مطیع الله ویسا د نړۍ د ځوانو رهبرانو په قطار کې یوازینی افغان

 
د سواد نړیوالي اداري لخوا د نړۍ په کچه د هغه ځوانانو نولړ خپور سوی چا چې د زده کړو په ډګر کې کار کړی وي او عمر یې تر دیرش کاله کم وي
هغه لیست مې کاتو چې په نړۍ کې ځوانان څه کوي؟خلګ څه کوي؟ فکر یې څه دی؟ د خپل راتلونکي لپاره څه غواړي؟
په نوره نړۍ کې مشرانو لګیا دي چې خپل ځوانان او راتلونکی یوې منظمي رهبرۍ او ترقۍ ته وهڅوي تر څو روښانه راتلونکی ولري ارام او هوسا ژوند ولري انسانیت او بشریت ته کار وکړي نفرتونه او کرکي له منځه یوسي د خپل هیواد نوم نړۍ ته وځلوي
خو له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې د ځوانانو مخه ډب کیږي،توهینیږي او د کارمخه یې نیول کیږي يوازي د نفرتونواو کرکي په کار کې پر ځوان ږغ کوي او استعمالوي یې زه ددې سره سره چې ډیر خوښ او خوشاله یم چې کشر وررو مې د نړۍ په ځوانو رهبرانو کې راځي لا افغانستان داسي ځوانان لري چې په نړۍ کې زموږ نوم لوړ کړي د خوشالۍ تر څنګ چې ما او زما ورور مطیع الله دواړه زوروي او ورباندي زهیریږو په هیواد کې د سلګونو ښوونځیو بند پاته کیدل او پنځه میلیونو ماشومانو محرومیت دی له زده کړو څخه چې د هیواد پر برخلیک مو ناوړه اغیز لرلای سي که مو په سلګونو ښوونځي بند نه وای نن به مو په سلګونو مطیع الله غوندي ځوانان لرلای نن په د ډیرو میندو او پلرونو هغه هیلي چې د خپل اولاد د ښې راتلونکي لپاره یې لرلې هغه هیلي به پوره سوي وای نن به د ددومره بدبختیو او ستونزو ښکار نه وای نن به دومره نه وژل کیدو، نن به دومره اړ نه وای چې هرڅه مو پردي دي.
زموږ د کلي ښوونځی بند سواو بیا وسوځول سو خو زما د پلار دي رب روح ښاد لري چې موږ یې له سیمي و ایستلو او زده کړي یې راباندي وکړي او نن موږ تر دي ځایه را ورسیدو چې په هیواد کې د هر ماشوم د راتلونکي سرنوشت باندي کار وکړو او د هغوي راتلونکی یو روښانه راتلونکی جوړ کړو ای کاش چې زما پلار جان همدا ورځ لیدلې وای چې ورور مې د نړۍ د ځوانو رهبرانو په قطار کې ولاړ دی د هغه لویه هیله د هر بچې لپاره زده کړي وې د هر کلیوال سره به د زده کړو پر سره بوخت و چې بچی دي ښوونځي ته ولیږه موږ د هغه د ارمانونو لپاره کار کوو هغه خپل ارمان نیمګړی یووړ له فاني نړي خو موږ لا خپلو هیلو ته پر لار یو ور روان چې د هر افغان بچي ته د زده کړو زمینه برابرو کړو او موږ یې خدمت وکړومطیع الله د خپلي کلي بنده ښوونځي اوس هم نه هیره وي دی په څلورم ټولګي کې و چې ښوونځی یې بند او بیا وسوځولو سو دده سوځیدل ږغ نن تر نړۍ ورسید او بوخت دی چې د هیواد د هغه ماشوم اواز د نړۍ تر بله ګوټه ورسوي چې د افغان ماشوم ښوونځی،قلم،کتاب،کتاب او نور درسي مواد نه لري یا یې پر مخ ښوونځی تړل کیږي او سوځیږي خو سوځول آو تړل به نه زموږ هیلي و سوځوي نه زموږ ږغ هیلي او ږغ به مو د نړۍ ار هره کونجه رسوو
هغه د حضرت خوشال بابا یو بیت به زه د مقالي په اخر کې مطیع الله خان ته ډالۍ کړم
لا به ډیر ګلونه وا سي په دا باغ کې
د بهار د غوړیدو یې لا اغاز دی