
رحمتيار
په دې ورستيو وختوكي په هيواد كي دنسبي پرمختګ په څنګ كې رسينو زور او ځوږ واخيست .ډيرې راډيوګانې جوړې شوې.ورځ پاڼې ترسونو واوښتې ،تلويزيوني چينلونه هم ترلسو واوښتل .
رسنيووكولای سول چې دټولنې دعيني واقيعت په وړاندې كولوكې ښه اوغوره رول ترسره كړي .
داچې دنوي حكومت له راتلوسره مطبوعاتوته ازادي وركړله سوه نوهرچاچې مادي امكانات درلودل اويايې له بهره سره لاسونه پټ كړي راميدان ته سول .يوشميريې ريښتني پرهيوادمين افغانان دي چې دټوليزوستونزوپه وړاندې كولوسره دچارواكوپا ملرنه خپلوكارونه ته واړه وي.
يوشمرد خپلو با دارانو د خوشاله كولو او ډالرو د هضمولو لپاره لاس په كار سول .
يوشمير دپاكو احساساتو لرونكي دي خوپه دې نه پوهيږي چې څرنګه رسنۍ دټولنې په خدمت كې ودروي .
موږله ډ يروخبروتيريږو يوازې دشمشاد تلويزون موپه سترګه كې نيولی دى.
شمشاد تلويزون يوازينی پښتو چېنل دی چې ټول پروګرامونه يې په پښتو خپريږي اوپه اوسنيو شرايطوكې خپل ملي -پښتني اوافغاني مسوليت سرته رسوي اود پرد يوو د فرهنګي يرغل په وړاندې مبارزه كوي .چې دې كارته يې د قد رپه سترګه ګورو.
په لراو بر او په ټوله نړۍ كې پښتا نه داچېنل ګوري اوخوندونه ترينه اخلي .
موږچې دپښتني ټولني په وړاندي ځا نونه مسول بولواوترخپل توان ورته دخدمت هلي ځلې هم كوو- دشمشادليدل اړين بولو.
له ډيره وخته راهيسې شمشاد تلويزون ګورم . اريا نا –لمراود بولان تلويزونه هم ګورو.خوپه شمشادكې ځنې نيمګړتياوې له ورايه په سترګوكيږي .
چې د ځيركوپښتنودځورونې وړګرځي .ځكه چې نه شي كولاي له نوروتلويزونونوسره مقابله اوسيالي وكړي .
دشمشاد خپرونې ډيرې سړې او كهاله دي .ويونكي يې خوبه وړي اوپه تشريفاتي ډول ناست دي .
- دشمشادپه خپرونوكي خوځښت- تحرك -مناسب احساسات اويوه داسې روحيه نه ترسترګوكيږي چې دليدونكي پټ احساسات راوپاره وي .
- خپرونې تكراري اوداسې ځه پكې نه ليدل كيږي چې ترفكركولولاندې راشي .اوسړى فكر كولوته اړكړي .
- تربيتي خپرونې خونشته كه وي دونه په ساړه ډول وړاندې كيږي چې ليدونكي ډيرزرترينه ستړي شي .
-ويونكي داسې ناست دي لكه عكس چې اخلي پرخپل ځاى نښتي – چې هيځ ډول طبعي حركتونه يې نه ترسترګوكيږي .
- خپروني هغه مهال په زړه پوري وي چې ويونكي يې يو مخ په طبعي حالت كې ځا ن وبولي اوداسې احساس ونه كړي چې زه كمرې ته ناست يم .دادبريالي وياند ښيګڼې دي.چې پرليدونكي ژوراغيزشيندي .
- نن سبا دپښتو ژبې د خدمت اوپښتوادب دپياوړتيا خبره راپورته سويده چې بې له دې لارې ټولنيزنيكمرغه بدلون منځ ته نه شي راتلاي .خوتراوسه شمشاد داسې يوه خپرونه وړاندې نه كړه اوكه وي په نيست كې شمارده چې هغه دې ادبي تندې دمينه والوماته كړي .
