د نړۍ تر ټولو کوچنى هېواد شپږ تنه نفوس لري!!!


ژباړه: نوراحمد(عايل)
 
د نړۍ تر ټولو کوچنى هېواد د Molossia  په نامۀ يادېږي ؛ چې د امريکا په نواډا کې پروت دى ،بنسټ اېښودونکى يې (کوين بايو)نومي سړى دى.
دواشنگټن پوسټ ورځپانې دخبر له مخې
(کوين بايو) چې کله  د خپل هېواد رسمي پولې معلومې کړې، نو په خپل هېواد يې د مولوسيا نوم                             ( Molossia ) نوم کېښود.
 
د هېواد مساحت يې (٨) هکټاره  دى .
خبر زياتوي،چې ددې امريکايي سړي مېرمن مړه شوې او په خپل هېواد کې له خپلو دوو زامنو او دريو سپيانو سره اوسېږي؛ چې له نوموړي سره يې ټول ټال  نفوس شپږ تنه دى.
 
(کوين بايو) خپله سيمه  کالونه مخکې  د ځانگړي هېواد په توګه نومولې ده.
دا  هېواد  پرڅوکوچنيو څړځايونه سربېره   يوه  ودانۍ لري چې  د (کوين بايو) کوردى .

 
 

 
 
، جالبه خو لا داده، چې هر گرځندوى چې د مولوسيا هېواد ته داخلېږي بايد مخکې له داخلېدو  د مولوسيا له ولسمشر (کوين بايو) څخه ويزه  واخلي،چې د نوموړي له خوا ورکول کېږي.
 
د ليک لېږلو ځانگړې پست خونه لري، او همدارنگه جلا پولي واحد لري،چې  يوازې ددۀ په هېواد کې د چلـښت وړ دي. او ځانته ځانګړى بيرغ لري
 
له ورځپاڼې سره يې په خبرو کې زياته کړه: زموږ هېواد د نړۍ تر ټولو  اسوده او خوشحاله هېواد دى،چې طبقاتي کشمکشونه  پکې نشته ، او په هغه او دغه نامه څوک پکې نه ځورول کېږي ؛ هم دا ډول صحي خدمتونه  هم کاملاً وړيا دي
هر څوک چې ناروغ شي د لومړنيو مرستو صندوق ته مراجعه کوي او د اړتيا وړ درملو څخه وړيا استفاده کوي.
 
دا ډول نوموړي زياته کړه، لکه  نور هېوادونه  د هوا په ککړيدا کې لاس نه لرو نو بايدۀ دي چې ملګري ملتونه (چې تر اوسه يې زما هېواد غړى نه دى) له موږ څخه مننه وکړي.