امنيتي حالت ښه کيداى شي!

 
نويده خوشبو

د هېواد د ټولو نا امنيو تر شا د پاکستان لاس لرل ښودل کيږي !نوې خبره نه ده، لوى او وړوکى په دى پوهيږي چې پاکستان زموږ تاريخي دښمن دى، که خپله هم وسوي يا تباه شي نو کينه به يې بيا هم رښتينولۍ ته پرېنږدي!
ښکاره ده : په وروستيو کې له هند سره د افغانستان پوځي تړونونه، د هندوستان، افغانستان او امریکا درې اړخیزو خبرو، د سولې له خبرو د پاکستان اېستل او هند ځايول، له بلوڅو نه د هند او افغانستان ملاتړ، په صادراتو او وارداتو کې د ګوادر بندر پر ځاى د چابهار کارول او..... ډېر نور عمده واقعيتونه دي چې له مخې يې پاکستان له افغانستان سره دښمني کوي،او د وروستيو امنيتي پېښو لاملونه همدا دي.
خو سره له دې چې دښمن او لورى معلوم دى بيا هم ولې امنيتي حالت نه ښه کيږي؟ د دښمن په جګړيزو تکتيکونو کې بدلون راځي خو ولې امنيتي تابياوې نه بدليږي او نه اغيزمنې کيږي؟
کله چې، په شمېر يو څو طالبان د شمالي ولايتو يوې ولسوالۍ ته ننوځي، مخامخ جګړه کوي په همدې جريان کې د همدې ولسوالۍ لارې تړي، خپل جګړه ماران ځاى پر ځاى کوي لارې نيسي، افغان سرتيري په شا کوي؛ او په همدې لړ کې په څو نورو بېلابېلو ولايتونو کې هم مخامخ جګړې کوي؛ او ځينې برخې او ولسوالۍ نيسي!!!
په وروستيو کلونو کې د طالبانو په جګړيزو تکنيکونو کې ډېر توپېر او تغيیر راغلى. د ځينو رسمي سرچينو لخوا کال په کال د دى ډلې د پياوړتيا پخلى هم شوى.
د طالبانو تر شا که هر څوک وي، که په غير مستقيم ډول امريکا او که په مستقيم ډول پاکستان، که د ملا عمر زوى دخيل وي که نه، که هيبت الله تش په نوم مشر وي که نه، که ملا عمر مري يا نور طالب مشران؛ د دوى په مخالفت هيڅ اغيزه نه کوي، وقفه او دمه نه کوي،جګړه يې کميږي نه، ځکه د دوى جګړيز چلونه يو نواخت او يو ډول نه دي او دوى په ښه ډول مشري کيږي.
له هرې چاودنې، بريد او د ولسوالۍ له سقوط وروسته د حکومت همدا يوتکراري او شړېدلى ځواب وي: دا د هيواد د ثبات د دښمن کار دى او حکومت به يې په اړه جدي پلټنې وکړي او غاښ ماتونکى ځواب به ورکړي!
اوف!!! دا جملې بيخي تکراري شوي، مشران او قوماندانان بدل شول خو د افغان حکومت دغه دليل بدلون ونه موند!
افغان حکومت له پېښو وړاندې مخنيونکي عمليات بيخي نه پيژني، د طالبانو له بدلېدونکو او ګرځېدونکو موخو بې خبره او بې تفاوته دى، مدافع او له پېښې وروسته عمل کونکى دى!
اخوا څه فکر کوئ! د طالبان اصلي مشران هم د غولېدلو طالبانو په څېر ليوني دي، د يوې سيمې او ولسوالۍ په نيولو سره چې وسلۍ او قربانۍ ورکوي او بيا څو ورځې وروسته د افغان ځواکونو په عملياتو کې تر نيول کېدو دوى په قرار ناست وي؟
طالبان د څه لپاره د يوې ولسوالۍ تر نيولو وروسته له دې ولسوالۍ، د ولايت مرکز او ان نورو نږدې ولايتونو سره نښلېدونکي لارې تړي؟
هوکې! دوى د سرتېرو مخنيوى کوي دوى د افغان ځواکونو د تجهيزاتو او مرستو مخنيوى کوي، فکر کړئ بس همدومره؟
نه! داسې نه ده، کله چې د ساعتونو يا ورځو لپاره ځيني برخې د مخالفينو په واک کې وي دوى په همدې فرصت کې خپل ډېر غړي، وسلې او مهمات ليږدوي، ورسره د دوى پلانونه هم بدلون کوي او نوې موخې او بېل بريدونه کوي؛ دوى دمه او استراحت نه کوي، دوى قناعت او ماتې نه مني. خو برعکس، افغان حکومت د څلورو ځانمرګو په نيولو سره وياړ او ارام کوي، د يوې ولسوالۍ د نسبا بيرته نيولو سره قناعت او خوشحالي کوي، دفاعيه بڼه غوره کړي له جګړې ستړي او په شا شي!!!
افغانستان هره شيبه سوځي، هره ورځ مړي او ټپيان ورکوي، ځوانان بې اجله مري، او بې قسمته کونډې او يتيمان ورکوي، د بېرغ زرغون رنګ ورک شوی،يوازې سور رنګ راپاتې دی، خو د چارواکو عمل او وينا يو نشول، د دوى زړه نه سوځي، دوى نه درديږي! دوى خوندي، کورنۍ يې خوندي دي؛ څه غم څه پروا لري!!
که حکومتي مشران واقعا د ملت په فکر وي؛ نو حل لارې شته که وغواړي د سولۍ خبرې نتيجه ورکولى شي، که وغواړي پاکستان وېرولى شي، که وغواړي د خپلو ګټو په پرتله ټول تمرکز د هيواد وضعيت ته اړولى شي، دا نا شونې نه ده چې د هيواد امنيت ښه شي او د وينو توېدو مخه ونيول شي يوازې صداقت، دقت احساس او وطنپالۍ ته اړتيا ده؛ نور هيڅ نه !!!