فضل احمد معنوي هم اپلتې ويلي

 
له قرآني و نبوي ارشاداتو او هم د مدني قوانينو او نړيوالو اصولو له پلوه د لوړ با صلاحیت مقام لپاره پوهه او صحت دواړه شرط دي، خو طالبان او د شمال ټلواله پوهه شرط نه، بلکې صحت شرط بولي، خو مشر ملا صاحب بيا له صحي پلوه هم نيمګړی وو، ځکه خو د جهاديانو په نوم ځنګلي قانون هم مسلط وو
 
معنوي خو په ټاکنو کې تقلب و لاسوهنې کولې او د خپلې ټلوالې په ګټه يې څرخولې، خو اوس د الله تعالی اسماني کتاب کې هم تقلب ولاسوهنه کوي، د خپلې مافيايي ډلې د اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله په ګټه يې څرخوي، ځکه خو جهاد يې د خلکو د پزې پېزوان کړی. د ټاکنو د وخت هغه ګاډي يې لا هم په خپله ولکه کې ساتلي دوی ته غصب او د پردی مال خوړل کوم ارزښت نه لري



اشنا تلويزيون، د پنجشنبې ورځې خپرونه :
د ټاکنو د خپلواک کميسيون پخواني رئيس فضل احمد معنوي له امريکا غږ سره په يوه مرکې کې ويلي وو چې د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله له فزيکي پلوه له اشرف غني څخه پياوړی دی او بايد اجرائيوي صلاحيتونه هم هغه ته ورکړل شي. د ښاغلي معنوي دغې مرکې هم د ډېرو افغانانو پاملرنه جلب کړې او يو شمېر کسانو پرې په طنزي بڼې ليکلنې کړي دي او حتی په دې اړوند يو طنزي عکس هم په خواله رسنيو کې خپور شوی دی.



دا چې له يو لورې زموږ پخوانی هېواد مشر ښاغلی کرزی چست وچالاک وو، نو له بل لورې بيا د شمال ټلوالې له هغه زياته چست وچالاکه او سفاکه وه. که له يو لورې د رياست لپاره د نوماندانو شمېر زيات وو، نو له بل لورې بيا د شمال ټلوالې ورته داسې يو قسم خور او پر غاړه زورور دعوه جلاب ملا فضل احمد معنوي ورته رامخته کړ چې د اوسني و پخواني هېواد انو نه نيولې تر نورو ټولو نوماندانو پورې يو يې هم له ځوابه نه وو.
 
زما د يادښت له مخې په پخوانيو حکومتونو کې دمرحوم محمد ظاهرشاه له وخته راوخله تر نجيبه پورې د ولايت، مستوفيت او د محاکمو قضا ومرافعه مخې ته به پخواني د دعوو د اصلاح او عرايضو ميرزايان ناست ول چا ته به يې دعوې سمولې او چا ته به عريضې ليکلې او ورسره به هملته د همدغو دلالانو او دعوه جلابانو تور بازار هم ښه ګرم وو. چا به چې ګواه نه درلوده، نو هغوی به دغو دعوه جلابانو ته ورمخ کړل او د پنځوس افغانيو په بدل کې به يې قسم څه ان چې د ښځو پر طلاق هم اړ نه ول او د پينځه روپيو لپاره به يې ځان له ايمانه خلاص کړ، نو معنوي هم يو له هغو ته ورته خلکو ځنې وو چې په د ښاغلي کرزي، بهرنيانو په لمسون او هم د خپلې مافيايي ډلې په هڅونه ټولې ټاکنې جنجالي او بې اعتباره کړې. دا که د معنوي غوندې يو دعوه جلاب نه وای، بل چا دا کار نه شو کولی. لږ تر لږه خو به له خدايه او خپل ضميره شرمېدلی وای، خو معنوی نه له خدايه او نه له خپل کثيف وجدانه وشرمېده، بلکې په ډېر کبر (غرور) او لجاجت سره به مسکی هم شو او هره ورځ به يې يو نوی جنجال او خبره پيدا کوله چې بالاخره هماغسې وشوه او بيا ټاکنې له سره شوې او هم يې شوې ټاکنې تقلبي وګڼلې.
 
