
هو په کابل کې غبرګ ځانمرګي بریدونه وشول، لیکن بیا هم کوڅې له شور او خنداګانو ډکې دي، هیڅ داسې نه تصور کیږي چې دلته د لسګونه شهدان او لسګونه نور ټپیان شوي وي، هو دلته غم، ژړا، فریاد ، چاودنې ، ځانمرګي بریدونه معمول ګرځیدلي دي، دومره ویره او ترس په زړونو کې نشته دا خلک لسیزې لسیزې د چاودنو عږونه اوري، هره ورځ دلته بې ګناه او معصوم انسنان وژل کیږي، دا هر څه عادي شوي دي خلک خپل روزګار کوي یو بې تضمینه او تصادفي ژوند روان دی.
د حکومت مشران به پیښه په کلکو ټکو وغندي، د رښتیا موندنې کمیسیون به وټاکل شي ، هو د پخوا په څیر کمیسیون چې غړي به یې جنګسالاران او هغه د استاد سیاف خبره ستون پنجم وي. همغه ډول کمیسیونه چې په تیر کې یې کومه غوڅه پایله نه درلوده، د ستونزو د ریښو د پرې کولو خو هیڅ هیله نشته ان تر دې چې د رښتیا موندنې کمیسیون به د رسنیو پر وړاندې پایلې ملت ته اعلان نه کړي.
د پیښې د ټاپیانو د عیادت لپاره به لوړ پوړي چارواکي د سردار محمد داود خان او د ښار نورو اړوندو روغتونونو ته ورشي ، ټپیان به زګیروي کوي اما حکومتي مشران به ورسره نمایشي عکسونه اخلي.
د فسبوک مجازي مخ به د مظلومو افغانانو ژوبلو احساساتو په سر اخیستی وي کابل در عمت شریک هستم هو سهار به پیل شي یوه عادي ورځ به وي په همغو لارو کې به په لوړ غږ غربی او هندي موسیقي غږیږي ، خو هغه ماشوم چې بې پلاره شو ده ته بیا پلار نه را ګرځي ، دا ماشوم نور بې سرپرسته شو ځکه دی افغان بې سرپرسته ماشوم دی چې افغان دولت ورته هیڅ تدابیر نه لري هو دا ژوند دی د افغانانو ژوند ، دا دې هرې ورځې کیسه ده.
د حکومت مشران د اسلامي دولت د ایجاد هغه لومړنیو کالونو تاریخ ته ور شي ودې ګوري چې د خدای ج رسول،ابوبکر صدیق، علي او عثمان څه وړ خلافت درلود، هلته په مشرانو کې څومره قاطعیت شتون درلود کله چې د زکات منع کوونکي را پیدا شول حضرت ابوبکر صدیق په یوه هیبت ناک غږ وویل؛ (اینقص الدین و انا حی )دین نقض شوی او زه ژوندی یم!
هلته هر فساد په نطفه کې خنثی کیده او د ستونزې جرړې ویستل کیدې، لیکن نن ورځ د افغانستان په اسلامي دولت کې لوړ پوړي چارواکي څومره قاطع او جدي دی. دلته خبره بل ډول ده مونږ یو لار ورکی ملت یو .
د هیواد مشرانو !
جدیت او قاطعیت د اسلامي دولت د رهبرانو له مواصفاتو او شرطونه څخه دی ، که رهبران قاطع نه وو نو په اسلام مقدس دین کې یې مشروعیت تر پوښتنې لاندی دی!
بس څه ووایم؟
خدای د مل شي د وطن او د ملګرو !!