
د مولوي عبدالصبور د پام وړ:
د فقهاو په نزد قاضي د وخت ته جايز دي چې د باغي، غل و داړه مار جنازه سياستًا ونه کړي
د داړه مار بيا ښخول په رسمي تشريفاتو له عُرف واسلامي ارزښتونو سره سمون نه خوري. جهاد خو د پاکستان په شمول زموږ دې ځينو ځينو جهادي داړه مارانو ته ښه لنګه غوا شوه، کنه دوی خو به ځان هم نه وای ساتلی
د ماويستانو، ستميانو د غلو او د داړه مارو سقاويانو دوران دی، خونخوار مزاري هم د شهيد لقب خپل کړ
د مولوی صاحب عبدالصبور به يا پر ياد وي او يا نه چې د ناهيد شهيد په نوم يوې پاکدامنې پېغلې د شمال ټلوالې په تېره بيا د پنجشير د کاغذي او پروتوکولي زمري له لنډه غرو نه د کابل په مکروريويانو په سيمه کې د جهادي لنډه غرو په وخت کې چې خپلمنځي جګړو زور اخېستی وو د خپل عفت د ساتلو په موخه له شپږم پوړه ځان لاندې راوغورځولو چې ځان يې شهيد، خو د شمالي مافيا لنډه غرو او لوچکانو ته يې ځان په لاس کې ورنه کړ. مولوي صاحب حجاب وعفت څه ته وايی؟
مولوي صاحب خو د امان الله خان د تکفير لپاره درې حديثه ثبوت راوړي، خو ولې د شمال د مافيايي ټلوالې په تړاو د پېغمبر له بل حديثه ځان ناپوه او ناخبره بولي چې :
الله تعالی يو څوک په وسوسه نه نيسي، تر څو چې د هغه بد عمل هوډ ونه کړي، اګر چې په ترسره کولو يې وتوانيږي او يا نه؟
مولوي صاحب به د هغه آمر صاحب د ټوپکمار او د هغه د نورو د ټوپکمارو په تړاو څه حکم کوي چې يو څوک د جهاد وسله د خپلې جنسي غريزې لپاره وکاروي؟
مولوي صاحب خو هلته د ګناه د تشويق خبره کوي، خو دېته څه پرتوګ وراغوندي چې يو څوک د خپلې جنسي غريزې د هوس سړولو لپاره د اسلام وجهاد په نوم خپل جهادي ټوپکمار ګناه ته رابولي؟
ايا د هغوی ورسره خوښه وه، او که په ناپوهۍ کې يې راوړي وو؟
که يې ورسره خوښه وه، هم بده ده، ځکه چې څوک منکر (ناروا) ګوري، نو بايد په لاس يې منعه کړي، يا ورته په خوله ووايی چې دا کار مه کوه او کنه، نو لږ تر لږه خو په زړه کې ترې بد راوړي.
که يې خوښه نه وه، نو په زور يو څوک ګناه ته راوړل دا خو هم بده ده.
که هغوی د نوموړي پر بد نيت پوی نه ول او نوموړي په ناپوهۍوناخبرۍ کې راوستي وي، نو دا خو هم بده ده. دېته ورته نورې پوښتنې او مسئلې درواخله.
