
۱۶/۶/۱۳۹۵،ل،ل
دا چې زموږ په ګران هیواد کې ورځ تربلې امنیتي وضعیت د خرابیدو پر لور روان دی، دواړو لورو ته افغانان وژل کیږي، میرمنې کونډې، ماشومان، یتیمان او میندې بورې کيږي، چې دا د لویې خواشنۍ ځای دی، که چېرې هر افغان د دغو وژل شوو هیوادوالو مرګ د خپلو عزیزانو مرګ وبولي او داسې وګني، چې هره ورځ یې ورور، زوی او یا نور خپلوان وژل کیږي، نو هر افغان به هغه څه وکړي چې له لاسه یې پوره وي، که له ځان یې پېل کړو، نو زموږ له لاسه دا کیږي چې حکومت او طالبانو ته سپینې خبرې وکړو. لومړی دا چې دا جګړه د امریکا او پاکستان د ګټو لپاره جګړه ده، امریکا دواړوه خواوې، (حکومت او طالبان) تمویلوي، خو ګټه یې پاکستان وړي، له یوې خوا که افغان ځواکونه په مخامخ توګه د امریکا او نورو غربی هیوادو لخوا اکمالیږي، له بل پلوه، له طالبانو سره هم د امریکا له خوا په غېری مستقیمه توګه مرستې کیږي، داسې چې امریکا د پاکستان پوځ ته هر کال له یو میلیارد څخه زیات ډالر ورکول او همغه امریکایي ډالر د پاکستان د(i-s-i) لخوا طالبانو ته ورکول کیږي.
د امریکایانو او پنجابیانو موخه دا ده چې افغان اولس تباه کړي، سره له دې چې امریکایان مو هم د تره زامن نه دې او نه زموږ لپاره افغانستان ته راغلي دي، خو له پاکستان څخه ځکه ګیله نه کوو، چې پاکستان زموږ یو تاریخي او نه پخوالا کیدونکی دښمن دی، چې په ګرده نړۍ کې د ده په شان بل دښمن نه لرو، پاکستان نه د اسلام په خاطر لګیا دی او نه د طالبانو سره کومه خواخوږي لري، موږ وینو چې بې شمېره طالبان او مشران یې پر امریکایې ډرون الوتکو باندې ووژل او نور یې ژوندې ورباندې خرڅ کړل او پاتې نور طالبان یې پخپلو زندانو کې بندیان کړي او یا وژل.
طالبان باید خپل دوست دښمن او خپل ځانونه وپېژني، طالبانو د خپل دښمن، پاکستان په لمن کې ځانونه اچولي دي او له دوی څخه د خپل هیواد پر ضد باندې د (وسلې او وسیلې) په توګه کار اخلي، طالبان باید سوله ومني، ځکه چې سوله پېغمبر(ع) له مشرکینو، یهودو سره هم کړي ده، که دوی فکر کوي چې حکومت به په زور سره ونیسي، امکان نه لري او که حکومت وایي چې موږ به په زور باندې په ټول هیواد کې امنیت راولو، دا هم ناممکنه ده،(یوازې د پشو او موږک لوبه به روانه وي) افغانان به وژل کیږي، لکه څرنګ چې دولت سوله غواړي همدا ډول دې طالبان سولې ته حاضر شي، که نه حاضریږي نو ګرم دي او دوی د پاکستان ډول ته نڅیږي، نو بیا دې له پاکستان سره داسې جګړه پېل شي، لکه څه ډول چې دوی پېل کړي ده، د پاکستان سره د جګړې لپاره په هیواد کې ښه ښه رهبران شته چې باید وګمارل شي، چې دا زموږ د لوی مفکر صاحب(!) کار دی، چې باید د پاکستان سره د جګړې پر وړاندې عاقلانه کړنې ترسره کړي.
د نړۍ دوهم مفکر په لومړي قدم کې د خپل عقل له امله،(چې تل په دې فکر کې دی چې یوازې زه پوهېږم، بل څوک نه پوهیږي)؛ په دوهم قدم کې د خپلو بې فکره مشاورینو له لاسه(چې ډېری یې مسلکي نه دي) او په دریم قدم کې د اجرأیه رئیس(چې د ولسمشر غني پروړاندې تر کومه ځایه مزاحم او د پیو مچ دی) له لاسه هیواد او هیوادوال له تباهۍ سره مخ شوي دي، ولسمشر نه پوهیږي چې جګړه یې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره روانه ده، دا ډول جګړه د استخباراتو هوښیار او دقیق، زړور او سرتیري وطنپال کسان ترسره کولی شي، دا د ستانکزي او د فهیم د زوی په شان د غېرمسلکي خلکو کار نه، په دې بنسټ، زه د هیواد د ژغورلو لپاره، ولسمشر ته وړیا مشوره ورکوم، که چېرې ولسمشر له پاکستان سره کومه پټه معامله نه وي کړي، نو،(د ملي امنیت پخوانی رئیس ښاغلی انجنیر رحمت الله نبیل) دې د ملي امنیت، مشر مقرر کړي، لکه څرنګ چې په نړۍ کې د استخباراتو مشران عام او تام واکونه لري، ټول واک دې ورکړی شي، د ملي امنیت تشکیل دې د وزارت تر کچې لوړ شي؛ د داخله وزارت او د دفاع وزارت، لپاره، د نړۍ له ګوډ، ګوډ څخه پخواني مسلکي او په وطن مین افسران راوغوښتل شي او په لوړو دندو دې وټاکل شي، که داسې ونه کړي، ولسمشر او عبدالله دې پوه شي، چې، د هیواد امنتي حالات به څو ځله نور هم خراب شي، کله چې امن نه وي ښکاره خبره ده چې، هر څه له مشکلاتو سره مخ کیږي او یا له منځه ځي، چې بیا به په راتلونکي کې د کابل او د ولایتونو مرکزونه درپاتې وي او په پای کې به خلک لوی لوی لاریونه په لاره واچوي، چې بیا به ستا او د عبدالله، عبدالله د تښتې لاره هم نه وي پاتې. پای