زه خو د ټاکنو پخوانی مسر ښاغلی نورستانی له پېښوره پېژنم چې دی ډېر يو ډارن شخص دی او ان په هغه ورځو کې چې کله ناکله به د تفاهم شوری په غونډو کې او هم به زموږ دفتر ((د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولنې)) ته مرحوم پروفيسور عبدالرسول امين ته راته سترګې يې مړاوې غوندې وې او له روح و روانه يې خواخوږي د نظار شوری سره وه. نوموړی چې لا په پېښور کې وو او هلته يې په يوه بهرنۍ مؤسسه کار کولو، خو بيا هم له نظار شوری نه ډارېده. دا چې بيا کابل ته راغی، نو بيا خو يې څه د بهرنيانو او څه د نظار شوری له وېرې کله هم حق او سپينه خبره نه شوه کولی. که نوموړي خپله خپلواکي ساتلی وای، نو دومره جنجال نه پېښېده، خو له يوه لورې پرې د بهرنيانو زور او له بل لورې پرې د نظار شوری زور، نو حيران وو چې څه وکړي، ځکه خو يې تر پايه د حق او سپينه خبره ونه کړه.
 
دا چې دعوه جلاب ښاغلی معنوي وايی چې له فزيکي پلوه ښاغلی عبدالله عبدالله پر اشرف غني تندرسته او برلاسه دی، نو اجرائيه رياست چارې دې هم وروسپارل شي، خو پوهه هنر (کمال) کاري تجربه او سوابق غواړي نه د ناپوهو (احمقانو) په شان زور چې په هره وړه او غټه خبره ټوپک ته لاس اچوي او زمکه دربوي او وايی چې موږ به ارګ ته په زور ورننوځو. په داسې حال کې چې د بهرنيو، کورنيو چارو. دفاع وزارت او د ملي امنيت تر رياسته پورې ټول دوی په مهمو ځايونو او پوستونو کې ځای پر ځای ول. لوچک امرالله صالح به ويل چې موږ بيا ټاکنو ته ضرورت نه لرو، بلکې په زوره د ارګ پر دېوالو ورخېژو او چست وچالاک کرزي ورته خړې خړې کتل او څه يې له واکه پوره نه ول.
 
دا ځکه چې کرزی په پيل کې ارګ ته د راتګ په وخت کې يو سر او دوه غوږونه راغی او خپل لوی ټبر يې شا ته کړ، نو فهيم به ويل چې ((خدای موږ ته راکړه)). هغه به ويل چې موږ داسې انګېرله چې دی به لږ تر لږه له ۵۰۰۰ کسانو سره کابل ته راشي، خو دی يوازې يو سر او دوه غوږونو سره راغی او په ارګ ورننوته، نو موږ ته هماغه وخت پته ولګېده او پوه شو چې سړي کې څه نشته او بس هر څه زموږ دي. بس موږ پوه شه او کار مو. ان تر دې چې ترې پوښتلي وو چې له تا سره څوک شته، کنه ؟ څوک درسره راغلي دي يا نه؟
نو ده ورته ويلي وو چې نه، بس تاسو زما خلک ياست او د هغو ښه باور راغلی وو چې هر څه موږ ته راپاتې او زموږ په اختيار کې دي. بيا يې ورته ويلي وو چې له امنيته خلاصه اوسه او موږ ستا امنيت نيسو.
 
د بهرنيو قدرتونو ترمينځ لوبې ته ګوره چې روسانو کارمل راوست، نو ټول واک يې هغه ته وسپاره او پښتانه يې پرې وځپل او چې کرزی امريکايانو راوست، نو ماويست مسعود، ستمي رباني او اخواني ملا فهيم ته يې وروسپاره چې بس تاسو پوی شئ او کار مو.
 
دا چې دعوه جلاب معنوي نن وايی چې عبدالله عبدالله له فزيکی پلوه پياوړی او برلاسه دی، نو هماغه پر جهادي ځنګليتوب حساب کوي نه پر مدنيت او قانون حال دا چې اسلام خو کار اهل کار ته د ورکولو سپارښته کوي ولو که هر څوک وي. مدنيت او نړيوال اصول هم همدا ايجابوي، خو د دعوه جلاب ملا معنوي شريعت او منطق بيادا د علم ((پوهه)) کاري مخينه او اهليت او ورسره روغتيا ايجابوي، خو دی لا بيا هم پر فزيکي سرزورۍ حساب کوي چې د دوی له مغزو او له روح و روانه لا تر ننه د جهاديتوب لېونتوب نه دی وتلی او لا هماغه د ښاغلي کرزي د وخت نازولتوب غواړي.
 