مولوي صاحب يوه د بېحجابۍ او بېحيايۍ پورې نښتی دی، خو دېته يې بيا خيال نشته چې په جهادي حکومت کې چې ماويست آمر صاحب ((د سولې اتل)) او ستمی ولسمشر ((د سولې شهيد)) چې هم يې رياست او هم يې د دفاع وزارتونه او نور په لاس کې ول څومره د بد عملۍ خونې ((فاحشه خانې)) په همدې کابل کې لرلې، نو د دې د پړې ګوته هم امان الله خان ته نيسي که څنګه؟
مولوي صاحب کله هم له ځان سره داسې کومه محاسبه کړې چې هلته په هغه وخت کې څومره شوي او د شمال ټلوالې په وخت کې څومره شوي دي؟
مولوي صاحب ته لکه چې زورواکي، دولتي او شخصي مالونه او ملکيتونه عصيان ((ګناه)) نه ښکاري؟ يا داسې انګيري چې د شمال مافيايي ټلواله بالکل له ګناه نه پاکه ده؟ ګناه يې هم عبادت دی؟
مولوي صاحب ته خو لکه چې هډو پته نشته چې د انسان په خېټه کې حرام پراته وي الله تعالی يې عبادت نه قبلوي، نو مولوي صاحب څه ګومان کوي چې د شمال ټلوالې او لنډه غرو مال و دولت حلال دی؟
مولوي صاحب ته څنګه پته ده چې د شمال ټلوالې چې اوس د حراست په شوری کې سره راټول شوي د دوی شتمنۍ چې او کورونه چې اوس يې په واک کې دي له حلالو ترلاسه کړي او که غلا، چور وتالان يې کړی دی؟
مولوي صاحب دې د امان الله ګذر هغه کور ته هم سر ورښکاره کړي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او فرهنګی مشاور يې په کور کې لېدل کيږي. د ګذر پلار ونېکه که ټولې خېلخانې سره پړمخه الله تعالی پراته وای د دومره لوکس څښتنان شوی به نه وای، خو د جهاد له برکته نن پړسېدلي او د يو عادي مافيايي په منفکي خو لا څه ان چې په تبديلۍ کورته ورځغلي او ننواتې ورته کوي. دا خو نه شي کولی چې محکمې ته يې راکش کړي او ترې وپوښتي چې دا پانګه دې له کومه کړه؟
همداسې محمدي او دا نور غله، خاينين، داړه مار او لوټماران درواخله. مولوي صاحب کله هم له ځانه پوښتلي او يا يي چېرې په سايټونو کې لوستي چې د شمال ستر غل دا دومره د ميلياردو نقده پانګه او ملکيتونه له کومه کړل؟
مولوي صاحب خو به اوس په دې وروستيو تازه ورځو کې لوستي وي چې اجرائيه رئيس د تصديو هوټل برمته کړی. دولتي زغروال ګاډي خو څه کوې؟
مولوي صاحب تنها اورېدلي چې بېحيايي د امان الله خان په وخت کې شروع شوې. مولوي صاحب ته لکه چې د لاهور د کچنيخانو هډو پته نشته. د هيرا منډي نوم يې هېڅ غوږو ته نه دی رسېدلی او د جماعت اسلامي له لورې همداسې د ټانګې د اس په شان روزل شوی چې هماغه خپله لار ويني او نور څه نه ويني. يو وخت څارګرې د جماعت اسلامي د هغه وخت مشر قاضي حسين احمد ته هم داسې شنې سترګۍ وراچولې وې چې له اسلام اباده يې د اسلام بيرغ په کريملين باندې ودرولو، خو چې روسانو اسلام اباد ته سترګې وربرګې کړې، نو بيا يې يو دم ۳۶۰ درجې په شا راغی او ويل يې چې موږ به د اسلام بيرغ پر آمو ودروو او چې له هغې هم سست شو، نو بيا يې ويل چې موږ به د اسلام بيرغ د کابل پر ارګ باندې ودروو. دا د هغه وخت د بوټو، ضياء، اختر عبدالرحمان، ميرزا اسلم بيګ، بېنظيرې، بوټو او حميدګل غوښتنې وې چې زموږ پر بې لکۍ مجاهدينو يې د اسلام منتر ښه پوخ کړی وو چې له يو کمونيست نه تښتېدلي وو او بل کمونيست ته مو پناه وروړې وه.
