سپۍ هيله له سړي  څه جوړوي ؟


 رحمتيار
 
دافغانستان او پاكستان سياسې اړيكې دپاكستان له جوړيدوبياترنن پوري خوندوري او دوستانه نه وې اونن يې دښوالي كوم څركونه   هم نه  ليدل كيږي  ، ځكه چې پاكستان دانګريزانودنړيوال سترځواك دلاس داسې نښه ده چې په سيمه كې انګريزي ګټي خوندي وساتي ، كه انګريزان دپخواپه شان نن پوځي قدرت نه لر ي خو سياسي ا و ځارګرقدرت يې  په  نړۍ كې ترهرچا پيا وړي دى ، دانګريزانو انتقام اخستونكې سياست دافغانستان په وړاندې كاروي ،
پاكستان دخپل پياوړي بهر نې سياست له امله تل هڅه كړيده چې نړيوال  دخپل سياست ملاتړي وګرځوي  ،
انګريزان هم په ټول توان ددوئ ترشاولاړدي ، په سيمه كې تراوسه دامريكا نژدي پيا وړي ملګرى پاته شوي دى ،
پاكستان په افغانستان  كې داسلام او جهاد په نامه  ډير پياوړي ځواك روزلي دي چې  ټول يې ګور و دافغانستان  دورانولولپاره يې كاروي ،
ددي ترځنګ يې خپل ځارګر غړي ددولت  په لوړو پوستونوكې ځاى پرځاى كړي دي .
 په اوسني دولت كې اكثره لوړ پوړي چارواكې له  ګاونډيانوسره ملي ضد اړيكې لري چې په هيواداودولت چې شبوتاژ . بيروكراسې  چورچپاول او غلاووته ملاتړلى ده .
 
له دي ځخه ښكاره ده چې پخواهم دافغان حكومت دپاكستان سره دوه مخه سياست درلود دخلګودتيراستلو لپا ره يې دپښتونستان ناري وهلي او په پټه  پريوه ميزناست  دپاكستان دګټوپالنه يې كوله .
 دامريكا له يرغل وروسته  پاكستان ته ښه زمنيه برابره شوه چې دطالب اوالقاعدي په نامه خپل ټول قصدونه له افقانانواو پښتنو  واخلي اوهم دخپل هيواددپيا وړتيا له لپاره ښه ډير ډالرترلاسه كړي
 
 ،چې په لنډكې ويلاي شو دافغانانو پرسريې ښه تجارت پيل كړيدي ، دځلويښتو كلنو  پخوا پاليسي چې دافغانستان دولت ونړوي او ترخپلي ولكې لاندي راولي په ښه ډول تعقيب او پلي كړه.
 
 دجهادي تنظمنواوطالبانو يې دخپلو هدفونودپلي كولولپاره ښه گټه واخستله ددين ټيكداران ترنامه لاندې  يې دخپلوناوړو، افغان دښمنو اوپښتو ن ځپلو هدفونو لپاره ښه استعمال كړل
اوس يې هم استعماله وي ،
 ډيرويلوته يې اړتيا نشته  ټول  هيوادوال ښه خبردي چې  نن دافغانستان  ملايې  اومذهبي ذهنيت د پاكستان دناوړ ګټودخوندي كولو دافغانانو دوينوتو يو لواود پښتون د ځپلو لپاره كارول كيږي  ،
 
 په افغانستان كې ملى افغاني ذ هنيت  دونه وټكو ل شو اوپرضديې دونه كاروشو چې ملي افغاني ذهنيت يې له اسلامه خلاف وګاڼه او دكفر فتوايې پروركړلي ،
 
 چې داكار هم دپاكستان ځارګرو ملايانو وكړ او زموږپر ناخبرواحساساتي مذهبي كړيو پلي كړي
 
