ایا ولسمشر غني ملامت نه دی؟!

 
څو اونۍ وړاندي د حکومت اجرائیه رئیس پر ولسمشر غني تور پوري کړ چي د ملي وحدت حکومت د ایجاد پر هوکړي او ژمنو عمل نه کوي، ډیری شمیرخلکو فکر کاوه چي ګویا اجرائيه رئیس ملامت دی، نوموړی غواړي په دې توګه ځانته نور قدرت او امتیازات ترلاسه کړي، په داسي حال کي چي اجرائيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله یواځي د هغه هوکړي عملي کیدل غوښتل چي ولسمشر، سلاکارانو او ټیم یې په خورا دقت لاسلیک کړي وه، ایا پر خپلو ژمنو وفا د الله د کلام غوښتنه نه ده؟ (یاایهاالذین امنو اوفوباالعقود) د المائیدې سورت لومړی شمیره ایت.
ایا یوه قاعده چي نن ورځ نړیواله جنبه لري په اصطلاح د نړیوالو حقوقو عمومی اصل جوړوي همدا نه ده چي له چاسره دي تعهد (ژمنه) وکړه ورباندي وفا وکړه؟!
خو ډیری خلکو د اجرائيه رئيس دغه موقف ته د شک په سترګه کتل که څه هم هغه نوي غوښتني نه لرلي، خو راځي داسي فرض کړو چي اجرائيه رئيس ملامت ؤ او ولسمشر نه!!
ولي دوې ورځي وړاندي د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د حالاتو له درک سربیره چي له جمیعت اسلامي سره یې ځای ځای جګړې هم وکړلې پر ولسمشر تور پوري کوي چي هغه یې په بشپړه توګه بې واکه کړی، د لومړي معاونیت قانوني واکونه هم نه ورکوي؟!
دوستم د امنیت شورا په پریکړه شمالي ولایاتو (جوزجان، فاریاب) ته ولیږي خو وروسته یې بیا تخریبوي!
پوښتنه داده چي اول خو که جنرال دوستم د ولسمشری د لومړي مرستیالۍ وړتیا نه لرله، نو بیا خو ولسمشر غني ځانته د ټولنپوهني ډاکټر وايي، ولي داسي یو کس د لومړي مرستیالۍ لپاره نیسي او که دوستم دغه وړتیا لري نو بیا ولي ورته قانوني واکونه نه ورکول کیږي؟!
د هلمند ځايي خبریال احمدجان خادم پر فیسبوک پاڼه څه ښه لیکي:
د ټاکنو په شپو او ورځو کي مو ولسمشراشرف غني ته کمپاین کاوه، هرچاچي به دوستم بهانه کړ، موږ به ویل چي ولسمشر په هغه کي حکمت لري اوس نه پوهیږم چي دا حکمت یې څه دی؟!

 
ایا په کوم هیواد کي مو تراوسه اوریدلي چي ولسمشر له هیواد دباندي ځي خو لومړی مرستیال د سرپرست په توګه نه پریږدي، ایا د افغانستان اساسي قانون دغه حق لومړي مرستیال ته نه دی ورکړی؟!
ولي جنرال دوستم تر دې بریده رسیږي چي وايي له خپل ګوند ( جنبش ملی اسلامی افغانستان) سره به مشوره کوي که هغوی ورته د استعفاء مشوره ورکړل نو استعفاء به هم کوي.
موږ د دوستم له ویلو پرته پخوا هم معلومات لرل چي ولسمشر د یو فرمان له مخي د خپلو مرستیالانو واکونه محدود کړي او هر لاسلیک او حکم یې د چارو د ادارې لخوا تر کارشناسۍ لاندي نیول کیږي، پس دا دومره بې اعتمادي ولي؟!
دا په داسي حال کي ده چي د ولسمشر فوق العاده استازی احمدضیاء مسعود د ولسمشر تر مرستیالانو زیات واکونه لرې په دې اړه لاندي پرتلیزه (مقایسیو) راپور کتلای سئ:
http://www.tasnimnews.com/fa/news
 
