د سقاو هډونه او د ولسمشرغني تاریخ:

۱۲/۶/۱۳۹۵،ل،ل
دا د ولشمر دنده ده چې، د ملي اتلانو او ملي خائینانو تر منځ توپیر وکړی شي، اتلانو ته درناوی وکړي او اتلولي یې ولمانځي او تاريخي ملي خائینان، لکه څه ډول چې تاریخ ځپلي دي، همداسي په ځپلي حالت کې وساتي، خو له بده مرغه چې زموږ ولسمشر د خپلې بې کفایتۍ او د خپلې چوکۍ د ساتلو پخاطر برعکس(سرچپه) کړنې تر سره کوي، داسې چې یوه بېلګه یې د ملي اتل نایب سالار عبدالوکیل خان نورستاني یادګاري څلي له منځ وړل وو او پر ځای یې فرمان ورکړی ؤ چې د نورستاني څلورلارې دې د هزاره ګانو د شهیدانو په نوم ونومول شي.
حبیب الله کله کاني(سقاو) چې یو ملي خائین ؤ، بلکه یو نړیوال خائین هم ورته ویلی شو،ځکه چې، که سقاو د غازي امان الله خان حکومت له منځه نه وای وړي، نن به افغانستان یو پرمخ تللی او لوی افغانستان ؤ او ننۍ نړیواله ترهګري چې د پاکستان هیواد له خوا ټولې نړۍ ته صادریږي، د دې مخه به نیول شوي وای، ځکه چې، یو خو به د پاکستان دولت نه ؤ رامنځ ته شوی او له بلې خوا به افغانستان یو مترقي هیواد ؤ، نو په دې بنسټ زموږ د هیوادوالو او نړیوالو د ترهګریزو وژنو بنسټیز عامل همدغه د سقاو زوی دی.
دا چې له ډېرې مودې راپه دېخوا نني سقاویان چې په سر کې یې ډاکتر عبدالله دی، په دې لټه کې وو، چې د سقاو د زوی خاورې شوي هډونه له خاورو څخه وباسي او د کابل په یو مشهور ځای کې زیارت پرې جوړ کړي، ولسمشر چې ښه خبر ؤ، په اړه یې ګنس او ګیچ ناست ؤ او په غټو سترګو یې ور کتل(لکه بت په غټو سترګو دم ختلی) او هېچ ډول وړ او قانوني کړنې یې ترسره نه کړې، داسې چې نه یې نوموړي موضوع سترې محمکې، علماؤ شورا، اوقافو وزارت او یا ملي شورا ته وړاندې نه کړه، نو څه چې یو شمېر، د خپل مشر په شان غلو او کوتاالطریقو، غوښتل ترسره یې کړل، چې له امله یې، ننیو سقاویانو د عبدالله عبدالله په مشرۍ باندې خپل تاریخ، د دوهم ځل لپاره چټل کړ، نه یوازې دا چې ننیو سقاویانو په خپل تاریخ باندې بل تور داغ کېښود، بلکه ولسمشرغني هم خپل تاریخ ناولی کړ.
ډاکټر عبدالله د سقاو د زوی د خاورې شویو هډونو، د انتقال داسې حکم ورکړ، چې د اسلامي شریعت پر خلاف او د اسرائیلي شریعت سره مطابقت لري، موږ نه باید په دې کار باندې ښاغلی عبدالله ګرم کړو، ځکه چې نوموړی د سقاویانو مشر دی، خو اصل خبره دا ده چې ولسمشرغني ولې بې تفاوته ؤ او دی؟، ځواب: ځکه چې غني ته، بد په نظر ښه ورغلي او ښه یې تر سترګو بد راځي، لکه چې قرآن عظیم فرمایي:
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا.

 
ژباړه: ای محمده(ص)! ووایه دوی ته، ایا موږ تاسې ته وښیو چې په خپلو عملونو کې تر ټولو زیات ناکام او نامراده خلک څوک دي؟
هغه چې په دنیاوي ژوندانه کې یې هلې ځلې له سمې لارې منحرفې شوي او انګیرلي یې ده چې د هغو ټول کړه وړه ښه دي، (دوی ګمان کوي چې ښه کار کوي).
سورت، کهف،۱۰۳، ۱۰۴]
أَفَمَن كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّهِ كَمَن زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُم ﴿٤٧: ١٤﴾
ژباړه: ښه نو داسې کیدی شي چې څوک د خپل رب له لوري په روښانه او څرګنده هدایت باندې وي هغه، د هغو خلکو په څېر شي چې د هغو لپاره د هغو بد عمل ښایسته کړی شوی دی او هغوی د خپلو نفسي غوښتنو پېروان ګرځیدلي دي.