اوپه افغانستا ن كې  ديوه قوي ملي دولت  د له منځه تلو لپاره لاره  هواره شوه
 
دملي افغاني د ولت نه شتون ددي سبب شو چې پاكستان په موږ كې لاس واچوي چرګي   پرهګيو كينه وي او دونه بچوڼي وزيږه وي چې  لاره كوځه   ترينه  ډكه  كړي ، اوټول دخپل هيواد پرخلاف وكاروي .
لري به نه څو تيره شپه مي په خبرونوكې واوريدل چې  دپاكستا ن دكورنيو چارو وزيررحمن ملك  كابل ته راغلي له اولسمشر سره تركتني  وروسته   دښاغلي  اتمر دكورنيو چارو له وزيرسره يې وكتل وروسته  په  مطبوعاتي  غونډه  كي دپاكستا ن دكورنيو چارووزيررحمن ملك  دخپلي ملي پالسي او ملي خدمت په اساس چې خپل هيوادته ژمن دي په ډير جرائت   وويل
 په پاكستان كې دترهګرو فعاليتونو په سلو كې 70 دافغانستان  ځخه كيږي، كله چې پرپوله نښي ولګولي شي دامن په راوستلو كې به ګټورتمام شي .له افغانستانه دي دي ترهګر مخ نيوي وشې .
 دكورنيو چاروورزيراتمر ورته وويل : چې اوس وخت ددي دي چې دترهګروپرخلاف په ګډه  اغيزمنه مبارزه وكړو .
 ګرانو هيوادوالو  اوس تاسو قضاوت وكړي  ځوك چې ملي احساس لري  خپل هيوادته خدمت كوي او يو پاليسي لري دخپلو ملي ګټو دساتني لپاره ځونه په زړورتيا سره  كه ځه هم ټولي نړي ته مالومه ده چې ټول ترهګر په پاكستان كي دي خو دي سترګې تري پټه وي او  تورپر افغانانو    لګوي   خبري كوي او ټولي نړۍ ته په سترګو كې خاوري وراچوي .
افغانان ځه لرئ :  خپله ترستوني په زرړنه كې ډوب دي،
دافغان ضعفلانفسه  دملي ګټو پلورنكې دونه ونه كولاشول چې نړيوالوته  دپاكستان ددوه مخه سياست قناعت وركړي اودهغو پرخلاف يې وپاره وي ،
 
 ولي دافسوس خبره داده چې كشكي اتمر هم همداسې په ميړانه ورته   ويلي وايې چې كوټه پيښور اونورځآيونه له ترهګرو ډك دي . له ديرسو كلونو تاسو زموږ په كوركې اوربل كړيدي ، خيردلته به ديپلوماسې وي  خودونه بيكارتيا   او سپۍ  هيله  هم ګټه نه لري ،
 
پوله يې ټوله وخوړله دوي يې لامږه نه بولي ،
دازموږ دواكمنانو  كمزوري ده چې له دښمنه   خير غواړي  تراوسه يې لانه دي پيژندلي او ددوستي او همكاري هيله ترينه كوي ، هغه متل دي چې كه جنګ نه كړي  نو ببر خو شه .
پاكستا ن په ټو ل توان لګيادى زموږ په كوركي   اورونه اودردنه وراني كرئ   ،
 
دكابل بي احساسه او دسپۍ تمي لرونكې واكمنان  داهيله لري چې نن يې وعده وكړه زموږ په كوركې لاس نه وهې ،ويره ده چې داكمزوري  واكمنا ن په تمه تمه  دپاكستان هر ځه منلوته غړه كي نه ږ دي  خداى مودي  زرترزره  ترينه خلاص كړي ،
كوم هيواد چې  دملي احساس او ملي گټو ته وفاد اره  واكمنان  ونه لر ي نودهغو برخه ليك به دخوار اودرپه دره افغانستان غوندي وي ، چې  دپردوګټو لپا ره به تباكيږي او جنګيږئ ،
غريبي كمزوري نه ده كمزوري د ملي احساس نه درلود ل او پر نفس بې بآوري ده
 
په درناوي                                               رحمتيار