په کندز کې روانه جکړه او د حکومت بې پروايي!

 
نويده خوشبو
کندز د هیواد یو له مهمو او ستراتیژیکو ولایتونو څخه دی، له همدې امله دغه ولایت وسله والو طالبانو ته خاص ارزښت لري؛ اوحکومت ته ځکه مهمه ده چې د حاکميت برخه یې ده او باید ډیره توجه ورته وشي چې نه ده شوې.
د وسله والو طالبانو له لورې دقلعه زال ولسوالۍ د ځینو برخو نیول او د خان آباد ولسوالۍ څو ساعته کنترول د حکومت بې بروايي او بې اعتنايي بلل کیږي. حکومت په ټوله مانا پدې پوهیږي چې څنګه د کندز جکړه مهار کړي خو د یوشمیر کړیو لاسوهنه او مداخله هم هغه څه دي، چې د دفاعي ځواکونو پروړاندې لوی خنډ دی.
په ملي امنیتي ادارو کې پراخ اداري فساد یوه ډیره ستره ننګونه ده او د وسله والو طالبانو له لورې د افغان ځواکونو د وسایلو او پوځي تجهیزاتو نیول، پوستو او ودانیو ته اور اچول ترټولو دروند ګوزار دی چې په روان حالت کې هیواد ورسره مخ دی؛ او د جنګ د دوام لامل کیږي.
ولې کندز سقوط کوي؟
ایا امنیتي ځواکونه کمزوري دي که وسله وال پیاوړي شوي؟
د کندز د سقوط تر ټولو لوی لامل پدې ولایت کې د خپلسرو میلشو شتون او د محلي پولیسو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي ده، د ولس استازي پدې ولایت کې د ناامنیو ستر لامل د میلشو قوماندان میرعالم« خان» بولي، د دغو استازو په وینا ولس له دې حالت څخه پوزې ته راغلی او د ملیشو د دې قوماندان ظلمونه او ناسمې کړنې ولس له وسله والو سره همکارۍ ته اړ کړی دی.
افغان ځواکونه خورا پیاوړی او لوړ مورال لري او په زړورتیا د دښمن پروړاندې جګړه کوي، خو د حکومت بې پروايي او نه تجهیز د دې اتلو سرتیرو ګرمه شپیلې او تودې مورچلې سړیږي؛ دښمن له دې فرصته ګټه پورته کوي، مخ تګ او سیمي لاندې کوي.
نو که حکومت د کندز د ژغورلو پلان لري، په سیمه کې دې د غیر مسولو وسله والو لاسونه لنډ کړي په ولس دې زړه وسیځي، د وسله وال پوځ ملاتړ دې وکړي؛ او پوره تجهیز یې کړي.
وسله وال پوځ هره ورځ د خپل هیواد د دفاع او ساتنې لپاره قربانۍ ورکوي، خو د حکومت له لورې تردې مهاله د شعار په بڼه د دې اتلو سرتیرو څخه ملاتړخبره کیږي، سره له دې چې همدا اوس په کندز، ځینو شمالي او سویلي ولایتونو کې د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې ځمکنی او هوايي ځواک کارول کیږي حکومت په ځانګړې توګه ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت باید په همغږي توګه د مخالفو وسلوالو پټنځایونه چې مطمینآ زمونږ ملي امنیت ادارې ته يې پوره معلومات شته باید لمنځه یوسي او پرې بریدونه وکړي، امنیتي ځواکونه باید له دفاعي حالته راووځي او تعرضي عملیات وکړي، دښمن دمخامخ جګړې توان نه لري خو باید زمونږ وسله وال پوځ دښمن تعقیب کړي، او تر هغه يې وځپي چې بیا حتی د برید کولو فکرهم ونه کړي.