واعظان او بدلون راوستنه

 
لیکنه: احمدارشاد احرار
تمدنونه او ولسونه له بیلابیلو برخلیکونو سره مخامخ کیږي، کله لوړ او کله ځوړ هغه څه دي چې تقریباْ په تاریخ کې هر تهذیب او تمدن ورسره مخ شوی، چې د عواملو علمي تحلیل یې د تاریخ فلسفه په ښه توګه وړاندې کولی شي. مسلمانان هم د یو تمدن په توګه (د اسلامي خوځښتونو په اند وروسته د عثماني خلافت له پرزیدو)، خو په حقیقت کې ډیر مخکې له هغې، کله چې نور په دوی کې د تمدن د تولید ظرفیت له مینځه لاړ، د تمدني انحطاط سره مخ شوي وو او تر ننه، ورځ تر بلې د انحطاط کندې ته مخ پر ښویدو دی. نوې نړۍ نوي مفاهیم وزیږول، سیاسي کرښې مینځ ته راغلې، ملي مصلحتونه د سیاست محور وګرځېدل او مسلمان ملکونه د خپل ضعف له وجې تر ډیره د پردیو سره تړلي پاتې شول؛ ډیرو هم د خلاصون چیغې پورته کړې، دا چې څوک وو او تر کومه مخکې لاړل په دې لیکنه کې هغې ته نه ورننوزو خو غواړم لنډه اشاره د اسلامي تحریکونو د تمدني بدلون! کړنلارې ته وکړم، چې په هغې کې هم تر ډیره هغو ته اشاره کوم چې زمونږ په هیواد کې د اسلامي بدلون چیغې وهي.
حسن البنا چې د اخوان المسلمین د تحریک موسس او لومړنی مشر وو، په کال ۱۹۲۸ کې یې خپل ګوند تاسیس کړ، هغه یو فعال او کاریزماتیک شخصیت درلود. داسې ژبه او کرکټر یې درلود چې ډیر زر یې خلک په ځان راټولولای شوای. د ده لیکنې تر ډیره ډېرو لویو عامو اسلامي مفاهیمو ته اشاره کوي. نوموړي مسلمانان وحدت او نظم ته رابلل. اخلاص، اخوت، عمل... یې شعارونه ول، د خپلو لارویانو په اسلامي فهم یې هم ترکیز کولو، چې تر ډیره په هغه فهم کې پاکه عقیده، د بدعت څخه لریوالی، او د اختلافاتو څخه ځان ژغورل وو (خو نن د اخوانیانو مطلب له اسلامي فهم څخه یوازې هغه ایډیالوژي ده چې د شلمې پیړۍ د ورستیو پنځوسو کلونو په بهیر کې ولیکل شوه) هغه یوازې د راټولولو اراده درلوده، ځکه خو یې ځان صوفي- سلفي، اجتماعي – سیاسي، افتصادي- خیریه.. ټولنه بلله، چې تر ډیره دغه مفاهیم متضاد او پاراډوکسیکال دي، شاید داسې هم وویلای شو، چې نوموړي دومره د وحدت لپاره تلوسه درلوده چې کله یې هم د دې فکر ونه کړ، چې دا متضادې خبرې څرنګه واحده کړنلارې باندې بدلېدای شي. همدا لامل وو چې د ده له مرګه وروسته، چې اخواني مشران د ایډیالوژۍ په تدوین لګیا شول د انشعاب کرښې په اخوان کې راښکاره شوې او دغه د انشعاب تسلسل تر دا ننه روان دی. د دې ټولو تر څنګ که چیرې د حسن البنا ټول آثار ولوستل شي هلته د وعظ انداز حاکم دی، د برنامې خبرې ډیرې پکې محدودې دي. د وعظ انداز تر ډیره د مخاطب د جلبولو لپاره کارول کیږي، خو برنامه د واقعیتونو درک او تحلیل غواړي. ځکه خو ده کله کله دا هم ویل چې ‎د خلافت له جوړولو وروسته به بیا هم آرام نه کینو بلکې د کفارو ځمکو ته ورزو! د دې څخه دا تاسو مالومولئ شئ چې نوموړی تر ډیره د خلکو په عواطفو بوخت وو!