-دخپرونوپه ليدوسره داسې فكر كيږي چې په شمشادكي دلياقت او پوهي پرځاى وشخصي اړيكواواعتبارونوته لمړيتوب وركړل سويدي .چې دشمشاد تلويزون خاوند يوازي دخپلودوستانودګمارلوپه فكر كي دي نه د پښتني ټولني دخدمت .ځكه موږ ډيرپياوړي اوتكړه پوهان ليكولان -شنونكي .او وينا وال لرو خوهغوته په دي تلويزو ن كي ځاى نه دي وركړل سوي.
- د شمشاد ډيري خپروني دپيښورپه سټوډيوګانوكي جوړي سويې دي .اوبله موهيمه خبره داده چې يوازي ديوې سيمي ويونكي اوپرګرام جوړنكي راټول سويدي.چې دا كاريې دشمشادپرپښتني اهميت ناوړه اغيزه شيندلاي شي .
- تاوده بحثونه دونه ساړه او پرمخ بيونكي دونه نيولي ناست دي چې ليدونكي داسې فكروكوي لكه چې په زوردي راوستلى وي.
- له داسې كارپوهانوسره مركي نه كيږي چې كولاي سي سياسي وضعه په ښه ډول وڅيړي.
هيله كيږي چې پورتني نيمګړتياووته له نوروزاويوونه كتل سي يوازي ددي لپاره مي داخبري وكولې چې موږټول حق لروچې دپښتني ټولني په خدمت كي لاسونه سره وركړو،اودادځان دنده وبولوچې دپردودفرهنګي يرغل په وړاندي لاسونه يوكړواوفكرونه اونظرونه سره يو كړو.ترځوپه ګډه دي ځوريدلي ټولني ته خدمت وكړو .
غواړم دشمشاد تلويزون چلونكواومسولينوته ځو وړانديزونه وكړم هيله ده چې غورورباند ي وكړي .
- خپرونوته مو ژوند وركړئ –خپروني موله كهالت اوخوبه وړي حالت راوباسي يوه ژوندۍ روحيه اوپارونكي احساس وركړي .
- دخپرونوكيفيت ډيرټيټ اوپه هيڅ كي حساب دى .نوروتلويزونونوته وګوري له هغو تجربه واخلئ .
- موږترهرڅه كورني او ټوليزي رغاوي ته اړتيالروتربيتي پروګرامونه موډيركړئ .
- دولسمشردلوړي په ورځ قاضي صاحب وياندو. له نوروسره يې مركه كوله ځوشيبې وروسته بل وياند راغلي له ده سره يې مركه شروع كړه چې داسي كارونه دتلويزون پراهميت ناوړه اغيزه كوئ .
- دشمشاد ټولومسولينواوكاركونكوته احترام لرو.خوپه خپرونوكي موبد لون راولئ چې دليدونكوتنده ماته كړي.
- دپښتواديبانوسره مركي وكړ ئ ،دپښتوټولنو ژوندي راپورنه خپاره كړئ خصوصا د ادبي بهير دپنچشنبي دغوڼدي پوره راپوروړاندي كړئ .
- له ټولوهيوادوالوهيله كوم چې دشمشاد دخپرونو په سمون كي خپله ايماني اوپښتني دنده سرته ورسوئ .
- دشمشادله مسولينوڅخه هيله كوم چې له ځان غوښتني تيرشي او په ورين تندى رغونكو وړانديزونو ته غيږپرانيزي . دنورو ليكوالانواو پوهانو په منلوكي هلي ځلي وكړي .
- شمشاد يوازي ستاسو نه بلكي په ټولو پښتنو پوري اړه لري. هرځيرك پښتون ته په كارده چې دشمشاد سره مرسته وكړي .
دپښتوا دب غوړيدوپه هيله . دپښتني فكرونوديووالي په هيله .
په در ناوي سره ::: رحمتيار