د پښتنو انسجام او د مشر ټاکنه

 
پښتانه د لرغوني تاریخ په درلودو سره د تاریخ په مختلفو دورو کې د شهامت، زړورتیا، غیرت او ریښتونولۍ سر لاري پاتې شوي دي. دغه ستر قوم د لوی افغانستان هستوګن دی او یوه کوچنۍ برخه یې د هندوستان په مختلفو برخو کې ژوند کوي.
‎پښتو په خپل ذات کې یو درنه او پر اصولو ولاړه ژبه ده چې ویونکي یې (پښتانه) خپله ژبه د ټولنیز او سیاسي ژوندانه په برخه کې د اصولو او مقرراتو ستره سرچینه بلي. پښتو د افغانانو تر منځ د نرخ، لوز، مېړانې او تعهد ژبه ده او د پښتنو تر منځ دغه ژبه د جرګو او مرکو ستر اعتبار ګڼل کېږي.
‎د افغانستان په تاریخ کې د افغانستان ټولو مېشتو قومونو د هېواد په ساتنه کې له ځانه وړتیا ښودلې خو د پښتنو مشرانو، غازیانو او اتلانو بیا د افغانستان لرغونی تاریخ له زرینو کرښو ‌‌‌‌‌‌ډک کړی او دې خاورې ته یې د سر په بیه ستر ستر تاریخي ویاړونه ګټلي دي.
‎غلیمانو له پيړیو راپدیخوا د دې ستر او غښتلي قوم د تضعیف هڅه کړې ده او اوس یې هم کوي خو د پښتو په فطرت کې بل ته د تعظیم او غلامۍ ټکی مردود دی او د مرګ تر پولې هم دې ټکي ته غاړه اېښودنه یې فطرت نه مني. ښایي ځينې لوستونکي راباندې نیوکه وکړي چې اوس خو دا جوهر په پښتنو کې ‌‌‌‌‌‌ډېر کم رنګه دی؟ او دا به وایي چې نن پښتانه د ترهګر لباس پر تن کړی، د پردیو کلتورونو پيرو شوی، د بل لپاره خپلې خاورې ته خیانت کوي‌، د دښمن په دسترخوان ناست دی، د پردیو حجرو ته اړ دی او …
‎د دوی ځواب غواړم په څو برخو کې ورکړم، لمړی دا چې پښتون خپل هغه غیرت او پښتونولي یې چې پخوا د نورو پر وړاندې کوله نن یې په خپلو کې راخیستې ده.
‎دویم دا چې یو شمیر پښتانه د حقیقي لارې څخه منحرف شول او انحرافي دریځ یې خپل کړ.
‎دریم دا چې پښتنو کې د سر خلک یو د بل پر وړاندې مقابل شول او وجنګېدل.
‎څلورم دا چې د پښتو ارزښتونو ته د پردیو لخوا بدیلونه وړاندې شول.
‎پنځم دا چې د پښتنو تر منځ د حساسیتونو وده را وپارېدله، او دې ته ورته نور عوامل.
‎د دې ټولو عواملو تر شا ‌‌‌‌‌‌ډېر لوی لوی لاسونه وکارېدل، د نړۍ سترو متخصصینو په دې برخه کې شپې او ورځې زحمت وګاله، په ملیاردونو پيسې ولګول شوې او ‌‌‌‌‌‌ډېرو دولتونو د پښتنو ټوټه ټوټه کېدل د خپلو سیاستونو لمړۍ کرښې وګڼلې او تر یو ځایه په خپلو اهدافو کې بریالي هم شول.
