د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپيڅلى سيرت/ ۲

 
له باقيه عربو نه مراد هغه قومونه دي چي دعربو په هېواد کي ليدل کيږي دوى هم دوه طبقې دي چي د عاربه او مستعربه په نومونو ياد شوي دي. ځينو نورو بيا عرب پر څلورو قومونو ويشلې دي ١- بايده يا عاربه عرب ٢- مستعربه عرب ٣- تابعه عرب او ۴- مستعجمه عرب .
البايدۀ عرب : دا هغه پخواني عربان دي چي په هکله ئې پوره تاريخي معلومات په لاس نه دي راغلي په البايده عربو کي لاندې قومونه شامل دي:
عاد، ثمود ، طسم ، جديس ، عملاق ، عبيل ، اميم ، حضرموت ، عبدضخم جرهم او نور ....
د عاد قبيلې ته حضرت هود ع چي له همدې قوم نه وو د الله تعالى له لورى دپيغمبر په حيث ليږل شوى د هغه قوم دنافرمانى لاره غوره کړه او هلاک شول دغه بادونه په قرانکريم کې په تفصيل سره شوې ده تر عاد وروسته دعبيل ، عمالقه ، ثمود ، عبدضخم او نورو قبايلو حکومتونه تېر شوي دي تر دې چې یعرب بن قحطان د هغوى حکومتونه پاى ته ورسول او بل دوران پيل شو د ثمود قبيلې ته حضرت صالح ع دنبي په توګه ليږل شوي وو د ثمود قوم په حجر نومې ځاى کي اوسيدو د طسم او جديس دواړو قبيلو هستوګن ځاى يمامه وو او دعمالقه قبيلې داوسيدو ځاى تهامه او دجرهم قبيلې داوسيدلو ځاى يمن وو.
عاربه عرب : دغه طبقه دقحطان اولاده ګڼل کيږي ترقحطان دمخه تر نوح ع بورې دقحطان په لويانو کي دچا ژبه عربي نه وه د قحطان اولادې عربي ژبه دود کړه او دغه ژبه ئې له بايده عربو نه زده کړه قحطاني قبيلې په دوه برخو ويشل شويدي يوې ته يمینیه او بلې ته ته بسانيه وايي .
دقحطان دقبايلو اصلي او پخوانى هستوګن ځاى يمن ګڼل کيږي په هغوي کي حميري او ازدي قبايل ډېر مشهور او نوميالي ګنل کيدل په ازدي قبايلو کي دسبا ښار او جنوبي عربو حکومتونه تير شوي وو دې قبايلو ديمن په ابادی او ښيرازۍ کې زيات کوښښونه کړى وو . په همدې قبايلو کي ملکه بلقيس تيره شوي ده چي دسليمان ع معاصره وه په همدوى کي شاهان تيرشوي دي پر يمن او حضرموت
واکمن وو دازاد له قبايلو نه يوه قبيله دمدينې په لور لاړه او هلته ئې هستوګنه غوره کړه او خپل حکومت ئې قايم کړو خزايمه قبيله د مکې په لور لاړه دجرهم قبيله چي دمخه په مکه کي مشت وه هغې ته ئې ماته ورکړه دازد زوى نصر دتهامه په سيمه کي ميشت شو دخزايمه يو زوى عمران دعمان په لور ولاړ او هلته ميشت شو د ده اولاده د ازد عمان په نوم ونومول شو . بل غسان دشام په پلو کي ميشت شو او سرحدي قبايل ئې ترخپلې سلطې لاندې راوستل او خپل حکومت ئې جوړ کړ . په يمن کي د قحطايي شاهانو حکومت تر اومې عيسوي پيړۍ پورې قايم وو دغسان قحطاني حکومت چي د روم له سلطنت سره ئې سرحدونه يوځاى شوى وو او دحيره قحطاني رياست دفارس له سلطنت سره ګاونډى وو.د اسلام دظهور پر وخت قحطاني قبايل ښه ځواکمن او پر ټول عربي هېواد واکوال وو .
نور بیا