۱ـ د خلق او خوي دایمي تغيیر: معنی دا چې کله ډېر مطیع او مهربانه به وي او کله به ډېر بد اخلاقه او تهاجمي وي.
۲ـ د ترخو او تندو تېزو اړیکو درلودل: په دې معنی چې د هر چا سره یې اړیکې د غوسې او تهاجم نه ډکې وي او هر چا سره به په برخورد او مخامخ کېدو کې، له غوسې نه کار اخلي.
۳ـ ټولنېزه انزوا: په دې معنی چې داسې کسان به په اګاهانه او غیرې اګاهانه شکل د تولنېزې انزوا ښکار ګرځېدلي وي، یعنې کله به انزوا، یا ځانته والی خوښوي او کله ترې خلک نفرت کوي.
۴ـ ناڅاپي غوسه کېدل: بېدون له علت او سببه قهرېدل، چې دعلیت او مسبب رابطه به هم شتون نه لري.
۵ـ په نورو بد ګومان کول: داسې افراد تل په ټولنه کې پر نورو بد ګومان او بې ځایه تردودونه کوي، حال دا چې د ده دا تردد به په حقیقت استوار هم نه وي.
۶ـ په ټولنېزو روابطو او د دوستۍ د اړیکو په پیداکولو کې به مشکلات لري: دا ډول خلک د ملګرو د پیدا کولو مهارت له ځانه سره نه لري او شته دوستان هم له لاسه ورکوي.
۷ـ پر خپل ځان حاکمیت نه لرل، یا د کړنو د کنټرول ضعف: دوی خپل ځان او خپلې کړنې نه شي کنټرولولی او ټولې پرېکړې یې په احساساتو ولاړې وي.
۸ـ د مخدره موادو او الکولو استعمال: د دې ډلې اختلالات لرونکي اکثریت په نشه یې توکو معتاد وي.
د کریمنالوژۍ له آره ـــــــــــ کریمنالوګان