اسلام کریموف

 
اسلام کریموف د ۱۹۳۸ ز د جنورۍ پر ۳۰  په سمر قند کې زیږیدلی دی، نوموړی له  د ازبکستان له ازادۍ څخه  تر اوسه  ددې هېواد ولسمشر و، ازبکستان په ۱۹۱۹ ز کې له پخواني شوروي اتحاد خپله ازادي تر لاسه کړې ده. کریموف  له ۱۹۸۹ ز څخه تر ۱۹۹۱ ز  پورې په ازبکستان د  کمونیست ګوند  مشر وو.
اسلام کریموف  په ۱۹۳۸ ز کې په سمر قند کې زیږیدلی دی، انجینري او اقتصاد یې لوستی دی له ۱۹۶۱ ز څخه یې تر ۱۹۶۶ ز پورې  دهوانوردۍ په برخه کې دنده ترسره کړې ده ، بیا یې پر یو شمېر دولتي څوکیو کار کړی دی، په ۱۹۸۹ ز کې یې په ازبکستان کې واک ته ورسید او تر ۲۰۰۰ ز پورې  دواک موده تمدید شوې ده، بیا دهمدې کال په ټاکنو کې له کوم سیال پرته کاندید و، په ۲۰۰۲ ز کې  یې دواک موده له پنځو کلونو څخه اوو کلونو ته وغځیده او له  ۲۰۰۷ ز وروسته  دوو پرلپسي دورو کې  کامیاب هم شو، د ۲۰۱۵ ز په ټاکنو کې هم کاندید و، چې  مخالفینو یې ویل دا ټاکنې له  ډکۍ او برګۍ ډکې هغه وې.
په ازبکستان کې داسلام کریموف  واکمني له زور زیاتي ډکه وه، نوموړي دخپلو مخالفینو دځپلو  په موخه له هر ډول چل او نیرنګ کار واخیست، داسلامپالو په ځپنه کې یې دومره افراط وکړ، چې دبشر حقوق یې تر پښو لاندې کړل، له امریکا سره ډیر نږدې شو او له ترهګرۍ سره دامریکا په جګړه کې  دواشنګټن نږدې ملګری و.
د اګست پر ۲۸ د دماغي سکتې له ستونزې سره مخ شو او د سپټمبر پر ۲ په  ډېره پیچلې بڼه ومړ، له مړینې وروسته یې ضدونقیض خبرونه خپاره شول، چې وروسته بیا حکومت خپله د خپل مشر دمړینې پخلی وکړ.
واک ته رسیدل
کریموف د سمرقند په  یوه دار الایتام کې زیږیدلی و، له زده کړو وروسته  دپخواني شوروي اتحاد واکمن کمونیست ګوند سره یو ځای شو،  دوخت په تیریدو یې  په ګوند کې پرمختګ وکړ ان په ۱۹۸۹ ز کې  په ازبکستان کې دګوند عمومي منشي شو، په ۱۹۹۰ ز کې د ازبکستان  ولسمشر شو او په ۱۹۹۱ ز کې یې ازادي اعلان کړه، کریموف  په همدې کال کې ټاکنې اعلان کړې او له خپل سیال محمدصالح  څخه یې وګټلې .
ولسمشري
په ۱۹۹۵ ز کې اسلام کریموف د ټولپوښتنې له لارې  د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه غوره شو، هغه مهال پرې ډیرې نیوکې وشوې، په ۲۰۰۰ ز کې د دریم ځل لپاره  وټاکل شو او ۹۱.۹ ٪ رایې تر لاسه کړې، امریکا دا ټاکنې نه ازادې او نه پاکې وبللې، ازبکانو ته دا زمینه برابره نه  شوه، چې په خپله خوښه  رایه وکاروي، داپوزیسیون  کاندید عبدالحافظ جلالوف  ویلي وو، ما ځکه په ټاکنو کې ونډه واخیسته، چې د ډیموکراسۍ تمثیل وشي او رایه مې کریموف ته ورکړې ده.
