
رحمتيار
دټول ټاكنو لپاره د كمپاين دپيل سره سم دهيواد په ګوټ ګوټ كي پراخې غونډي ديوه اوبل كانديد په پلوي جوړيږي او خپل ملاتړ دخوښي وړ كانديد ځخه اعلانوئ ،
تيره شپه مو له رسنيو واوريدل چې ډاكتر عبداله عبدالله دكابل په يوه لوى او عصري هوټل كې دخپل كمپاين اوملاتړو دراجذبولو لپاره لمړۍ غونډه جوړه كړه چې ددوئ په وينا په زرګونه خلګ پكې راټول شوي او دخپلي انتخاباتي مبآرزي كرنلاره يې بيان كړله ،
هر يو كانديد حق لري چې خپلې كړنلاري واوروي اودخلکو دملاتړ دراجلبو لولپاره غونډې جوړې كړي ، ماته دپاملرنې وړ ټكي داښكاره شول ، چې عبدالله دخپلې انتخابآتي مبآرزې لمړۍ غونډه په پښتو ژبه پيل كړه او ګډون كوونكوته يې په پښتو خبرې وكړې ،،، اودوهمه د پاملرنې وړخبره داوه چې ده په زغرده ووېل چې كه زه ولسمشر شم نو سمدستي بۀ رياستي نظام په پارلماني نظام واړوم ، دخلکو اودولت ترمنځ فاصله به له منځه يوسم او سره نژدې بۀ يې كړم ، مجاهدينوته بۀ په دولت كې ډيرو اك وركړم .
اوس نوراشئ په خلاصوسترګو ، ګرمو زړونو اورامو مغزو دښاغلي دوينا دې ټكوته پاملرنه وكړو او ترځېړنې لاندې ونسيږو :
داټولوته معلومه ده چې دعبدالله ملاتړي ټول او ډيرئ تاجكان وروڼۀ دي په تاجكانو كې هغه ترينګلي او ترخه خلک چې په ټول ژونديې له ديپلوماسۍ پرته نه پښتو ويلي اونه هم خوند وركوي ، او دپښتنو په مقابل كې سختې مبآرزې ته دوام هم وركړی او وركوي يې ، دوئ په كا بل كې اوسيږي پښتو ته اړتيا نه لري او نه يې هم كوم كار وربآندې بند دی ، يو شمير پښتو خبرې كونكي بۀ هم ورغلي وي خو هغه پښتانه نه دي بلكي دپښتو پر لمن يو تورټكی دى ، او خپله دوی دمقام اودولت لپاره په پښتو ژبۀ خبرې كولو بآندې شرميږي ، نو تاسو وواياست چې په داسې يو ه غونډه كې چې ګډون وال يې ټو ل له تعصب نه ډك سرونه لري ځنګه عبد الله لمړى كمپا ين په پښتو خبرې كولو بآندي پيل كړ ؟
هره ورځ مې په ډول ډول لارو له ژوند ه شړي ،ډول ډول تورلاسونه مې په پاكو اوسپينو جامو پاكوئ ، وينې مې له بادارانوسره په جامونوكې څښې ، اوپه ټو ل توان دنوروپه لارښونه په هيوادكې دنفاق تخمونه كرې ، نن بيا راغلې او راته په پښتو خبرې كوې مېره مې نه ليده ترمور مهربانه ، تاسو په ګوړه كې هغه زهر ګډكړيدي چې په اسانی ورباندې زموږ دهېوادوالو پوهول ګران كار دى ،
دادغور خبره ده ، دوی هوښياردي له دې لارې زمو ږ خواران اونادان خلک تير باسي ، ما ډير ځله دا اوريدلي دي چې دعبدالله مو رخو پښتنه وه .، وسړيه موريې ځه كوئ چې پښتنه ده او ياوه ، خو دده په اړه فكر وكړه چې دچادخولې اوبه يې څښلي او دچا شاګردي يې كړيده ، دهغو لاره كومه او په كوم لوري روان دي ،دده له خولې دچا خبرې او غوښتنې راوځي ،
دوهمه خبره داده چې ده ويلي دي ،زه به فيدرالي نظام راولم ، رياستې نظام دې ستونزوته ځواب نه شې ويلاي اودستونزو پيداكيدونكې همدا رياستي نظام دي چې قدرت ديوه سړى په لاس كې دي ،
اوس چې په رياستې نظام كې دونه ګډوډي او ادار فساد او خپل سري ده؟ او هر وزارت هر ه ډله دپردولپاره كاركوي او ګاونډيانو بهرنيانو پكې لاسونه اچولي دي نوكه دا خپل سري شي هر ولايت ځانته خپلواك شې هر سيمه ديو ه ګاونډئ ترولكې لاندې راشي نو ايا دافغانستان په نوم بۀ ځه پاته شي؟
دريمه خبره داده چې دی وايې زه مجاهدينوته ډيرواك وركوم : ددي ښاغلي مقصد له مجاهدينو څوك دي چې تل دوئ له دې نامه په خپله ګته كاراخلي ، اول كه په علمي بې لوري اوداسلامي اصولوپه اساس څيړنه وشي دي ته بۀ څوك جهادو وايې چې له يوه ښاماره هيواداولس خلاص كړي او پربل يې دقدرت اوډالروپه خاطروپلوري ؟ خير دابه ورسره ومنو مجبوري ده
موږ بايد له تير تجربودازده كړي وي چې دزمري په خوله كې همت وساتو اوافغانيت راژوندى كړو ،دښامار دداړوپه سوريوكې دخپل هيواد دژغورلواويووالي لپاره كاروكړو چې يوازي افغانيت او صداقت كولاي شې دې منزل ته موږ په اسانۍ سره ورسوي.
رحمتيار