د پورته قرآني ایاتونو پر بنسټ ولسمشر فکر کوي چې، په ښو کړنو باندې لګیا دی، ولسمشرغني داسې کالي اغوستي دي چې، احمقان یې نه ویني خو هوښیاران یې ویني، په داسې حال چې لوڅ لغړ دی، ولسمشر خپل ځان ویني چې لوڅ دی، خو حال نه وایي، که حال ووایي نو بیا به خپله ناپوهي په خپله ثابته کړي. لاندې کېسه زموږ پر پاچا پورې تړاؤ لري:
د پاچا نوي کالي(*):
وايي چې دوو ټګانو په یوه ښار کې اوازه ګډه کړه چې، د اغوستلو داسې کالي اوبدلی او ګنډلی شي، چې، ناپوهان او ناهله کسان یې نه شي لیدلی، خو پوه او اهل کار خلک یې لیدلی شي، په پای کې دا خبره پاچا ته ورسیده، پاچا فکر وکړ، که داسې وي نو خپل وزیران به هم وپېژني، اهل او نااهله به مالوم شي، پاچا دواړه خیاطان وروغوښتل او ورته ویې ویل: که په ریښتیا سره دا ډول جامې وګنډي، ډېر سره سپین به درکړم، کنه نو سزا مو مرګ ده. خیاطانو پاچا ته ډاډ ورکړ چې موږ به تر سهاره پورې کالي وګنډو، خیاطانو د دربار په یوه نږدې کوټه کې په کار پېل وکړ، د ګنډلو ستنې او نور اړونده توکي یې تیار کړل دیخوا، ایخوا، تش لاسونه او د ګنډلو ستنې یې ښورولې، داسې لکه چې کالي ګنډي. مازدیګر مهال پاچا خپل وزیر خیاطانو ته ورولېږلو تر څو مالومات واخلي چې کار یې تر کومه رسولی دی، کله چې وزیر د خیاطانو کوټې ته وردننه شو، ویې لیدل چې تشې ستنې ښوروي او هېڅ ډول د کالیو رخت نه لیدل کیږي، خیاطانو وزیر ته وویل: وزیر صاحب څنګه، د پاچا صاحب د کالیو رنګ دې خوښ شو؟، وزیر چې هېڅ ډول رخت یې نه لید، نو له ځان سره یې وویل: لکه چې زه هم احمق او نااهله یم. د دې لپاره چې د ده په دې لوی عیب باندې پاچا او نور خلک پوه نه شي ویې ویل: ډېر ښکلی رخت او ښه رنګ یې دی.
هغه وو چې وزیر پاچا ته وویل: پاچا سلامت! ډېر ښکلي کالي دي تر سبا پورې به وګنډل شي. سبا ورځ چې په هیواد کې د جشن ورځ وه، پاچا غوښتل چې په نویو کالیوکې په ښار کې وګرځي نو خیاطان سهار مهال پاچا ته ورغلل او لاسونه یې داسې نیولي وو، لکه کالي یې چې په لاسونو کې وي او خپل تش لاسونه یې پاچا ته وړاندې کړل ویې ویل: پاچا سلامت! دا کالې ډېر نازک او سپک دي چې په اغوستلو سره یې دروندوالې هم نه احساسیږي، تاسو د دغې لویې آئینې مخې ته ودرېږئ چې موږ کال درواغوندو، پاچا چې په سترګو کالي نه لیدل، نو له ځان سره یې وویل: دا چې نوي کالي نه وینم نو احمق او نااهله یم. خیاطانو خالي لاسونه په پاچا باندې ښکته پورته کړل، د کالیو د اغوستلو تمثیل یې تر سره کړ. د دې لپاره چې پاچا خپله پرده په خپله پټه کړي، خیاطانو ته یې وویل: ډېر ښه ښکلي کالي مو ګنډلي دي، آفرین، آفرین. پاچا خیاطانو ته مزدوري او ډالۍ ورکړې او رخصت یې کړل او پخپله د خپلې کابینې سره، چې ټولو ته ځانونه ناپوهه او نااهله ښکاره کیدل او یو بل ته یې حال نه شو ویلو، د ښار پر لور، چې هلته خلک ورته منتظر وو، روان شو. د ښار خلک هم د پاچا د کماله څخه له ډکو کالیو څخه خبر وو، نو دوی منتظر وو چې پاچا په نويو کالیو کې وګوري او ورسره خپل ځانونه هم وپېژني چې احمقان دي که پوهان.
کله چې پاچا د ښار خلکو ولید چې لنډلغړ دی، هر یو له خپلو ځانونو سره وویل، چې احمق دی، خو د پاچا او د ده د وزیرانو په شان یې هر یو له ځان سره پریکړه وکړه چې غلی پاتې شي تر څو څوک یې ونه پېژني، نو ټولو کسانو نارې کړې«پاچا سلامت کالي دې مبارک شه، کالي دې مبارک شه»
د خلکو په ډله کې یو شمېر ماشومانو هم وو، کله چې، یوه ماشوم، پاچا لوڅ لغړ ولید، نو غږ یې پورته کړ، «پاچا لوڅ دی ولې یې کالي نه شته، پاچا لنډلغړ دی» د ماشوم مور کوښښ وکړ چې غلی یې کړي، خو ماشوم همداسې د پاچا پر لور په حیرانۍ سره کتل او نارې یې وهلې، هغه وو چې نورو ماشومانو هم نارې کړې، چې پاچا لوڅ دی او خلک متوجه شول چې پاچا په ریښتیا سره لنډلغړ دی کالي یې نه دي اغوستي، دوی ناپوهه نه دي، په حقیقت کې پاچا ناپوهه دی.
--------------------------------
(*)دا کیسه هانس کرسټین اندرسن، لیکلي او موږ په لنډه توګه وړاندې کړه.