اوس چې پوه شو، کار له موږ خراب شوی او څه ګټه نه شو کولی. ځکه خو لا تر ننه يې زموږ لروبر اسلامپال دا نه شي درک کولی چې اصل حقيقت څه دی؟ خپل کمونيست ورته کافر ښکاري، خو د نورو کمونيست بيا ورته مسلمان ښکاري. نو مولوي صاحب هم يو له هغه خلکو نه دی چې لا تر ننه يې دا درک نه کړی شوه او لا تر ننه د جماعت اصلاح انلاين له ليارې لا هماغه د څارګرې ادارې اوامرو ته يې سترګې نيولي دي. مولوي صاحب لا له دې نه هم ناخبره دی چې سيد ابوالاعلی مودودي د اسلام پر درېيم راشده خليفه حضرت عثمان رضی الله تعالی عنه باندې په خپلو ليکنو کې نيوکې کوي او بد نسبت کوی او حضرت علي کرم الله وجهه ته پرې ترجيح ورکوي. حال دا چې موږ د دوی ترمينځ توپير نه کوو. ټولو ته يو شان درناوی لرو. دا چې ځينې پر ځينو باندې په ځينو خصوصياتو باندې برتري لري هغه په احاديثو کې روښانه دي، خو ولې موږ ورته په يو شان درناوي قايل يو، خو مودودي بيا داسې نه وو او حضرت علي يې پرې برتر بللو. دا ځکه چې دی ځان سيّد بولي او ځان په نسب کې هغه مبارک ته منسوبوي. د خلافت حق د حضرت علي رضی الله تعالی عنه ګڼي. له اهل تشيعو سره لږ اړخ لګوي.
مولوي صاحب ته به دا هم پته نه وي چې د همدې شمال ټلوالې لوچکانو له يو تن نه خپله مېرمن د نکاحنامې په نوم په زوره ستنه کړې وه او له ځان سره يې پوستې او بيا يې خپل کور ته وړې وه چې بيا له شپږ مياشتو خواريو او واسطو وروسته ستمي - اخواني د قاضي حسين احمد په حواله ((چترالي ملا)) ايله همدومره په عرېضه ليکلي وو چې ((زنش بدهيد!)). اسلامي ارزښتونه خو د دې اجازه نه ورکوي، بلکې محاکمه کول يې غواړي، خو د ستمي اخواني او د شمال ټلوالې د لوچکانو او لنډه غرو په قانون او مذهب کې که ورته کومه لاره وي، نو هغه به د جمعيت اصلاح انلاين د مولوي صاحب ته پته وي، ځکه خو امان الله خان ورته له يوې څلمې کافر او نور ورته پرېښتې برېښي.
پنجابی د خپل پنجابي مېرمنې ته سپکاوی نه کوي او نه يو پنجابی د بل پنجابي مېرمن تښتوي او نه يې ترې د نکاحنامې په نوم په زبردستۍ ستنوي، خو د جمعيت اصلاح انلاين د مولوي صاحب د شمال ټلوالې لنډغرو بيا په کابل د جهاد پر ټوپک د يو بل مسلمان افغان پر نکاح ښکلې تېری کوي او چترالی ملا د پکولي پروتوکولي له وېرې ورته سوڼ نه شي کولی، نو د داسې جمعيتي اصلاحي انلاينانو خوله بيا داسې بېبکايو ته ما ته ده، خو بيا پر يو پښتون مسلمان پاچا ته د کافر نسبت کوي او خپل داړه مار بيا پرېښته او خادم دين رسول الله ګڼي. حال دا چې قرآن حکم خو د غل په تړاو ښکاره دی او د شوکمار يا داړه مار حکم هم روښانه دی چې فقهاو ورته اشاره کړې چې قاضي د وخت ته جايز ده چې سياستًا پرې جنازه ونه کړي او بې جنازې يې ښخ کړي چې يو حکمت پکې د ټولنې د تأمين پروت دی، خو نن موږ داړه ماران لا مرکزي حکومته له مرکزه او له شمال او د پرېښتو له کوره ((پنجشير)) ورته ګواښنې کوو.
مولوي صاحب ته لکه چې د دې پته هم نشته چې له دومره چور وچپاول وتالان سره سره چې د زمردو او لاجوردو کانونه يې له يوې چور وتالان کړل، خو لا تر ننه پورې دوی د مړو په نوم بوديجې اخلي او ختمونه بيا پر خلکو کوي. ولې له هغو پيسو نه چې غلا کړي يي دي ورپسې ختمونه نه کوي. ان تر دې چې د هرات امير صاحب د خپل مړ زوی په نوم په جريبونو دولتي زمکه د هغه په نوم غصب کړې او اخېستې ده، نو دومره وږي تږي خلک خو ما نه دي ليدلي لکه دوی چې دي.
