خـبر څه ته وایي؟

 
لیکنه: عزت الله "عمران"
خبر په لغت کې دحدیث نه اخیستل شوی چې دنوی اوجدید معني لري.خبرته په انکليسي ژبه کې news ویل کیژی چې د naw له کلیمې نه اخیستل شوی او naws د naw جمع ده چې د نوي معنا لري.په اصطلاح کې له ټولو هغو پېښونه ریپورت ورکول دي چې واقع (پیښ) شوي وي، واقع به شي، واقع کیژي اویا د دې برعکس واقع شوي نه وي، واقع به نه شي، نه به واقع کیژي.
خو په دي شرط:
دخلکود ژوند سره تړاو ولري.
خلک دهغه نهمتاثیره شي.
خلک یې محتوا(سکالو)ته قایل واوسي.
د خبر ساختماني جوړښت:
خبر په ټولیزه توگه د دریو یا څلورو برخو نه جوړشوی دی:
سرخط (Head line)
دخبر پيل یا لنډیز(lead)
سپړیزه برخه یا بشپړونکې جملي (bady)
شالید یاپسمنظر(Backgrwand)

سرخط یا سرټکي(Head line):

سرخط، دڅو کلمو مجموعې ته وایي، چې یو مفهوم په عمومي ډول افاده کړي.دسرخط خپرول اختیاري دي،سرخطونه په رادیو او تلویزون کې مخکې دسپړیزې برخې نه خپریژي.
دسر خط بیلګه:
د هلمند ولایت د پوهنتون ودانۍ پرانیستل شوه.
دخبر پيل یا لنډیز(lead):
دغه برخه باید لوستونکوته ډیراړین مالومات ورکړي ترڅو لوستونکي دپاتې خبر لوستلو ته وهڅوي او دغوغونډلوته ځواب ووايي ( څوک؟،څه شي؟،څه وخت؟ )همدارنګه دغه برخه کیداي شي په یوه یا دوه غونډلو کې راونغښتل شی .
دلید لغوي معني:
لید یوه انګلیسي کلیمه ده چې دلیدر څخه اخستل شوې ده او دلارښود په معنا لري.د ژورنالیزم په اصطلاح کې دخبر لمړۍ جملې ته لید وايي چې شپږو يا څو خبري توکو ته ځواب ووايي.
سپړیزه برخه يا بد نه (bady):
دخبر هغې برخې ته ویل کیژي چې هغه سوالونو ته په ترتیب ځواب ورکوي، چې په لید کې خلق (راولاړ) شوي وي یا د لید نه ورسته دوهمي برخې ته د خبرته سپړیزه برخه ویل کیژي.سپړیزه برخه (متن) دخبر هغه برخه ده چې د چیري، څنګهاودخبر ځای پوښتني راځوابوي اودپېښې پرنورو جزیاتو راڅرخيلکه:دپېښې ښکیل کسا ن ...
دغه برخه باید په دوه یا دریو غونډلوکې را څرګنده شی.
شالید (پس منظرbackground):
شالید د خبر هغه برخې ته وايي چې په هغه کې نوي پېښې ته ورته پېښې راوړل کیژي چې هغه مخکې واقع شوې وي، یابه پېښ شي يابه هیڅ نه وي پېښ شوي.همدارنګه دخبر دغه برخه د(ولي؟) سوال برسیره پر شالید رڼا اچوي.
خبري توکي ( (news elements:
داطلاعاتو دراټولولو یو مهمه اودودیزه لاره دخبر بشپړونکې توکي دي چې دهغوپه ځوابولو سره خبر بشپړیژي، او د مخاطبانو پوښتنو او انګيرنو ته ځواب وايي .دیادولو وړده چې د خبرونو دراټولولو کار دکبانو ښکار ته ورته دي کله کوچنی کب نښلی اوکله لوی،کله لږ،کله ډیر ولې د جال خورول شرط دي.
دخبر توکي دخبر اساس جوړوي چې په همدې توکو خبر تکمیل کیږي دغه توکي (عنا صر) په لاندي ډول دي :
څوک یا چا Who: څوک د پېښې په پېښېدوکې دخیل دي اوڅوک متضرر دي.
څهWhat : څه پېښ شوي دي.
څنګه How : دپېښې دپېښېدو څرنګوالی یا عمل څرګندوي.
څه وخت یا کله When : دپېښې دپېښیدو وخت بیانوي.
څه له یا وليWay : دپېښې دواقع کیدو انګيزه بیا نوي.
چیرته Where :دیوې پېښې ځای بیانوي.
څومره والي (Hominy ) ،مقدار ( Haw mach) یا (quantityand nambar).

خبري ارزښتونه (news values):
دخبرونو مهم اوبنسټیز توکي خبري ارزښتونه دي خبري ارزښتونه دخبرونودغورچاڼ اوټاکنۍ معیارونه دي دغه معیارونه له نویو خبریالانو سره دخبرونو په چان اوغوراوي کې پوره پوره مرسته کوي له خبري ارزښتونو څخه دخبر په اډون اوجوړاوي کې کټه اخستل کیږي. چې عبارت دي له:

· تړاو
· شهرت
· نږدیتوب یا ګاونډ
· لويي یا کچه اوشمیره
· هيښیند یتوب اولږ پېښې یا استثنايي
· شخړي اوګیلي ماني
· وخت یا دپېښې تازه توب

خبري سبکونه (News Styles):
ددې لپاره چې پوه شوچې خبر څرنکه ولیکل شي؟ اوخپل مفهوم څرنګه اوریدونکو اولیدونکوته ورسوي؟ اودخلکو لپاره د پوهاوي وړ وي دخبر سبکونو ته مخه کوو چې ایا خبر په کوم سبک باید ولیکل شي؟
په لنډ ډول ، داستان ډول، اوکه ...

