د افغانانو وینه بې ارزښته ده

د یوه روسي ژورنالست ملګري سره مې په یوه چای خونه کې خبرې اترې کولې او ځنې ومې پوښتل، چې تاسې روسان د افغانستان د پیښو، چاودنو او تاوتریخوالي په هکله هیڅ خبرونه نه خپروی، ما لا دا پوښتنه سر ته نه وه رسولې، چې هغه راباندې غږ وکړ، چې تاسې افغانان د خپلې وینې په ارزښت نه پوهیږی. ستاسې ولسمشر او ولسکشر د خپلو د څوکیو د ساتلو په لارو چارو دومره بوخت دي، چې د ملت غم، درد او ناخوالۍ ترې هیر دي. دوی په خپلو کړو ژمنو هم نه دی ولاړ. ایا ټولې هغه پیښې، چاودنې او مرګ ژوبله، چې ان د ارګ تر څنګه، د دوی د پوزې لاندې ترسره کیږي، دا په ثبوت نه روسوي. ایا، په داسې حال کې چې د افغانستان ډیر ولایتونه د طالبانو د څارنې لاندې دي، وکیلان په پیسو، ځمکو، کورونو، څوکیو، د یو بل په سپکاویو او ځانښودنو نه دي بوخت. همدا تاسې افغانان نه یاست، چې تل مو د بل چا ګټو ته ارزښت ورکړی او دا ۳۰۰ کاله پر تاسې ډول ډول امپراتورۍ د خپلې خوښې ملڼډې وهي. 
د افغانانو وژل کیدل نړېوالې میډیا ته دومره عادي خبره شوې ده، چې که په هېواد کې مو په سلګونه تنه هم ووژل شي، نو خبرپاڼې خبر هم نه پرې خپروي. زه په دې نه پوهیږم، چې تاسې افغانان به کله هوښیاریږی، د وینو تویول هم همدومره وي، نور مو د افغانستان ټوله ځمکه د بې ګناهو خلکو په سرو وینو ولمبوله...
ما د ده، دغه ټولې خبرې اوریدلې او د نه ځواب راسره نه و.