ولسمشر غني په یواځي ځان د نهه کمیسیونونو مشري کوي، ولي ایا له ده پرته نورڅوک پوهیږي نه او که پر چا اعتماد نه لري؟!!
راځه محترم لوستونکیه! په بشپړه بې پریتوب ځواب راکړه که ولسمشر نه خپلو مرستیالانو  ته قانوني واکونه ورکوي نه هم اجرائيه رئيس ته ایا بیا هم ولسمشرغني ملامت نه دی؟!
همدا اوس د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د ولسمشر تر مرستیالانو او اجرائيه رئيس ډیر واکونه لري، دا د کومو اصولو له مخي؟!
د نړۍ په کوم ځای کي قانوني یا عملي نمونه سته چي سلاکار دي د ولسمشر تر مرستیال ډیر واکونه ولري؟!
ځیني دوستان نیوکه کوي چي اجرائيه ریاست د ولسمشر د کړنو په وړاندي خنډ دی، خو راځئ لومړی دا وپوښتو د اجرائيه ریاست د پوست ایجاد د چا نوښت دی د ولسمشر که د اجرائيه رئيس؟!
ایا تاسو په دې نه یاست خبر چي د آن د ټاکنو پرمهال ولسمشر له احمدضیاء مسعود سره هوکړي ته ورسید که ولسمشر سي نو احمدضیاء مسعود به اجرائيه رئیس ټاکي، نو اوس ایا عبدالله چي د نیم افغانستان رايي یې وړي تر احمدضیاء مسعود ددې پوست لپاره ډير حقدار نه دی؟! لطفاء بې پري ځواب راکړه!
ایا ولسمشر همداس اوس د یوځانګړي فرمان له مخي د ولسمشر د دریم مرستیال په توګه د مرستیال ولسمشر ټول امتیازات او حقوق ددې خوار ملت له بیت المال څخه احمدضیاء مسعود ته نه ورکوي؟؟!
) ۹۲ ګڼه فرمان، نیټه: ۱۸/میزان/۱۳۹۴)
په نوموړي فرمان کي راځي چي:  نماینده فوق‌العاده‌ رییس جمهور در امور اصلاحات و حکومت‌داری خوب، در تشریفات رسمی دولتی در معادلت با معاونین رییس جمهور هم سطح بوده و حقوق و امتیازات وی نیز معادل معاونین رییس جمهور اجرا می‌ گردد.
دا په داسي حال کي ده چي احمدضیاء مسعود څو میاشتي وړاندي شمالي ولایاتو ته د خپل سفر پر مهال مرکزي حکومت ضعیف وګاڼه او خلکو ته یې توصیه وکړل چي ځانون مسلح کړي او د شمال د امنیت لپاره خپله لاس په کار سي ( دا يي د مسعود وفاداري)
سمه ده، ولسمشر له اجرائيه رئيس سره د کابیني وزارتونه نیم کړل خو ایا ته نه یې خبر چي ولسمشر د اجرائيه رئيس لخوا معرفي سوي وزیران د انټروي په بهانه ردول او د خپلي خوښي اشخاص یې تائيدول؟!
ایا همدا اوس تاسي نه یاست خبر چي د اجرائيه رئيس لخوا معرفي سوي وزیران بې واکه دی؟! ایا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی رباني ډير واک لري که د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلی حکمت خلیل کرزي؟!
تر لمر روښانه ده چي د ښاغلي حکمت خلیل کرزي واک ورباندي ډير دی، اوس زما پوښتنه دا ده ایا د هیواد د ملي ګټو په خاطر په کار ده چي د بهرنیو چارو وزیر چي د ډیپلوماسۍ د دستګاء رئیس دی بې واکه وي؟!!
راځئ بې پري خبره وکړو، که د نورالحق علومي د عقیدې او فکر څخه ورتیرسو، مسلکیتوب په پام کي ونیسو، تر هغه کارنده او مسلکي د کورنیو چارو وزیر ؤ؟!
نه ؤ، پس ولي استعفاء ته اړسو، هغه په یوه شخصي مجلس کي وویل چي زه هیڅ واک نه لرم، ان ولسمشر غني د کابل د حوزي آمرین هم داسي ټاکي چي خبر راکړي فلانی، فلانی، فلانی درې کسان ماته د انټروي لپاره معرفي کړه، زه یواځي یو کاتب یم، قومندانان زما خبره نه مني، یا د اتمر خبره مني یا هم د ولسمشر ځکه هغوي یې ټاکي او هغوي یې عزل کوي.
علومي همدارنګه زیاته کړه چي زه د کومي سیمي لپاره عملیاتي او امنیتی پلان جوړکړم او د تطبیق لپاره د ولسمشر لاسلیک او موافقه شرط ګڼل سوې، هغه سیمه د مخالفینو تر ګواښ لاندي وي، پر پلان ورته ولیکم چي اشد اجل، خو هغه سیمه د مخالفینو لخوا ونیول سي مګر د اونیو په تیریدو لاهم پلان  د ولسمشر پر میز پروت وي!!! ولي ؟
علومي دې کارونو استعفاء ته اړ کړ، علومي هیڅکله په خپله رضاء استعفاء نه کول.
د سیمیزو ارګانونو دخپلواکي ادارې رئیس ښاغلي غلام جیلاني پوپل ولي استعفاء ورکړه، ځکه هغه کاملاً بې واکه ؤ، کله چي د سیمیزو ارګانونو د خپلواکي ادارئ رئيس د یو والي، یو مرستیال والي او یو ښاروال د تقرر یا هم په خپله خوښه د وړاندیز واک ونلرې نو ایا هغه یواځي کوم کاتب او منشی دی؟!!
حضرت عمرزاخیلوال چي د مالیې وزارت پیسې د ولسمشر غني په ټیم کي ولګولې، د اقتصاد د عالي شورا په نوم د اضافي تشکیل د ریاست لپاره ونومول سو، خو د پارلمان لخوا رد سو، ورپسي په پاکستان کي د افغانستان لوی سفیر وټاکل سو، خو د هغه د خوشحالولو لپاره د سفارت سربیره فوق العاده استازي هم وټاکل سو، اوس نو سفیر او بیا فوق العاده استازی دواړه پر یوه وخت څه مانا؟!!
د امنیت شورا اکثره سلاکاران کم عمره او بې تجریبه نه دي؟! ( د احمدضیاء مسعود زوی، د حاجي دین محمد زوي، د سید حسین انوری زوی، د صبغت الله مجددي زوی....) دا ټول د ولسمشر غني او اتمر ډله ده، اجرائيه رئیس پکښي ونډه نه لري.
ایا همدا اوس د یو شمیر نور دلایلو سربیره په ولایاتوکي د نا امنۍ یو مهم دلیل د محلي ( سمیزي) ادارې بې واکي نه ده، هیڅ والي اجرائيوي واکونه نه لري!!! په هره کوچنۍ موضوع کي به د ولسمشر حکم اخلي.
ولسمشر د واک سرسخت انحصار طلب دی، غواړي لوي او کوچني کارونه ټول په خپله وکړي، که د ولسمشر همدا دیکتاتورانه او خپل سري رویه وه، نو لیري نه ده چي په بشپړه توګه به منزوي سي.
نور بیا.............