خوشال بابا فکری بهیر خوست

 
غونډه سهار لس بجې د قاري صیب شاهدالرحمن له لوري د قرانکریم په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوه.
ورپسی د عبدالله له لوري د حدیث شریف/ پښتو ژباړه او پایله ولوستل شوه، لیکوال او ژورنالیست ښاغلي فیض الله غمخور د هیواد او سیمی وروستیو پیښو ته لنډه کتنه وکړه.
ښاغلي مطیع الله د نیشه یی توکو په مخنیوي کې د ځوانانو رول او ښاغلي امان الله امان د فسبوک پر کارولو خپلی مقالې ولوستې. ورپسی ښاغلي نشان الدین اهنګر د خوست د موسمي سبزیجاتو په اړه ګټور پریزنټشن وړاندې کړ او ښاغلي فرمان الله مظلوم پر کتاب تبصره او ښاغلي سیدافضل ارمان د خپل کلي معرفي وکړه.
د خوست د ولایتي شورا استازې اغلی زهره جلال وروستۍ وینا او ښاغلی امیرشاه کارګر د غونډې ارزیابی وکړه او د راتلونکی لپاره یی ګټور وړاندیزونه وکړل. غونډه غرمه یوولس بجی د ښاغلي الیاس وحدت په دعایه سره پای ته ورسیده.