مرور عبدالله خان زیارت وکړ؛ ګیله يې پر ځای شوه!

 
نويده خوشبو
 د اجراييه ریس ډاکټر عبدالله ګيله پر ځای شوه!
 له اوونۍ مرورتیا وروسته زیارت ته ولاړ او له ولسمشر سره یې خبرې وشوې.ویل کیږي چې: دواړو مشرانوپه  ډیر صمیمي ډول ناسته لرلی او همدا ډول څو پرلپسې ناستې به ولري،خو د دغو اختلافونو پیدا کېدل او اوج ته رسېدل له حقوقي پلوه قانوني بڼه نه لري،
د حکومت نیمايي برخه د اپوزيسیون دنده پر مخ نشي وړلی،د حکومتي مشرانو ورته ژستونه او خوځښتونه هېواد له ناخوالو سره مخ کوي.په داسې حال کې چې په نارسیزم اخته دواړه مشران ځان  حق په جانب او مقابل لوری پړ ګڼي، په حقيقت کې د حکومت لویه ناتواني او  د دواړو مشرانو تر منځ  د لویو ستونزو او نه همغږیو ښودنه کوي.
د مشرۍ له فکټورونه څخه يو هم په ګډه او ډله ایز ډول کار کول دياو تر ډیره په ګډه کارکونکي حکومتونه بریالي دي.دا چې دوه مخالفې سیاسي ډلېپه یو حکومت کې کار کوي ښکاره ده چې په ډېرو مسايلو کې به د نظر بېلوالی راځي.
معلومه ده،چېد سمونو لپاره چارواکي هلې ځلې کوي، چارواکو ته عامو د خلکوشکایتونه رسیږي نه برعکس چارواکي د خلکو په وړاندې ودریږي او حکومتي ستونزې یادې او شکایتونه وکړي، که چېرته یو مشر له داسې حالت سره مخ کیږي، چې ناراضه،بې واک او صلاحتیا او په جوړ چوکاټ کې کار ونشي کړایاو واقعین د ملت خیر مطرح وي؛نو کولی شي چې له خپلې دندې استعفا وکړي او فرصت نورو ته ورکړي!!!یا له حکومت او څوکۍ سره بایکاټ وکړي او اپوزیسیون رامنځته کړي.
ښه بېلګه یې: په ولسي جرګه کې د خلکو استازی رمضان بشر دوست یادولې شو،نه دا چې په څوکۍ جوخښت ناست د څوکۍ سپکاوی وکړي.اکثرا په موقف کې د پاتې کېدو او د توجه لپاره دغه دماشومانو لوبې کیږي.
 د ملي یووالي د هوکړه لېک له مخې،  د لویې جرګې د جوړېدو، د ولایتي شوراګانو او پارلماني ټآکنو تر سره کېدو ته دوه میاشتې پاتې دي.
اجراييه ريس پوهیږي چې ولسمشر ورسره په دریېو میاشتو کې نه ګوري نو د ولسمشر د پاملرنې خپلولو لپاره ښه پر مخ ولاړ !!!د حکومتي مشرتابه د چوکاټ بدلون ګونګوسو او دا چې اجراييه ریاست به له منځه ځي هم ښاغلی عبدالله وارخطا کړی و.دغو حرکتونو اصلاحي بڼه نه لرله ، بلکی  عبدالله په پلان شوي ډول پلمې وکړې او دا زمینه یې برابره کړه، څو پرولسمشر فشارونه راوړي، خوپه داسې حال کې چې: په هلمند، کندوز، بغلان او کابو پنځلس نور ولایتونه همدا اوس په جګړه کې ښکيل دي،دا چې اوس هم ځینې وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي، فقر، بې وزلي، وزګاري او سلګونه نورې ناخوالې، سره له دی چې د بروکسل غونډې ته چې د افغانستان لپاره مهمه بلله کیږي او  مشران باید له محسوسو لاسته راوړنو سره پکې ګډون ولري لږه موده پاتې په داسې حساس وخت کې ولې داسې سناريو طرحه شوه؟
ښکاره ده چې اجراییه ریاستیانو ته له خوږې ګوتې نیول ورزده  دي!دوی د خپلو خپلو ګټو لپاره په زور دا ریاست رامنځته کړ، د دوی په وینا د خیابانونو او واټونو ته د وتلو او ګواښونو له امله دا مصلحتي حکومت رامنځته شو،ترڅو د هیواد نسبي ارامي هم له منځه ولاړه نشي.
په داسې یو حکومت کې به ولسمشر څه خدمت او فعاليت وکړي چې ولسمشر پکې د یو مډال د ورکړې واک ونه لري؛کنه له ستوني نیول کیږي. د عبدالله په خوښه  له سیاسي هوکړې سره رامنځته شوې دا حکومت به تر اخره د عبدالله خان په خوښه او فرمایشونو روان وي.صالح رښتیا وايي: دوی څوک له صحنې نشې ليرې کولی!
اخوا ولسمشر چې ځان له سیاسي کورنۍ محروم او ملت خپل بولي له بده مرغه ډیر ملاتړي نه لري.ولسمشر کله ، څه نا څه جدي شي واقعیتونه وايي خو بیا په شا او مجبور شي!!!
 بله خوا، د شر اندازۍ او د بحران رامنځته کولو متخصصينو چې دا څو ورځې د غونډو او رسنیو بازار ګرم ساتلی و؛ مخ توري شول. دغو تور مخو چې واټونو ته د وتلو او خیابانونو د جوړولو ګواښونه کول اوس به څه وايي؟هغو چې ویل: ولسمشرۍ مانۍ زیارت نه ده چې مونږ به ورځو اوس به د عبدالله له درې ورځنې زیارت کولو سره، په کومه خوله خبرې کوي؟
منم چې،دوی ټګ او برګ دي، په خپلو کې سره پوهیږي، دوی خپله د نندارې چمتو کوونکي دي او ښه مهارت لري او په همدې ډول یې ځای پیدا کړی، ځکه یې خوند ورکړی!
خو ماته د ملت په حال افسوس راځي!!!