بریښنایي حکومتولي؛ د بریښنایي حکومتولی پیدایښت

 
لیکنه: ذبیح الله (هیوادوال)
 
سریزه:  د یوویشتمې پیړۍ له پیل څخه مخکې د حکومتولۍ ګڼ ډولونه رامنځته شوي او پلي شوي ول او اوس هم په ځینو هیوادونو کې د پلي کیدو په حال کې دي.
خو په هیڅ هیواد یا سيمه کې داسې نه دي شوي چې د حکومتولۍ یو ډول داسې شوی وي چې د  ولس او حکومت تر منځ واټن له منځه یوسي او یا يې هم تر ډیره بريده را کم کړي او يا هم د حکومت مالي او مهاليز (زماني) لګښت راکم او  د سیاحت په برخه کې پانګه اچونه او اقتصادي راکړه ورکړه زیاته کړي.  
خو د یوویشتمې پېړۍ له پیل سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ په رامنځته کیدو سره د حکومتولۍ په ژوند او چپیریال کې یو سیاسي،  اقتصادي او فرهنګي او د ژوند په نورو چارو کې منفي او مثبت انقلاب رامنځ ته شو.
معلوماتي ټکنالوژۍ داسې نوښتونه رامنځ ته کړل چې د بشریت په هر څه کې یې بدلون راوست لکه د بشريت په اړيکو کې. نور هم داسې اړخونه شته چې څرګند بدلونونه يې پکې رامنځته کړل او بشريت يې پرمختګ ته وهڅاوه.
د معلوماتي ټکنالوژۍ نوښت له فرصتونو څخه چې موږ ته یې په لاس راکړي د حکومت د جوړښت بياکتنه او د هغه د خدماتو د کیفیت لوړوالی، د لاسرسي زیاتوالی او داسې نور يادولای شو.
د ټولنې په چارو کې له دغه نوښت څخه د ګټې اخيستنې زياتوالي د حکومتونو په ډول کې د برېښنايي حکومتولۍ په نوم نوی حقيقت رامنځته کړ. په اوسني عصر کې بیلابیل عوامل د دې لامل شوي چې حکومت دې ته وهڅوي چې ټولنه په يو نوي ډول حکومتولۍ اداره کړي.
د وګړو تمې د خدماتو او محصولاتو او هم د هغو د کیفیت د لوړولو په اړه ورځ په ورځ د بدلون او زیاتوالي په حالت کې دي. دولت هم باید دغو تمو ته ځواب ولري.
خلک هم د دې غوښتونکي دي چې د حکومتي ادارو وخت ډېر شي او هر کله چې وغواړي وکولای شي خپل کار وکړي او په ډېرو اوږدو کتارونو کې انتظار ته اړ نشي او په دې ټولو سربېره با کيفيته او ارزانه خدمات او محصولات تر لاسه کړي.
ځينې داسې نور موارد هم شته چې په اوسني وخت کې د حکومتولۍ په ډولونو کې د برېښنايي حکومتولۍ یواځينی ورته ځواب ويلی شي.
په دې سربېره دولتونه هم د پانګې، په کار پوه کاروونکو، د سيلانيانو او داسې نورو د جذب لپاره له يو بل سره په سيالۍ کې دي. په دې ډول ګڼو نورو امکاناتو ته اړتيا ده چې یواځې برېښنايي حکومتولي کولای شي هغه امکانات برابر کړي.
برېښنايي حکومت هېوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو د کيفيت د لوړوالي په برخه کې ګڼ فرصتونه برابرولی شي. اوسېدونکي کولای شي چې د څو ورځو او يا هم د څو اونيو د انتظار پر ځای په څو دقيقو او يا لږ وخت کې د خپلې اړتيا وړ معلومات او خدمات تر لاسه کړي.
ښاريان، شرکتونه او هغه ادارې چې په دولت پورې تړلې کولای شي چې د حسابدارو او نورو کارکوونکو له ګمارنې پرته د خپلې اړتيا وړ مالي راپورونه په خپل لاسرسي کې ولري.
دولتي کارکوونکي کولای شي چې په ډېره ساده توګه د سوداګرۍ د کارکوونکو په څېر خپلې چارې په آسانۍ ترسره کړي.
د برېښنايي حکومت د پلي کولو په برخه کې یوه اغېزناکه تګلاره کولای شي چې د حکومت په چارو کې د پام وړ ښه والی او آسانتيا راولي. د بېلګې په توګه، د خدماتو په برخه کې سمونونه راوستل، د ځینو دولتي مديریتونو له منځه وړل ( د حکومت د اندازې کوچني کول)، د ښاريانو، شرکتونو او دولتي سازمانونو لخوا د خدماتو د کار اخيستلو سمول او په راتلونکي کې د کاري فرصتونو رامنځته کول او په دې ټولو سربېره د موازي ادارو له منځه وړل او داسې نور...