امریکا رایه هغه مهال بدله شوه، چې دسپټمبر پېښې رامنځته شوې او اسلام کریموف  په جګړه کې دامریکا خوا ونیوله،  په افغانستان کې دامریکا دجګړې لپاره  اسلام کریموف هر هغه څه چمتو کړل، چې دامریکا اړتیا ورته لیدل کېدل، امریکا په ازبکستان کې د   کارشي خان اباد                 نظامي اډه ونیوه او له هغه ځایه به یې پر طالبانو بریدونه کول.
دبشر حقوقو کمیسون دا ډول ملګرتیا وغندله، ځکه امریکا په  دې هېواد کې له هغو سرغړونو مخ اړولې و، چې حکومت دخپل مخالفینو په برخه کې کولې ، ازبکستان یې په بدل کې  له امریکا سره مرسته کوله ، یوه نظامي اډه یې ورته په واک کې ورکړې وه.
په کورنۍ کچه  اسلام کریموف داسلامي ډلو ځپنې ته مخه کړه، دازبکستان اسلامي حرکت، حزب التحریر یې  ښه وڅپه، دیو شمېرو ډلو  پر مشرانو لکه  طاهر یلداش او جمعه  نمګاني  پر اعدام محکوم کړل.
نمنګاني په ۲۰۰۱ ز  په افغانستان کې ووژل شو. طاهر یلداش د ۲۰۰۲ ز په اګست کې په افغانستان کې له منځه ولاړ، اسلام کریموف  به ویل دا له ترهګرۍ سره رښتینې جګړه ده.
اسلام کریموف په ۲۰۰۷ ز کې  ددرېیم ځل لپاره ځان ولسمشرۍ  ته کاندید کړ، دا ځل یې، چې  په ټاکنو کې کوم کسان سیالان وو، هغه دنوموړي دخوښې خلک وو او ددې لپاره کاندید شوي وو ،چې پروسه تکمیل شي.
 
شخصي ژوند
اسلام کریموف له  تاتیانا کریموف سره واده کړې دی، مېرمن یې اقتصادي کارپوهه ده،  دوه لوڼې او درې لمسیان لري، مشره لور یې جلنار کریموف په  مسکو کې د ازبکستان دسفیر سلاکاره ده، کریموف دخپلې واکمنۍ پرمهال  ستره اقتصادي امپراتوري رامنځته کړې ده، چې مهمه برخه یې  دګرځنده ټیلفون شرکت جوړوي، پردې سربېره یو شمېر مهم او مشهور نایټ کلپونه  او دسمیټو کارخونې هم لري.
کشره لور یې  لولا کریموف په ټول  ازبکستان  پردې مشهوره ده، چې دتعلیم او ورزش لپاره کار کوي، یو شمېر خیره موسسې لري او دیتیمانو لپاره یې یوه موسسه هم جوړه کړې ده.
څوک به داسلام کریموف ځایناستی وټاکل شي
د ازبکستان لومړی وزیر شوکت میرزیایف د کریموف د تدفین د مراسمو د تنظیم د کمېسیون مشر ټاکل شوی دی.
کریموف کوم څرګند ځای ناستی نه لري، دا هم څرګنده نه ده چې دا مهال د منځنۍ اسیا د نهه ویشت میلونه نفوس لرونکې دې هېواد رهبري د چا پر غاړه ده.
د ازبکستان د اساسي قانون له مخې، که چېرې ولسمشر نه شي کولی چې خپله دنده پر مخ یوسي نو د دې هېواد د پارلمان د مشرانو د جرګې رئیس به د درېیو میاشتو لپاره د ولسمشر چارې سنبالوي.دا مهال د ازبکستان د مشرانو جرګې رئیس نعمت الله یولداشیف دی چې د ۲۰۱۵میلادي کال راهېسې پر دې دنده کار کوي.
دماليي وزیر او دامنیت شورا سلاکارانو په اړه هم ویل کیږي، چې داسلام کریموف پر ځای وټاکل شي. کیدای شي میرزایف چې ګومان کېږي د کریموف ځای ناستی به وي سمرقند ته سفر کړی.