دعربي هېواد موقيعت او قومونه
د ليکنې په پيل کي دعربي سيمې یو څه يادونه د دې لپاره ضروري ده چي رسوالله صلی الله علیه وسلم د عربو په مشهور ښار مکه مکرمه کي پيدا شوى او دوهم مشهور ښار ئې مدينه منوره ده چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته هجرت کړى وو او همدغه ځاى دلومړني اسلامي حکومت مرکز ټاکل شوى وو عربي هېواد هماغه ملک دئ چي د رسوالله صلی الله علیه وسلم په مبارک ژوند کې ئې ټول وګړي مسلمانان شوي وو او همدا هېواد داسلامي پرتم درڼا لومړنۍ مرکز وو د همدې عربي هېواد په ژبه مکمله وحې او اخرنى اسماني کتاب قرانکريم نازل شو چي د ټولو هېوادونو ،ټولو قومونو او تر قيامت پورې د ټولو ژبو لپاره مکمل هدايت دئ دهمدې عربي هېواد څلورو خواو ته داسلام رڼا خپره او په همدې عربي هېواد کي دکعبي شريفې خونه راځي او د عرفات په ميدان کي ټول يو ځاى دالله تعالى په حمد او ثناء او مناجات سره ليدل کيږي چېرې چي پادشاه او غريب ټول په يو حالت کي وي او د زمکو او اسمانونو دخالق کبريايې په زړونو کي خپله رڼا خپروي همدا عربي هېواد چې پر ټوله نړۍ غالب شو او دګردې نړۍ لپاره دليارې مشال او دهدايت څراغ وګرځيدو .
١_ دعربو دهېواد موقيعت
العرب په لغت کي دښتو ، ډاګونو او هغو وچو زمکو ته وايي چي نه پکې اوبه وي او نه بوټي ، عربي جزيره او د دې سيمې اوسيدونکي له ډيرې پخوا زمانې راهېسې پدې نامه ياديږي څلور خواووې ئې دادي . لويديځ ته ئې سره بحيره او دسينا ټاپو وزمه ، ختيځ ته ئې دفارس خليج او دعمان سمندرګى ، جنوب ته ئې عربي بحيره يا دهند سمندر او شمال خواته ئې شام( سوريه ) او عراق پراته دي مساحت ئې ديو ميليون متر مربع او يو ميلون او درې لکه ميل مربع ترمينځ اټکل شوي دئ دا جزيره دطبيعې جغرافيايې موقيعت له پلوه ډيره ارزښتناکه ده چي شا او خوا ئې داسې ارتې او پراخه دښتې اوريګستانونه دي چي دې جزيرې ته ئې د يوې داسې پخې کلا بڼه ورکړي ده چي پردي ورباندې په اسانۍ سره تسلط او قبضه نشي کولى او همدا وجه ده چي د دې سيمې خلک له ډيرې پخوا زمانې راهيسې په خپل ژوند او کارونو کي خپلواکه دي ،که دا دښتې نه وى نو بيا عربو نشو کولاى چي له خپلو پولو اخوا ته پرتو دوو سترو امپراطوريو ( فارس او روم ) حملې او يرغلونه په شا تمبولي وو او ياد هغوى له تسلط نه ازاد پاته شوى وى .
٢_ عربي قومونه
تاريخ پوهانو عربي قومونه داصل او نسل پر بنسټ په دريو برخو ويشلي دي بايده عرب ، عاربه عرب او مستعربه عرب ځينو بيا عاربه او مستعربه عرب يو ډول ګڼلي او پر بايده عربو او باقيه عربو ئې ويشلي دي له بايده عربونه هغه قومونه مراد دي چې د ډيرې پخوا زمانې څخه دعربو په هېواد کي اباد وو او هغوى ټول له يوې مخې هلاک شوي دي.
نوربيا
وروستي