واقعاً چې د هرې ټولنې پرمختگ د همغې ټولنې د اولادونو سالمه تربيه جوړوي د افغانانو بچيان د ديني او دنيايي زده کړو په نشتوالي کې د ټولنې امن نه خرابوي افغانان چې د افغانيت عزتمن عادتونه او خصلتونه لري بې همته بې ننگه بچيان يې نه خوښېږي خپلو بچيانو ته يې د ميړانې شجاعت ميلمه پالنې گاونډيانو اقاربو او معذورو سره د نيکي کولو عادات ور انتقالول چې همدغه د افغاني عاداتو دوام چې اصل کې د دين د احکامو تطبيق پيل کيږي په دين کې انسان ته د نيکي او بدې د کولو او نه کولو تشريح شويده افغانانو همدغه نيکي کول د افغانيت د ننگ او همت صفت جوړ کړى طبيعتاً نيکي کوونکى شجاع او ميړنى بلل کېږي بد ناروا او ظلم کولو څخه پيغور جوړ شوى يعنې د هر چا نيکي کوونکى بچى ته د ټولنې لخوا آفرين او د شاباس په ويلو د ځوانې طبقې روحيات نيکي کولو ته راڅرخولي او د بدو په کولو د پيغورجنو پذريعه پښيمانه شويدي حقيقت دا چې د افغانانو هر مقتدر نيک محلي سپين ږيري د عاداتو له رويه د علاقې د ځوانانو اصلاح کوونکي استادانو حيثيت غوره کړى ؤ هر محلي غيرتمن به ځوانانو ته په ناسته ولاړه کې د ښو او بدو پيژندل ور په گوته کول زما په ياد دي د مشرانو په موجوديت کې به کشرانو خبرې نه کولې د گاونډيانو د ضرورياتو د حل په کارونو کې به ځوانانو د سيالې کولو په شکل گډون کولو که چا به د غنمو لو درلود يا به د بامونو کاهگل ؤ يا به يې د ژمي دپاره د سوزولو بوټي کول يا به د جومات کار شروع ؤ که کوم ځوان به په همدې کومکي کارونو کې له کارکولو پټ شو نورو همزولو به د بى همتى پيغور ورکاوه مونږ څو تنان چې د مکتب په زده کړه بوخت ؤ هغه وخت کې د مکتب د زده کوونکو دپاره سر تور سر او پتلون حتمي ؤ خو په کلي او محيط کې به چې د چا زوى په مجلس کې سرتور سر ناست ؤ مشرانو په خبرو خبرو کې رټه بې ادب او بې تميز ورته ويل کيدل هلته د خپلولۍ او اقاربو د پالنې مينه او محبت زيات ؤ د يو کلي څخه به چې په فاصله کې د چا خور لور واده وه د همدې کلي ټولو کليوالو به همغه واده شوى خورڼى سره نيکي کول نه هيرول که څوک به د خورلڼې کلي ته تللى ؤ خو د خورڼې د حال پوښتنه به يې نه وه کړې د کليوالې گيلو کولو سره مخامخيده هغه وخت کې ځوانانو د ښه صفت د لرلو په نيت د ننگ او همت په پالنه د کلي کور په عمومي مشکلاتو په حل کولو کې شوق درلود همدغه د غيرت پالنې شوق له مشرانو څخه کشرانو ته د عاداتو په توگه انتقاليده چې مړى به وشو د دفن خيرات او دعاگويي د مرستو کارونه له ټولو زيات ځوانانو پرمخ بيول که د چا لخوا به په کليوالو ظلم کيده په حقوقي مسائيلو کې به لانجې او شخړې سره مخامخ شول ځوانانو به د افغاني ننگ په لرلو حتمي ټوپک په رااخيستلو د مشکل مخه نيوله که کوم ځوان به يا کور کې پټ شو يا به يې په شخړه کې بې همتي وليدل شوه د ټولنې د ځوانانو او مشرانو لخوا به په پيغورجنو تهديد کيده نو ويلاى شو مخکې افغانانو د تعليم په نشتوالي کې کشرانو ته د همت د عادتونو ساتلو سبق په کليوال عاداتو کې ورزده کولو چې د همدې غيرتمن سبق په لرلو د هر افغان بچى همتي او ننگيالي تربيه کيده ځکه خو د هر اشغالگر مخه همدې غيرتمنو ځوانانو په بې وسې کې نيولې څومره ځوانان چې د اشغالونو په دوام کې شهيدان شوي مور پلار او اقارب يې په شهادتونو پښيمانه نه بلکې ورباندې وياړي همدغه په شهادت باندې وياړ آينده نسل ته د قرباني د ورکړې سبق جوړيږي.
اوسنى حالت د ځوانانو په اړه بل څه وايي که د جهاد په برکت افغانانو کې ديني او دونيايي پوهه او علميت په زياتيدو ده د دنيا والو د ترقي کولو فن او هنر يې عملاً وليده د هيواد د ستونزو لاملونه او قرباني کولو تجربه يې ترلاسه کړې مگر د ځينو هغو پلرونو د اولادونو تربيه مخ په خرابيدو ده چې د اولادونو د استراحت طلبي کوښښ يې د مال و دولت په محبت کې روان کړى هغه پلرونه چې صرف د دولت موندلو شوق يې ژوندى وي خو د اولاد تربيه او تعليم يې سطحې بللى وي د شرائطو او محيط ناخوالي چې د ځوانانو د بې لياريتوب وسائيل هم دومره پريمانه شوي چې د هر ځوان جيب کې سينما شتون لري پداسې حالت کې د ناخبره پلار زوى حتمي داسې بې لياريتوب د بدو ځوانانو زياتيدل عامې جامعې ته د امن په لرلو کې نقصان زياتولى شي بدځوان چې د موبائيل له ليارې يې فحاشي عادت شي له ټولو زيات ضرر يې والدينو ته مخامخېږي او امر و تطبيق ته يې غاړه نه ږدي شخړې لانجې دروغگوئى له دين او دونيا نه غفلت يې د والدينو هغه ارمانونه نيمگړې کوي چې څومره له اولادونو څخه اميد کيدلى شي د خلکو په مجلسو کې يې چې د کارنامو تاريخ ياديږي نو همدغه د بد اولاد په شتون يې منفي تبليغ همه ذکر کيږي.
بايد ووايو چې د انقلابونو د گټوونکو د اولادونو سالمه تربيه بې ارزښته گڼل به په ټولو قربانيو خاورې اړولو سره برابر وي هغه پلار چې پخپله د شجاعت او ميړانې زرين تاريخ ولري خو زوى يې د بداخلاقي په وجه همت له لاسه ورکړى وي څومره ستر زيان بلل کيدلى شي لوى الله ج د غيرتمنو اولادونه نه بې غيرته کوي
والسلام
وروستي