‎بریالي په دې شول چې هغه پښتون چې یو وخت یې دلته لمړۍ د تمدن او حقانیت خبره کوله اوس ورته ترهګر ویل کېږي، هغه پښتون چې د استقلال او آزادۍ سرلاری وه اوس یې د استقلال د بیرغ غورځوونکي ته اتل ویل کېږي، هغه پښتون چې د افغان بیرغ به یې د ‌‌‌‌‌‌ډهلي پر تخت ځړاوه اوس د افغانیت له حقه محروم ګڼل کېږي، هغه پښتون چې غلامي یې پېغور ګڼله او د دنیا سره په جګړه کې وه اوس د غلامۍ حلقه افتخار ګڼي، هغه پښتون چې د ورور په نوم یې ځان قربانوه اوس خپل ورور وژني او بلاخره هغه پښتون چې ځان یې د غیرت او مېړانې سرلاری بللو اوس د بې غیرتۍ په جامه کې خپل کلی او کور په بمونو الوزوي او دې ته ورته نورې ناوړې سر ته رسوي.
‎مګر ټول پښتانه بیا داسې ندي، شته داسې پښتانه چې تمدن غواړي، شته داسې پښتانه چې اوس هم توره په لاس د مېړانې آوازونه کوي، شته داسې پښتانه چې دنګه غړۍ ګرځي، شته داسې پښتانه چې د افغان په نوم ننګ کوي، شته داسې پښتانه چې غلامانو ته په جهر د آزادۍ پيغور ورکوي، شته داسې پښتانه چې ځان پر وطن قربانوي، شته داسې پښتانه چې د علم او پوهې په ګاڼه سمبال دي او شته داسې پښتانه چې اوس هم د احمد شاه بابا او میرویس نیکه غرور په سر کې ګرځوي. خو نشته هغه سر چې ټول سره راټول کړي او په یوه منظمه لیکه کې یې سره ودروي.
‎ په آسانۍ سره د سر پیدا کول نا شونې ده ځکه چې د پښتنو د ټوټه ټوټه کېدلو لوبه له سلهاوو کلونو راپدېخوا روانه ده او په کافي اندازه سره ویشل شوي دي او یو له بله ورک دي، دا چې څنګه یې سر یو ځای کړو او څنګه پکې سر پيداکړو ستونزمن کار دې مګر ناشونی ندې.
‎څنګه کولای شو چې په پښتنو کې سر پيدا کړو
‎په پښتنو کې شته داسې ځوان او علمي کدرونه چې سره راټول شي او د بېرته منسجم کېدو لپاره یوه بنسټیزه طرحه جوړه کړي او له مخې یې داسې یو سیستم ترتیب کړي چې د انسجام اساسي ټکي پکې نغښتي وي، داسې یو سیستم چې د ملي ګټو پر بنسټ د هېواد د نافظه قوانینو په رڼا کې د پښتنو د انسجام تګلاره پکې ترسیم او له مخې یې یو مدبر، وړ، د ښه شهرت درلودونکی، د علمیت په ګاڼه سمبال او د قوي مدیریت خاوند پښتون د خپل مشر په توګه وټاکي او د مشرۍ پټکی ور په سر کړي. مشر باید د ټاکنو پر بنسټ وټاکل شي او د نورو غړو بشپړ ملاتړ ورسره شي.
‎تګلاره به د رهبرۍ د شورا لخوا د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د قانون په رڼا کې د رهبرۍ د شورا لخوا ترتیب شي او مشر به د نورو غړو په مرسته د تګلارې د پلي کېدو دنده پر غاړه ولري.
‎د تګلارې په پلي کېدو سره به سیستم تشکیل شي او د وخت په تېرېدو سره به د پښتنو غوڅ اکثریت سیستم ته را دننه شي او هغې موخې ته به ورسېږو چې نن سبا یې ټول پښتانه په لټه کې دي. ددې سره به د پښتنو یوه واحده کتله جوړه شي او د تېر په څېر به پښتانه یو ځل بیا هغه خپل پخوانی قوت او قدرت تر لاسه کړي.
‎نه به بیا د ترهګر خطاب راته کېږي او نه به د حق غوښتلو پر وخت د فاشیست ټاپه راباندې لګول کېږي.
چې سوال د پاچاهۍ کوو خصلت مو د ګدا دی
پاچا به شو موږ هله چې خصلت مو د پاچا شي
‎له توجه او حوصله مندۍ نه مو یوه نړۍ مننه، د یو آباد او سرلوړي افغانستان په هیله.