزت دی، پخوا څه وو او دمګړۍ په څه حالت کې ژوند کوو، موږ باید تېر تاریخ ژوندی وساتو، له موږ سره له پېړیو راهیسې دغه ډول چلند روان دی، موږ باید خپل هویت ثابت وساتو ، موږ عدالت ، انصاف، ابادۍ، پرمختګ، رغونې ، سولې ، یووالي او سوکالۍ ته ژمن یوو، د دې لپاره چې د دې خوار ولس احساسات نور هم را وپاروي او دوی یې د خپلو شومو اهدافو لپاره په ښه توګه وکاروي ، دېته ورته نورې کلمې هم ورسره یو ځای کړي ، تر څو د ولس د غولونې لپاره یوه ښه ډرامه جوړه کړي.
دغه سیاسي چلبازان ورزیاته کړي ، موږ تل دغو کلمو ته د رسیدو لپاره سترې قربانۍ ورکړي، دغه کلمې زموږ د ولس ستر ارمان دی او لا یې هم د ارمان په توګه په زړونو کې څپې وهي، لا هم معلومه نه ده چې تر کومه به مو د غو کلمو ته د رسیدو لپاره هيلي تر خاورو لاندې کیږي ، څومره قربانۍ به نوري ورکوو ، لرې نه ده راځئ چې له همدا نن څخه یې شروع کړو، نور نو باید وده پاتې نه شوو.
دا د هغو جملو څو بیلګې دي چې، زموږ د ننیو سیاسي ډرامو اکټران یې د ولس د غولونې او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کاروي ، دا چې نن مو ژړا ، ویر او ماتم د دې زورېدلي ولس د ژوند اساسي برخه ګرځېدلې ، اصلي عاملین یې د ځاني ګټو ساتونکې دغه سیاسي مداریان دي.
د یو پوه خبره ده ، کله چې د یوې ټولنې معنوي قوه په غلطه لار روانه شي ، دهغه ملت ملي ژوند ورو، ورو دمرګ پر لور درومې ، پرته له شکه هغه ملتونه اوهغه ټولنې چې ځانونه یې دپرمختګ هسکو پولوته رسولي، خپله ملي قوه یې روزلې او هغه یې غښتلې ساتلې ده.
له بده مرغه موږ هم یو له هغو ټولنو څخه یو چې تراوسه مومعنوي قوه اوسیاست ملي شوی نه دی، زموږ د ټولنې ناکامه سیاسي فعالانو تل دخدمت چغې وهلي ، خوپه حقیقت کې یې هغه وژونکي زهردټولنې په بدن کې ترزیق کړي چې ، ټولنې دتدریجي مرګ پرلور رهي کوې اودهلاکت کندې ته یې ټیل وهي.
زموږ د ټولنې تش په نامه سیاسي فعالانو چې په دې څلورو لسیزو کې یې دا ولس د غم په ټغر کېناوه او د ابادۍ لپاره ورسره هېڅ ډول رغونکې طرحه نه وه او نه هم شته ، د هېواد اوسني سیاسي وضعیت لپاره هم له ځانه سره روښانه طرحه نلري.
تر دې دمه مو سیاست ځکه نه دی ملي شوی چې، موږ ملي مشران نلرو، زموږ سیاسي فعالانو د ملي فکر پر بنسټ حرکت نه دی کړی، یا د تعصب په وراسته ډنډ کې پرېوتې او یا یې هم د ځاني ګټو لپاره کار کړی.
زموږ د ولس لویه بدبختي داده چې د سیاسي مداریانو ډولکي ته مو ښه په اخلاص سره لاسونه اچولي ، پرته له دې چې د دوی د ډولکي په ساز او سور پو شو او د دغو مداریانو له فساد او چلبازۍ څخه ډکې کوزې چې موږ ته تشې ښکاري په سر راواړو ، زموږ ولس تل د دغو سیاسي مداریانو په لاسونو کې د ګرمو اوبو کوزې ته د خواږه شربت ګمان کړی او هغه یې په سر را اړولي.
اوس پوښتنه داسې راولاړیږي ،که چېرې موږ د تېر تاریخ او د دغه سیاسي چلبازانو له ستونو څخه د راوتلو غولونکو جملو او کلمو څخه پند او عبرت تر لاسه نه کړو ؟ د دوی له ستونو څخه د چل اوفریب دغه راوتلې کلمې او جملې بېرته د دوی پر مخ ونه ولوو؟
لرې نه ده چې د ملي یووالي پرځای به مو د ملي تباهئ لار غوره کړي وي او د راتلونکي لپاره به مو د تباهئ اوبربادئ نوې دروازې پرانستې وي .
لیکنه : نظیف الله نظیف