فتح الله ګولن (د ترکانو خمیني)

 
په ترکيه کې له وروستۍ ناکامې کودتا راهيسې، دغه هېواد له زياتو ننګونه سره مخ شوی، چې ولسمشر اردوګان يې د بهرنۍ پاليسۍ بدلون ته هم اړ کړی دی. ټاکل شوې وه، چې د پخوا وختونو په څېر به په دغه هېواد کې بيا پوځ واک د کودتا له لارې تر لاسه کوي او د خلکو په رايو ټاکل شوی ولسمشر رجب طيب اردوګان به په بمباريو کې وژل کيږي، خو دا ځل خلک راپاڅيدل او د ټانکونو مخې ته ودریدل او کودتا يې ناکامه کړه. دا لومړۍ ځل و، چې په ترکيه سيکولز مزاجه پوځ د کودتا په کولو کې پاتې راځي.
 


له ډير پخوا نه په ترکیه کې د دوو اسلامي سمبولونو ولسمشر رجب طیب اردوګان او فتح الله ګولن ترمنځ کړکیچ او ستونزه رامنځته شوې وه، چې ګرده ترکیه یې اغیزمنه کړې. اردوګان د (اسلامي امت) استازیتوب کوي، خو پخوانی ملګری ګولن يې بیا ځان د(قومي/ ترکي اسلام) استازی بولي .
له کړکیچ وړاندې دواړو هڅه وکړه، چې دعدالت او پرمختیا ګوند په ترکیه کې واک ته ورسوي، اوس د استاد او شاګرد ترمنځ خبره د کړکیچ او اختلاف له بریده هم اوښتې ده. وضعیت داسې و، چې ګولن د اردوګان په حکومت پراخه رېښې غځولې وې، چې په اسانۍ له پامه نه شو غورځېدلی، خو تر ناکامې کودتا وروسته اردوګان ته هم دا موکه په لاس ورغله، چې نه يوازې د فتح الله ګولن پلويان زندانونه ته وليږي بلکې نور خپل سيالان هم د کودتاچيانو په تور بې واکه کړي.
خبره تر دې بريده رسيدلې، چې اردوګان له امريکا غوښتي، چې په امريکا کې ميشت ګولن د کودتا کولو په جرم ورته وسپاري تر څو محاکمه او د اعدام سزا ورکړل شي. امريکا د کودتا کولو د تور په هکله ثبوتونه وغوښتل، چې ترکيې ورته وړاندې کړل خو تر اوسه په دې برخه کې څه بدلون نه دی رامنځته شوی او د ګولن د سپارلو ژمنه نه ده شوې.
امريکا او په لويديځ کې نورو متحدينو يې، د اردوګان ضد دريځ غوره کړ. ترکيې شکايت وکړ، چې د دې پر ځای چې د کودتاچيانو غندنه وکړي، دوی په دموکراتيکه توګه د غوره شوي ولسمشر اردوګان ضد دريځ غوره کړی دی.
اردوګان هم په غبرګون کې روسيې ته مخه کړه؛ د کودتا تر ناکامولو وروسته لومړنی سفر يې هم روسيې ته وکړ. پوتين هم د کودتا په ورځو کې د اردوګان ملاتړ وکړ. اردوګان د روسيې د ويشتل شوې الوتکې په هکله هم پښيماني څرګنده کړه او روسي رسنيو داسې رېپوټونه هم خپاره کړې، چې په بدل کې به يې ترکيه ۵ ميليونه ډالره تاوان ورکړي.
راتلونکې اونۍ کې به پوتين او اردوګان په ګډه د فوټبال سيالۍ لوبې په انتاليا کې وګوري، خو ترکيه لا هم د کودتا د هڅې له شوک نه لا نده بهر شوې. په ترکيه کې امنيتي حالات هم کاواکه شوی، ترهګريز بريدونه هم زيات شوي. همدا نن په يوه چاودنه کې، تر ۶۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د اردوګان او ګولن تر منځ ستونزه هغه مهال رامنځته شوه، چې واکمن ګوند (له فسادسره مبارزه) پیل کړه او مالومه شوه، چې په پولیسو، قضاء کې د فتح الله ګولن پلویان او ملګري په کې ښکیل دي.