تاریخ هغه ظالم قاضي دی، چې په هر صورت کې خپله فیصله اعلانوي، خو کله کله غوږونه د هغې د اورېدو لپاره کاڼه او سترګې ورته ړندې شي. د خدای بښلي حسن البنا واعظانه اندازه هغه وخت کې ځکه تر یو وخته کامیاب برېښیدو چې هلته په هغه وخت کې د حسن البنا غوندې واعظ ځای خالي وو، د هغې خبرې هم دوی ته ناآشنا وې ځکه بې سوادي او بې خبري په مصري ټولنه حاکمه وه، هغه خلک چې د غمیزې په تل باندې پوه شي د ګوتو په شمېر وو او تر ډیره هم چا نه پیژندل، د بلې خوا د غربي ارزښتونو رواجیدل په اسلامي ټولنو کې هغه څه وو چې مسلمانان یې هویتي جګړې ته رابلل. دا ټول هغه لاملونه وو چې د حسن البنا واعظانه دعوت باندې یې خلک راټول کړل، خو د وعظ اثر دومره وي لکه څومره مو چې د اخوان په تاریخ کې ولیدو، د واعظانه انداز  وروستۍ توره هغه وه چې ملیونونو ځوانانو ورسته له څه د باندې ۸۰ کلو انقلاب وکړ او خپل ایډیال کس یې ولسمشرۍ ته ورسولو خو د برنامې د نشتون او د سیاسی واقعیتونو د نه پېژندلو له وجې یې تر یو کال ډېر خپل ځای ونشوای ساتلی. د هغه ولسمشر دا چیغې ښې زده وې چې:" لبیک یا سوریا!" خو په دې نه پوهیدلو چې خپله چوکۍ څنګه وساتي، ځکه چې هغه واعظانو روزلی وو نه عالمانو!
دغه کیسه زمونږ په ملک کې هم په هماغه واعظانه انداز تر ننه روانه ده. د اسلامي تحریک تر نوم لاندې څو داسې خوله‌ور ملایان را ټول دي چې تل د خلکو د عواطفو په راپارولو لګیا دي. دوی په دې ډیر ښه بلد دي چې د امت غمیزه د یوې توطیه ناکې کیسې په شکل خلکو ته واوروي. اوس چې لږ لږ قلم او کیبورډ ته یې لاس رسیدلی نو ډیر نوادر د دوی له خوا خپاره کیږي، دا چې ګواکې غربیان یوه فابریکه لري او په هغې کې څو کسه ناست دي او ټوله ورځ د مسلمانانو سره اړیکې نیسي، یوه ته وایي چې اسلامي تحریک پسې خبرې وکړه، بل ته وایي چې داسې یو کتاب ولیکه، یو څو کسان نور راټول کړي چې تاسو سکولاریزم ته کار وکړئ... بیا کله کله دا پداسې یو سریالي شکل کې بیانوي چې اول یې دا ورته وویل بیا ورته منتظر شول چې پایله یې څه کیږي، هغه طریقه چې کامیابه نشوه نو بله لار یې وروښوده، بیا چې هغې ښه ثمره ورنکړه نو... دا هغه واعظانه انداز دی چې نن هغه خلک پرې بدناموي چې د غمیزې تل ته یې ځان رسولی، د بدلون تاریخي منطق یې پیژندلی، او د ضعف داخلي ټکو ته یې پام اړولی، تر یو حده یو همدوی د اوسنۍ جګړې او دربدرۍ لامل بللي. پکار دا ول چې مونږ خپل د انحطاط عواملو ته د سره د نوو علمي ابزارو په واسطه کتلي وای، خو دا هغه څه دي چې دغه په نامه اسلامي تحریکونه سخت ترینه محروم دي. د اخوان په لمن کې