1. پښلیکی سبک (Chronologicals):
2. سرچپه هرم سبک (Invartedpyramld):
3. ترکیبي سبک (Combination S):
4. شا ګرځ سبک ( Plashback S):
5. سپړیز سبک ( Explanatian S ):
6. هیښناکه یا پایان شګفت انګیز سبک (Narative style):
7. کیسه ییز سبک (Narative style ):

پېښلیکي (تاریخي) :
تاریخي سبک هغه سبک ته ویل کیږي چي دپېښې د بهیر وخت اودپېښدوسره په پرله غښتي ډول لیکل کیږي .
پديمعني چې پېښه پدې سبک کې په نیټه يې بڼه راوړل کیږي اود پېښې له لومړي شیبي څخه تروروستی بهیره پرله پسې ډول اډول کیږِی.
سرچپه هرم سبک :
په دغه سبک کې دخبر غوره اومهمې برخې دخبر په پیل کې راوړل کیږی او د پېښې دخبر نوري برخي ځایول کیږي په سرچپه هرم سبک کې دخبرمهمې برخې په پیل کې وي ،څومره چې خبر اوږدیږي ارزښت يې کمیږي.
ترکیبي سبک :
دخبر دبرابرولویو بل سبک لیدوال پېښلیکی ترکیبی سبک دی چې له دوبرخونه لید او پیښلیکي سبک نه جوړیږي.
شاګرځ ( بازکشت به عقب ) سبک:
زیاتره په هغه خبرونوکې په کارول کیږي چې دارزښت اغیز يې داوږدوالي او تول له مخې په یوه وړوکې اډانه کې راوړل کیږي .
په دغه سبک کې خبري توکي له پایه راپیلیږي اوبیايې پرتیر یا مځیني یا سابقې رڼا اچول کیږي.
سپړیز (تشریحي )سبک:
زیاتره دهغو خبرونو لپاره کارول کیږي چې داختلاف اوبحث ځانګړني لري په دغه سبک کې دپېښې دبیان ترڅنګ دمطلب په هره برخه رڼا اچول کیږي اود هري برخې لپاره بیا منطقي څرګندونې راوړل کیږي خبریال کولای شي دپېښې دڅرنګوالي اوروښانتیا لپاره نظرونه راټول اوپه یوه منطقي اډانه کې يې سره جوړ کړی.
په سپړیز سبک کې خبریال خپل ځايي معلومات دخبر مخینه اونور اړین توکي هم راوړلي شي.
هیښناکه یا پایان شګفت انګیز سبک:
په هیښ پایه سبک کېد خبر بیلا بیلي برخې په داسي بڼه راسره اډول کیږی چې خبر په یوه هیښنده ، جالبه اوزړه راښکون برخه پای ته ورسیږي ددغسې خبرونو قلفونه زیاتره دخبرپه پای کې په کیلې سره خلاصیږي.
کیسه ییز سبک:
دخبر کیسه ییز سبک د کیسې په څیر اډول کیږي ژورنالیست پدغه سبک کې دکیسې له ټولو تکتیکونو(کرکتر پنځولو) صحنه پسولنې موقعیتونو او اوج ټکي کاراخلي خوپه دي توپیر،چې کیسه ییز سبک هرڅه په ریښتیا اودکیسې اوداستان توکه پر(تخیل ) اوافسانه ولاړوي.
د خبر ډولونه (kinds of News):

خبر دژورنالیزم عالمانو دبیلابیلو برداشتونو اوسرچینو له مخې په بیلابیلو ډولونو ویشلی دی،خبر د ډول اوبڼي په بدلون کي دري څيزونه بنسټیز رول لوبوی چې دپېښې علان، تول اومهال پېښې يې نوموي خبر په عمومی ډول د دسکالو،غږ پېښې، تول یا حجم،وخت،ځای یا جغرافیايي،خبر رسولو وسایلو،ټولنیزو رسنیو له مخې په بیلابیلو ډولونو ویشی شوي وي چې دلته ترینه د لیکنې داوږدوالي په خاطر ډډه کوو.
بله موضوع چې باید پرې وګړیږو هغه د خبر ځای یا سرچینه ده . د خبر سر چینه څه ته وایي ؟
دخبري سرچيني (خبرځاي) :
دخبر لیکني په ادبیاتو کې دسرچینې بحث ته ډیر ارزښت ورکول کیږی سرچینه دخبر ریښه او ار بلل کیږيحقیقي اوحقوقي اشخاص دخبر سرچیني دي دخبر سرچینه کیدای شي حقیقي (افراد) وي لکه : ولسمشر، وزیر،رئیس،استازی او یاهم حقوقي افراد وي لکه : ولسمشري ،پوهنتون او نوري ټولي موسيسي .
د خبر په اړه دغه لنډ او لومړني معلومات چې په ډيره ساده ژبه لیکل شوي دي هیله ده چې تاسو ګلونو لوستونکو لپاره ګټور واوسي.
اخځلیکونه :
1. سهار، نذیراحمد (۱۳۸۶) خبر څنګه ولیکو: دانش خپرندویه ټولنه ـ کندهار.
2. شاهد، ایس ایم (۱۳۸۴) د ژورنالیزم مطالعه، ژباړن امیرجان، پيښور: دانش خپرندویه ټولنه.
3. کریم، نورمحمد (۲۰۰۹) ژورنالیستي ځیلونه،ماربوک، المان :ګودر خپرندویه ټولنه.