ډیری خلک پردې باور دي، چې پخوانی لومړی وزیر نجم الدین اربکان د ولسمشر اردوګان استاد دی، خو اوس خبره بل ډول ده او داسې ویل کیږي، چې فتح الله ګولن یې استاد و، خو اربکان په ترکیه کې د سیاسي اسلام پلار او ګولن د ټولنیز اسلام مشر ګڼل کیږي. د نوموړي خوځښت په ترکیه او له ترکیې بهر په سلګونو ښوونځي او مدرسې لري ان خبره یې تر منځنۍ اسیا، روسیې، المغرب، کینیا، بالکان، پاکستان او قفقاز پورې رسیږي. پر دې سربېره ګولن خپلې ورځپاڼې، مجلې، تلویزون لري، د دې ترڅنګ دا خوځښت سوداګریزې چارې هم پر مخ بیايي .
دا چې د ګولن د ترکيې په سياست کې يې تل مهم رول درلوده، د نوموړي په هکله نور مالوت په دې ډول دي:
ګولن د ترکي اسلام له تیورسانو څخه ګڼل کیږي، چې د فلسفې محورې برخه یې (نرمښت او له تعصب څخه لرېوالی دی). د ګولن حرکت هغه مهال ډېر مشهور شو، چې نوموړي په واتیکان کې له پاپ سره لیدنه وکړه او هلته یې وویل :
زه پردې باور یم، چې د ټیکنالوژۍ له برکته اوس ګرده نړۍ د کلي بڼه غوره کړې ده، هر خوځښت که چیرې له نورو هغو سره دښمني کومه مثبته پایله به ونه لري، په کار ده، چې له ګردې نړۍ سره اړیکې ولرو، موږ باید نړۍ ته وښایو، چې اسلام له ترهګرۍ سره کوم تړاو نه لري، ډېرې برخې شته، چې اسلام او نور ادیان په کې ګډه همکاري ولري.
هغه مهال غربي رسنیو ګولن د داسې قومي ټولنیز اسلامي خوځښت مخکښ وباله، چې له لویدیځ سره ستونزه نه لري دا به په منځني ختیځ کې د ټولنیز اسلام ګانده وي .
خو اربکان بیا بل دریځ درلود نوموړي امریکا ته د دښمن په سترګه کتل، خو ګولن بیا امریکا او لویدیز ته د نړیوال زبر ځواک په سترګه ګوري او د همکارۍ هيله يې هم تر کودتا مخکې ډيره ورسره درلود. اربکان به د اسلامي نړۍ ترمنځ د اتحاد خبره کوله، خو ګولن بیا ويل: عربي نړۍ او ایران د ترکیي د نفوذ ساحه نه ده قفقاز او منځنۍ اسیا د ترکیي د نفوذ ساحې دي، ځکه په دې هېوادو کې ترکي لږه کي میشت دي .
ګولن وايي: که چیرې ترکیه غواړي،چې د نړۍ له مهمو هېوادو څخه وشمېرل شي لکه څرنګه، چې دعثماني خلافت پر مهال وه نو باید په ګرده نړۍ کې باید د ترکانو ترمنځ اغیز ولري.
ګولن په ترکیه کې د شریعت پلي کېدل غوره نه بولي او وايي: د شریعت د احکامو غوښنه برخه د خلکو له ځانګړي/ خاص ژوند سره تړاو لري او ډېره لږه هغه یې د دولت او حکومت له حکمونو سره تړاو لري، ځکه خو دا اړتیا نه لیدل کیږي، چې په عامو مواردو کې شریعت تطبیق شي. نوموړی وايي: تر ټولو غوره حل ډیموکراسي ده.
اوس به د ترکیي د دې مشهور او له جنجاله ډک کس د ژوند لوړو ژورو ته هم تم شو :
فتح الله ګولن :
محمد فتح الله ګولن د 1941ز د اپریل پر 27مه نېټه د ارضروم ولایت په کوروجک سیمه کې ږیږیدلی دی، څلور کلن و، چې د مور د هڅو له برکته یې قران کریم زده کړ .
پلار یې رامز افندي نومیږي او د خپل وخت له متدینه خلکو څخه و او دیره یې له صوفیانو، دینپوهانو څخه نه خالي کېده، محمد فتح الله به هم له دې صوفیانو او دینپوهانو سره کیناسته او د دوی خبرې او بحثونه به یې اوریدل پلار یې توانیدلې و، چې په ډېر کم عمر کې عربي او پارسي ور زده کړي .
فتح الله لا ماشوم و،چې د دینې مدرسې لار یې ونیوله او هلته یې له مشهورو استادانو لکه عثمان بکتاش څخه نحو، بلاغت، فقه، اصول الفقه، العقائد زده کړل او د بدیع الزمان النورسي له کتابونو څخه اغیزمن شو نوموړي به د النورسي کتابونو ته (د نوښت او هر اړخیزه خوځښت) په سترګه کتل، ځکه خو ورڅخه اغیزمن شوې و .