د يعقوب عليه السلام زامنو هم له خپل ورور يوسف عليه السلام څومره بد وکړل او د هغې باوجود به يې تورنولو او له خپلې سرزورۍ يعنې ((ونحن عصبة)) نه تېرېدل او پر خپل ډېروالي نازېدل چې موږ خو پوره يوه ډله يو، نو دی خو يوازې دی [دوه وروڼه دي]، نوپلار موږته ولې پاملرنه نه کوي او دی دې خوشې کړي چې دا د دوی غلط فهمي misunderstanding او غلط برداشت وو چې د پلار په حق يې کولو. د الله تعالی پېغمبر چې عدالت وانصاف ونه کړی، نو نور به يې څوک وکړي؟
هماغه وو چې وروڼه له ورو سره د احتياج يعنې فقر وسختۍ په وخت کې د هغه په دربار کې مخ پر مخ شول او د هغه د پوښتنې له ځوابه ناتوانه شول چې :
هل علمتم ما فعلتم بيوسف واخيه
نو دوی يې بيا له ځوابه ناتوانه وو او هماغه وو چې په هماغه ځای کې يې سره وبېژندل. سترګې له سترګو سره مخ شوې او خپل ځانونه يې ملامته ((پړه)) احساس کړل او هماغه ځای کې يې ومنله چې ((لقد اثرک الله علينا وان کنا لخاطئين)) بلکل چې الله تعالی ته پرموږ باندې غوره کړی وې او موږ تېروتي وو. کاشکې چې له دوی سره خو دغسې يو انسانيت وای چې له اتيا برخې واک او يا د نن له نيم په نېمې سره خو يې لږ انصاف درلودای چې يو کار نه شئ کولی، خو پرېږدئ چې غني د ګران هېواد افغانستان لپاره خپل پروګرامونه او برنامې مخې ته يوسي. زموږ ګاونډيان څوک د اتوم څښتنان شول او څوک يې هوس کوي، خو موږ لا پر حکومت او پر مړو نه جوړيږو.
 
په پای کې زما مشوره ښاغلي غني ته دا ده که چېرې د مړو په نوم يو نوی وزارت جوړ کړي، نو چې تاسو ښاغلی ورته په پام کې ونيسي. زما په اند که تاسو د ټاکنو د خپلواک کميسيون د بيا اصلاح او سمون او هم د مړو د چارو د وزارت لپاره د رئيس او وزير په توګه وټاکي، نو فکر نه کوم چې له تاسو يې بل څوک وګټي؟
 
وزارتونه، رياستونه، سفارتونه خو ټول ستاسو دي. د پلازمينې تپې او سرکونه تر پوهنځيو او هوايي ډګرونو پورې ټول ستاسو د ښاغليو په نومونو او وراثت کې دي، تپې هم درنه پاتې نه شوې، خو دا ځل ولايتونه لا څه ان چې د هېواد مشهور غرونه او سيندونه هم په خپلو نومونو کړئ چې ښه تقدير او درناوی مو وشي. دا د نن د ازبکستان ولسمشر مړ شو، مړی يې هغه دی له پلازمينې څخه خپلې پلرنۍ هديرې ته راوړي، خو ستاسو مړي د خپلو پلرنيو هديرو پر ځای د هېواد پلازمينې ته راوړئ او دلته په پلازمينه کې يوه تپه هم درنه پاتې نه شوه. د عام ولس ژونديو ته په مړه خېټه روزي نه رسيږي، خو تاسو د مړو په نوم امتيازات اخلئ، نو نور څه کوئ؟ او له دې ملته نور څه غواړئ؟
 
ولس مو تېری له جهاده توبه ګار او تېری دوه پوزو ته راوستی. خلک تېری مجبوريږي چې دا جهاد مو پر مخ دروولي او درته ووايی چې تاسو ورک شئ او هم مو جهاد. د بابر، بوټو، ضياء او حميدګل شيطاني او لمسوونکيو حرکتونو ته جهاد نه ويل کيږي چې خپل ملک مو وران او نن هېڅ په لاس کې نه لرو. زموږ ټول پرسونل ته نور خلک پيسې ورکوي. که نن راباندې مرسته ودرېده بېګاه ته نار يو. تاسو خو معادن هم پرې نه ښوول او تر پاريس ولندنه پورې مو د جواهراتو بازارونه ګرم دي.
 
په درنښت
سيد حسين پاچا



معنوي : عبدالله عبدالله، توانايی های فزيکی بهتر دارد
http://www.pashtovoa.com/a/3489623.html