ډیر عالمان هم وروزل شول، محمد غزالي، داکټر یوسف قرضاوي، استاد راشد الغنوشي، دکتور محمد عماره او... دا د اخواني فکر مشهورې څیرې دي او ډیری یې داسې نظریات لري چې له نوو روڼ اندو سره یې توپیر کم دی، خو د هغوی څخه همدوی دفاع کوي، سره د دې چې دوی هم د نوموړو د نظریاتو د هضم وړتیا نلري خو د اخواني سابقې له وجې یې زغمي او دفاع ترې کوی. اوس نه پوهیږم چې قرضاوي ته په کوم سفارت کې غربیانو وویل چې د ناټو څخه د قذافی په پرزولو کې ملاتړ وکړه، غزالي ته کوم هیواد دستور ورکړ چې د امام بخاري په احادیثو چې تر ټولو معتبر کتاب دی، نیوکه وکړه، غنوشي چا دې ته اړ کړ چې د اسلامي حکومت پر ځای مدني حکومت اعلان کړه! هو یو افغان اخوان پلوۍ دې ټولو ته د دفاع لپاره پوره خبرې لري، خو که ابوالمنعم ابوالفتوح چې قلم او علمیت یې په عربي نړۍ کې نوم لري، د اخوان پر خلاف خبرې وکړې، نو هغه د غربیانو څخه برنامه اخیستې، که کمال هلباوي څه وویل د انګلیسانو په دستور یې وایي او که چیرته محمد محق زموږ په هیواد کې یوه تلویزیوني خپرونه چې هغه هم په نیمه شپه کې خپریږي، ولري، نو د امریکا سفارت له خوا ورته دستور ورکړل شوی!
پخوا د سواد کچه ټیټه وه، منابعو ته لاسرسۍ محدود وو، د ملایانو تقدس هم ډیر زیات وو، نو وعظ په پوره توګه خپل کار کولو، نن شرایط بدل دي! دا اوس هم لا وخت شته او پکار ده چې علمي میتود ته وګرزو، وعظونه چیرته عوامو ته وکړو چې خپل دیني مکلفیتونه په ښه توګه ترسره کړي، خو کله چې د تمدني بدلون خبره کوو، دا خپل علمي او منطقي طریقه لري چې تر څو سرونه پکې سپین نشي په اسانه هم نه تر لاسه کیږي. د سکولریزم پر ضد شعار ورکول، پر روڼ اندو ټاپې لګول سخت کار ندی، په کوڅه کې هر ماشوم دا وړتیا لري چې چاته د غرب مزدور او چاته د شرق مزدور ووایي، خو د نخبه خلکو کار علمي بدل وړاندې کول دي او علمي بدل وړاندې کول علمي پانګه غواړي او علمي پانګه یوازې د فتواوو د علم زده کړه نده! اسلام لوی دین دی، د سمندر په شان بهیږي، عالمان پکې د کبانو په شکل لامبي خو هیڅ څوک دا دعوه نشي کولی چې په ټول دین یې احاطه پیدا کړې. په لسګونو فقهی او کلامي مذاهب د دې دین پر قرائت بردارۍ دلالت کوي، د قرآن څخه په سلګونو تفاسیر د دې پیاوړي متن پر غنا دلالت کوي خو هیڅ څوک دا نشي ویلی چې یوازې زما تفسیر سم دی او د نورو ناسم. هیله من یم چې ورو ورو د علمي منطق خواته لاړ شو، د ټاپه لګولو مهارت او د توطیې تیورۍ د کوڅو بیسوادانو ته پریږدو، هسې نه دا کمال ورو ورو زمونږ شان هم په ټولنه کې تر پښو لاندې کړي.
وعظ خپل او علم خپل ځای لري!