
نويده خوشبو
هره هغه خاوره چې د نړۍ په نقشه کې حدود لري دا حدود په رسميت پېژندل شوي وي، همدا ځانګړى مساحت نوم ولري، او ځان يې د نورو هېوادونو له قلمرو څخه بېل او په ځانګړي نوم پېژندل شوي وي، خپل بيرغ، هويت، تاريخ، اساسي قانون او دولتي جوړښت ولري. همدا ځانګړې جغرافيا خپلواکه او اوسېدونکي يې آزاد دي!
برعکس، يرغمل شوي هېوادونه دا ارزښتونه او ځانګړنې نه لري. دا چې اوسمهال له افغانستان سره بېلابېل: سياسي، اقتصادي ټولنيز او نور تړونونه لاسليک شوي دي، يا سياسي ازادي او ټولنيز عدالت نشته؛ دا د ښکېلاک يا نيواک په مانا نه ده.
يوازې يو خپلواک هېواد کولى شي؛ تړونونه او رسمي سندونه لاسليک کړي. دا د هيوادونو اړتيا ضرورتونه او همکارۍ دي.پام مو وي چې: سياسي استقلاليت او ټولنيز عدالت جلا بحثونه دي!
اوسمهال امریکا، له چین، روسیه له اروپا، اروپا له آسیا او افریقا یو د بل پوروړي، یو بل ته له پوځي نیولې بیا تر اقتصادي او سیاسي هر ډګر کې اړ دي. همدارنګه، ټکنالوژي نړۍ په يو کلي بدله کړې ده که داسې وي، بیا خو له ټکنالوژيکي پرمختګونو وروسته په نړۍ کې هېڅ خپلواک هیواد نشته !
کله مو فکر کړى د نړۍ هېوادونه ولې خپلواکي لمانځي؟
هوکې! د لسګونو کلونو له تېرېدو وروسته ولې د ازادۍ د تر لاسه کېدو يوه ورځ ځانګړې او يادونه يې کيږي؟ ويښ ملتونه، د ازادۍ ګټونکو يادونه له جشنونو، اتڼونو،خوښېو او بېلابېلو مراسمو سره کوي. د خپلواکۍ ګټونکو قربانۍ او کارنامۍ يادوي، او په خپلو مسٶليتونو او مکليفونو ټينګار کوي. دوى د ملي ارزښتونو ساتنې او ستاينې ته مکلف دي؛ څو راتلونکي نسلونه هم له دوى څخه زده کړه وکړي.
جاپان چې د امريکا لخوا له منځه تللى و،ولې له دې هېواد سره اړيکې لري او له امريکا مرستې ترلاسه کوي ؟ ځکه د يو خپلواک هېواد په توګه له امريکا ګټې تر لاسه کوي او نن ورځ له پرمختللو هېوادونو څخه دى. دې ته نه ګوري چې خپلواکۍ تر لاسه کوونکى د دوى له قوم څخه و که نه؟ د دوى په ژبه غږېدو که نه؟ او... له منطق څخه په لسګونه بې ځاى بحثونه!
پراخ فکرونه؛ پراخ کارونه کوي، د خپلواکۍ په ارزښت او مفهوم ازاد فکر لرونکي پوهيږي او درناوى يې لري، محدود فکرونه تل غلامۍ ته پاتې وي.
افسوس له کابو سلو کلونو وروسته په لسګونه کلکاني او غلامي فکرونه ژوندي دي، خو د شاه امان الله خان په څېر فکرونه نشته!!!