
په خوست کې د خوشال بابا فکري بهیر اتمه ناسته نن ورځ پنجشنبه چې د ۱۳۹۴ هـ ش کال د حوت د میاشتې له ۱۳ می نیټې سره سمون خوري د ورځې په لسو بجو جوړه شوه.
غونډه د قاري صیب نقیب الله همدرد له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایتونو تلاوت سره پیل شوه، ښاغلی حمیم منګل د حضرت محمد ص حدیث شریف،ژباړه او پایله ګډونوالو ته واوروله.
د افغانستان سیمې او نړۍ وروستۍ پیښې اسدالله نورزی ولوستې، ورپسې امان الله کامران د خپګان، فریدالله اتل د مطالعې د ارزښت او زیارمل د ځوانانو په هکله مقالې ولوستې.
د بریا لار پریزنټشن د لیکوال او ژورنالست فیض الله غمخور له لوري وړاندې شو .
د اونیزې ناستې ارزیابي یعقوب جان ستوري وکړه او د راتلونکي ناستې لپاره اجنډا ترتیب شوه
غونډه غرمه یولس بجې پای ته ورسیده.
یعقوب جان ستوری خوست