نوموړی شل کلن و، چې په ادرنة ښار کې د مسجد ملا امام شو. ګولن په دې جومات کې یو نیم کال تېر کړ او د شپې له مخه به هم په مسجد کې پاتې کېده. ګولن دهمدې مسجد د قران کریم د حفظ له مدرسې څخه د دعوت هڅې پیل کړې، وروسته بیا د انادول لرې پرتو سیمو ته ورته خو د خپل وخت ځوانان یې خپلې لارې او طریقې ته رامات نه شو کړای. ګولن هوښیار او ځېرک کس و، د مطالعې او لوست لپاره یې پوره وخت درلود او هر ډول کتابونه یې لوستل د دې هر څه تر څنګ یې خپلې ټولنیزې اړیکې هم ساتلې او د خپل کلي په غم او ښادۍ کې به یې برخه اخیسته. له لوړپوړو دولتي چارواکو سره یې ښې اړیکې درلودې .
د ګولن د فعالیت ډیره برخه د ښوونې او رسنیو په برخه کې وه، نوموړي د تلویزون او رادیو سربېره مطبعې، مجلې، ورځپاڼې، مدرسې رامنځته کړې. د پخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته یې په منځنۍ اسیا کې په پراخه کچه مدرسې رامنځته کړې دي .
ګولن په عبادت کې له اړتیا ډېر د تصوف لور ته تمایل لري، د ده زهد او تصوف د دې لامل شو، چې دنیا ته شا کړي ان خپل ځان عبادت او تصوف ته وزګار کړي له همدې کبله یې واده هم نه دی کړی او وايي: زه په دې برخه کې له خپل مرشد بدیع الزمان سعید النورسي څخه اغیزمن شوی یم. النورسي هم واده نه و کړې .
د ګولن مخالفین پرې تور لګوي، چې د نوموړي دا ډول چلند او دریځ له فطرت او اسلامي احکامو سره په ټکر کې دی .
لیکوال اکتاي وايي: که چیرې ښه ځېر شو فتح الله ګولن د ترکانو په طریقه اسلام مني او دا د امت اسلام په پرتله قومي اسلام ته نږدې دی، کټ مټ لکه النورسي،چې له عربي او اهل السنت والجماعت څخه یې جلا بل ډول اسلام منلې و .
د رجب طیب اردوګان او فتح الله ګولن ترمنځ دجنجال او اختلاف نقطه همدا ده، اردوګان اهل السنت ته په څېر اسلامي امت غواړي او فتح الله بیا یوازې ترکي اسلام غواړي ان کله، چې اردوګان غزې ته د مرمرې کښتۍ لیږله ګولن یې مخالفت وکړ او زیاته یې کړه دا ترکیې په ګټه نه ده، چې له اسرائیلو سره ټکر وکړي .
فتح الله ګولن 60 کتابه لري او ډیرو یې جایزې هم تر لاسه کړې دي او ډيری یې د تصوف او دین په اړه دي .
فتح الله ګولن له پوځ سره ښې اړیکې درلودې په 1980 ز کې پوځ له دیني فعالیتونو بندیز لغوه کړ. ګولن له دې پریکړې څخه وړ ګټه پورته کړه، نوموړی په 1971 ز کې د پوځ لخوا نهه میاشتې بندي شوی هم دی پر نوموړي تور و، چې په ناقانونه توګه یې خپل پلویان د پوځ او پولیسو لیکو ته ننویستي دي.
ګولن اوس په امریکا کې میشت دی ولسمشر رجب طیب اردوګان ورته څو ځلې له کودتا نه مخکې بلنه ورکړې وه، چې ترکیي ته راشي او دلته ژوند وکړي، خو نوموړی ويل : نه غواړم، چې په سیاست کې ښکیل شم له لرې به خپل فعالیت او کار کوم .
د محمد فتح الله ګولن په هکله به شنونکو ويل، چې د امریکا او لویدیځ په کنټرول کی دی او غواړي، چې د ولسمشر رجب طیب اردوګان پر ضد یې وکاروي او وخت ناوخت ورته ستونزې راوپنځوي، اوس خو داسې ښکاري، چې دغه شننې رښتيا شوې خو اوس اردوګان او ډله یې برلاسې ده او هڅه کوي، چې ګولن د دار تر رسۍ پورې ورسوي، خو ګومان نه کیږي، چې امريکا دې ورته وسپاري؛ او د نه سپارلو په پايله کې به د امريکا او ترکيې اړيکې څه ډول شي، دا او ځينې نور پوښتنې به وخت ځواب کړي.
پای