مولوي صاحب ولې دېته نه ګوري چې هلته خو همدغه جماعت اسلامي والا د کمونيستانو له کونې تاو دي او دلته بيا موږه کافر بولي. د ((کور، ډوډۍ، کالي)) او د ((روټي، کپړا،مکان)) شعار ترمينځ څه توپير دی؟ شعار خو له يوې ايډيولوژۍ دی، نو څنګه هغه مسلمان او دلته کافر دي؟
د ټولو بېشرمه خو اوس د ترکيه اميرالمؤمنين راوخته چې د غرب په لمسون يې د روسيې الوتکه وويشته. ويل يی چې بښنه به ونه غواړي، خو نه يوازې چې بښنه يې وغوښته، بلکې پينځه ميليونه ډالره تاوان يې هم د پېلوټ کورنۍ ته ومنه او بيرته روسيې ته وروګرځېده او اوس لا د فوټبالو لوبه هم له ښاغلي پوتين سره په ايټاليا کې ګوري او هغه يې خپل پخوانی ملګری ياد کړ.
دا ښه شوه چې د ترکيه اميرالمؤمنين د ښاغلي پوتين پخوانی ملګری وخته. حيران دې د جماعت اسلامي والا او په مجموع کې اخوانيانو ته شي چې په خوله کې يې هم د کمونيست نارې او هم يې د مجاهد نارې دي، نو د ((منافق)) تعريف سړی څنګه وکړي؟ مولوي صاحب ته لکه چې د البقرې دويمه رکوع هم پر ياد نه ده چې هلته د منافق تعريف څنګه شوی او څنګه هلته په ايات کې منافقين پخپله ځانونه تعريفوي؟
مولوي صاحب لکه چې پر سترګو ړوند دی څه نه ويني. پاکستان د امپړ ملا عمر پر بېسوادو طالبانو خلک په خپل وطن او کور وکلي کې بېعزته کړل، او له دې مخکې يې پر شعوري حزبيانو او جهاديانو باندې د کمونيست او په يو و بل نوم وټکول، خو خپلو کمونيستانو ته بيا هېڅ نه وايی. دا خو لا څه ان چې د سيد قطب يې هم ږيره نه وه، خو دوی ناپوه او جهلاو بيا ټول اسلام يوازې تر ږيرې پورې منحصر کړی وو. اميرالمؤمنين اردوغان خو هم ږيره نه لري. دل پکې مرسي بېجاره شو چې له غربي زده کړو باوجود بيا هم چا ونه زغمه او پوځي جنرال ورته هم له خپل عربو او اسرائيلو وهڅول شو او حکومت يې ورته ورړنګ او زندان ته يې واستوه. د پاکستان جماعت اسلامي وعلمای اسلام او زموږ حزبيان وجهاديان خو يهودو ته بد وايی، خو بيا يې عرب دوستان او د ترکيې اميرالمؤمنين د ځان دوستان بولي. اسرائيل لومړی دولت وو چې له اردوغان سره يې خواخوږي او ملاتړ اعلان کړ او تېره جمعه ترکيې ټولې اړيکې بيرته له سره ورغولې. دې اسلامپال اخواني ته ګوره چې د خپل واک د ساتنې په موخه له روسانو او هم يې له اسرائيلو سره اړيکې ښې کړې، خو زموږ دله ګان بيا په دې نه پوهيږي چې څنګه له حکومت سره روغه وکړي؟
دا خو لا څه کوې چې مولوي صاحب ته لا د دې پته هم نشته چې د شمال ټلوالې ملاتړي ايران چې کله د سنکشن په وخت کې د خپلو تېلو د خرڅلاو لپاره له هند سره تړون لاسليک کولو، نو مشرک هندو ته د سلمان رشدي له فتوی نه ورتېر شو او د امريکا لپاره د اتوم په تړون کې له خپلو شعارونو نه هم ورتېر شو او له موبايلو نه يې د ((برګ بر امريکا)) شعار لېرې کړ او هم يې له دېوالونو نه پاک کړ. هغه مذهبي احساساتي شعارونه ټول له يوې مخې اوبو يوړل، نو دې زموږ لېونيانو ته دا د ((مرګ پر امريکا)) شعارونه چا په خوله کې ورکړي دي؟
