
په تاسف سره باید ووایم چې د څلور لسيزو را پد یخوا د هېواد په هره سېمه کې په جلا ـ جلا نومونو او بڼو سره جنګ دوام موندلی او لا تراوسه د جګړو اورونه تازه ساتل شوي دي، په دغه مرحله کې زموږ ډېر هېوادوال خپل ژوند د لاسه ورکړی او په کثرت سره معلول شوي هم دي.
خبره د لته دا راولاړېږي، چې د هېواد اقتصادي بنسټونه، ملي شتمنۍ د رنګونو ډکې سېمې د سیلانیانو ځایونه د جنګ جګړو ښکار وګرځېدل دا د اندېښنې وړ خبره ده او زه یې جدي ننګونه بولم . له ځانه سره مې فکر کولو او خپل لېد لوری مې د هغه پرمختللو هېوادنو په لور کړ، چې د ارامۍ، سولې او ثبات له کبله ورځ تر بلې د پرمختک لارې طېکوي.
د ځېنو هېوادونو په اړه مې مطالعه وکړه، ورځ په ورځ نوښتونه، اختراغ ګانې..........
هغه هېوادونه چې هلته امنیت قایم وي او اولادونو یې د خیانت او خرڅونې لپاره ملا نه وي تړلي، له زړه یې حدمت کړی وي او دا یې خپله وجېبه ګڼلې وي، له هرې برخې غني دې؛ خو له بده مرغه! چې زموږهېواد کې يوشمېر داسې اشخاص شتون لرې چې د بهرنې سیاسي کړیو، ډلو، ټپلو سره د غلامۍ ژوندون تېر وې او د څو پېسو په بدل کې خپله، لکه د ګل خاوره پلوري.
جابران یې سپېڅلي بدن ته د باروتو جامې وراغوندي، له هغوی ګیله نه کوو، ځکه زمونږ دوستان نه دي او زمونږ د لابودۍ برنامې یې په لار اچولي، همدا یې خپله خرفه ګرځولې ده.
شرم او ندامت هغه تورو څېرو ته په کار دی، چې د خپلې مور د خرڅولو لپاره لاس په کارېږي؛ خو وخت راتلونکی دی هر څوک به د خپل کړي عمل سزا وګوري، دا خبره ځکه کړم چې اوسني نظام کې ځېنې داسې سټې شته چې د وطن په مېنه مست ګرځي او د دې خاورې د رغولو، ابادولو او جوړولو لپاره خپل سرونه په تلي کې ګرځوې. دلته ځېنې خلک هېوادنی احساس لري، لکه د غره د خاینانو پر وړاندې سپر دي، وطن فروشانو د تخریبې کړنو د ترسره کولو اجازه نه ورکوي. او د پلورل شوو فاسدو او معتصبېنو څېرې به ډېر ژر راښکاره او د قانون منګلو ته به وسپارل شي، چې بیا به یې د راوتلو لار هم نه وې.
یادونه به زموږ دا وې هغه وګړو ته چې د ګران وطن پرضد جنایتکارې کړنې ترسره کوې او لا هم دې اور ته لمن وهې، ښه پایلې نه لري، ما وړاندې هم اشاره وکړه چې وطن جوړېږي نن وې که سبا، حکومت اوس تاسې ته سېنه غټه کړې ده او ستاسې راتګ ته هرکلی وايي، وخت مه مصرفوئ، ژر شئ او د خپل حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږئ او د ارآم ساه ګانې خپلو هېوادوالو او خاورې ته وروبښئ!.
ژمن شئ!!
۲۰۱۶/sep/۶ ص ف دفتر جلال آباد