سلفي استاد چې تېره اوونۍ د ناټو قوماندان مېلمه کړی وو، نو په ټوله مېلمستيا کې يې ورته د جهاد کليمه له خولې نه وه راوتلې او ملت په تېره بيا حکومت ته څنګه د حراست شوری له ليارې د جهاد او مجاهدينو له نامه ګټه پورته کوي؟
مولوي صاحب به پر ياد نه وي چې استاد سياف يو وخت په پبو کې به ويل چې ظاهر شاه کافر دی. ان تر دې چې په يوه غونډه کې يې ويلي وو چې ((که ما دا لاس ظاهر شاه ته ورکړ، نو يا به زما اعصاب خراب شوي وي او يا به مرتد شوی يم)). بابا چې کله راغی تر ټولو مخکې ورته همدی په پښو کې پرېوت، نو اوس يې اعصاب خرابی او که مرتد وبولو؟ حال دا چې ځان تر ټولو هوښيار بولي او امريکايي شنو ډالرو ته له هر چا مخکې هم دې نڅيږي.
دا چې مولوي صاحب د جهاد او مجاهدينو خبره کوي، نومولوي صاحب جهاد او مجاهدين څنګه تعريفوي؟
پايله :
په پای کې زما مشوره مولوي صاحب ته دا ده چې يو ځل تاسو پر اسلامي علومو ځان سنبال کړئ. ځان د جماعت اسلامي او جمعيت اصلاح انلاين له کوډو راوباسه او بيا پر دې د حکم او نظر ترمينځ توپير کوه. ستاسو نظريه نه، بلکې مطلق حکم کوئ او خبره درنه همدلته خرابه شوې چې تاسو لا د حکم او د نظر ترمينځ توپير هومره هم نه شئ کولی، نو بيا پر يو مسلمان پاچا باندې د نورو په اشاره د تکفير حکم کې احتياط کوه چې ((دعاة ولاقضاة)) بلونکي شئ نه قاضيان چې دا ستاسو دنده نه ده. تاسو اوس يو مبلغ يا واعظ ياست او محدثين دا وايی چې حديث بايد له واعظ ومبلغ نه وانه خېستل شي، دا ځکه چې دوی د حديث په سلسله نه پوهيږي او تنها احساسات راپاروي.
فتوی يا حکم د واعظ حق نه دی او نه يې مستحق دی، نو بناءً مبلغين واعظين بايد په خپلو وعظونو او تبليغ کې له احتياطه کار واخلي او نه يې فتوی يا حکم او نظر سياسي رنګ ولري. تاسو شخصًا، بلکې ټول جمعيت اصلاح انلاين په مجموع کې د افغانستان د علماو استازيتوب نه شئ کولئ او نه يې د داسې د پرديو په نغوتو او اشارو د افغانستان د علماو د استازيتوب مستحق ياست. ستاسو نننی نظر، فتوی يا حکم کټ مټ د څو لسيزو برتانوي لارنس چې څوک د عربو شهزاده بولي چې د وخت داړه مار بچه سقاو ته يې د خيبر درې په يوه سيمه په غالب ګومان کوم د عالي مسجد په سيمه کې ورته ويلي وو چې :
بچه سقاو هلته په يو هوټل کې کار کولو چې دې ساده ګل باندې سترګې لګېدلې وو او د امسا په څوکه کې يې ورته يو ګروپ اېښې وو چې هغه به پړکېده او ويل به يې چې ما ته خدای امر کړی دی چې د افغانستان باچا کافر شوی دی او ته لاړ شه جهاد ورسره وکړه. دی خو هلته په عربو کې وو چې بيا وروسته دلته لرې پښتونخوا ته يې ځان رارسولی وو او بچه سقاو يې د امان الله پر ضد لمسولی وو او مغز يې ورته ورپرېمينځلی وو. امان الله خان لومړی کس وو چې د هغه وخت د مونتاژ لومړی ښکار شو چې په برتانيا کې نوی راوتلی وو او لومړی ځل پر ده تطبيق شو چې د برتانيا د اکسفورد ښار په ګلوسيسټر کوڅه کې چې هغه او مېرمن يې ملکې ثرايا له کالېجه راوتلي وو او ګرځېدل، چکر ته راوتلي وو چې ناګاهانه چېرې ملکې د ګرځېدو يا قدم وهلو په وخت کې چې انګرېزان يې هم سيل ته ولاړ وو چې د افغانستان پاچا راغلی څه شي ته پام شوی او شا ته يې مخ رااړولی وو چې په همدغې وخت عکاس يا کمرې والا د ملکې عکس اخېستی او د اکسفورد د تياتر د يوې مشهورې هنرمندې چې په ښکلا کې تر ملکې کمه نه وه مونتاژ کړی وو او په هماغه دم، هماغه ساعت يې نړۍ ته خپور کړی وو چې د حبيب الله رفيع صاحب په حواله چې انګرېزانو يې بيا عکسونه له ځان سره راوړي وو او دلته به يې خلکو ته ښوول چې داسې او هغسې ده. سر د ملکې خو تنه د يوې هنرمندې ده.
د نن عصر امپړ اميرالمؤمنين چې چا ته يې نه ښکاره کولو او يا د مولوي صاحب غوندې تېروتليو چې له مونتاژ او د نن وخت له تېکنالوژۍ سره هډو اشنا نه دي، نو ځکه خو به ژر د استخباراتي پروپاګند لپاره ژر تر تاثير لري. کنه د قاضي صاحب حسين احمد، ممنون حسين او د سراج الحق ږيرې ته ګوره او د سيد قطب ته. همداسې يې نواز شريف، زرداري، بوټو، ضياء، اختر، اسلم بيګ، غلام اسحاق، معين قريشي، بابر، حميدګل، کياني، مشرف، راحل شريف او داسې نور درواخله.
له بده مرغه چې پاچا امان الله خان ځوان او ښه نيته وو، مګر برتانيا په دوستۍ او مېلمستيا په وخت کې چې هم يې خپلې خاورې ته راوغوښت او هم يې همدلته د مېلمستيا په وخت کې بدنام کړ او د تل لپاره يې د سلطنت ټغر ورټول کړ. دا ځکه چې د هغه وخت د هند خوځښتونه هغوی ته د زغم وړ نه ول او دوی داسې انګېرله چې هغوی د نوموړي له کړو وړو نه پيغام اخلي، نو په داسې يوه ستره مذهبي پلمه يې تورن او بدنام کړ چې د تل لپاره د مولوي صاحب غوندې ملايانو په ذهن کې ورته انعکاس ورکړ چې نن يې هغه دی په سترګو ګورو، خو بيا هم څه نه شو کولی. که مو څه کولی شوای، نو څنګه يوه داړه مار په شاندارو مراسمو بيا له سره تدفين شي؟ يا للعجب!
کمبخته ملا يعنې واعظ سړی يې. خپله ملايي دې کوه، ستا يې له سياست سره څه؟ هسې بېځايه د املوکو په تول کې سقاويانو راوستلې او د خپلو ناولو سياسي موخو لپاره يې وکارولې. تاسو لا تراوسه پورې د حجاب وجلباب ترمينځ توپير نه شئ کولئ. نقاب کلتور دی. له اسلامه مخکې هم په عربو کې وو او عرب ورسره اشنا ول، خو حجاب وجلباب بيا وروسته د قرآن په نزول کې رامينځته شول چې علماء ومحدثين دا وايی چې ((حجاب)) تنها وتنها د پېغمبر صلی الله عليه وسلم کورنۍ او د هغه وخت بيبيانو ته مختص دی او پاتې نورو عامو مسلمانانو ته ((جلباب)) دی. هغه هم چې له کوره بيرون وځي. البته دا ښه ده چې مسلمان باحيا او باعزته اوسي.
په درنښت
سيد حسين پاچا