
په "افغانستان" کې د کشمير د جګړې ادبيات
په افغانستان کې د "افغان اعلانات" په نامه دولتي ادارې نه يوازې په رسنيو کې د اعلاناتو د تنظيم او وېش مسووليت درلود، بلکې د ښار په بېلابېلو برخو کې هم د لويو وړو اعلاناتو د لګولو مسووله مرجع ګرځېدلې وه، ځکه خو چا په خپل سر د اعلانونو بورډونه نهشوای لګولای. د اعلان ځای، د بورډ يا تختې د کچې، سايز، وزن او استقامت ارزونه د همدغې ادارې مسووليت بلل کېده.
په ټوله کې افغان اعلانات په رسنيو کې د اعلاناتو د خپراوي او په ښار کې د بلبورډونو د لګولو تنظيم پر غاړه درلود چې په خپل وخت يوه لويه عايداتي سرچينه ګرځېدلې وه.
د سلطنت په وروستيو کې د مرحوم شفيق حکومت له ازادو خپرونو سره د افغان اعلانات له لارې د چاپ د لګښت په برخو کې مرسته هم باوري کړې وه چې ډېره يې له اقتصادي اړخه ازادې رسنۍ تکيه کړې وې.
افغان اعلانات ټول اعلانونه له متن څخه تر محتوا څارل، د هغو توکيو، سياستونو او عزايمو مخه يې نيوله چې د افغانستان له ملي ګټو سره يې اړخ نهشوای لګولای. يا يې زموږ د ديني او ملي ارزښتونو د ننګونې ګواښ راولاړولای شوای.
"افغان اعلانات" له يوه اړخه د اعلاناتو د کنټرول دنده هم پر غاړه لرله، ځکه خو د افغانستات د ګټو او ديني، ملي ارزښتونو سره په ټکر کې اعلانونه نهشوای خپرېدلای.
له بلې خوا "افغان اعلانات" د خپرونو تر منځ د اعلاناتو په وېش کې تعادل او برابري ټينګه ساتله. داسې نه کېده چې چا دې د خپلې خوښې خپرونې ته د خپل وزارت، ادارې، ارګان اعلان په څومره چې غوښتي وای، ورکړی وای.
"افغان اعلانات" دا ټولې چارې د يوه قانون په چوکاټ کې تنظيم کړې وې، ځکه خو سرکاري او ناسرکاري اعلانونو د دغو خپرونو د لګښت پاموړ برخه پوره کولای شوای.
د سړې جګړې پر مهال چې په کابل کې د شوروي او امريکا سفارتونو سيالي ښه توده غځېدلې وه، دا نهشوای کېدای چې کومه خپرونه دې د شوروي يا امريکا سفارت له خوا د اعلان تر نامه لاندې خپل هر ډول تبليغات او پروپاګنډ خپاره او امريکا او شوروي دې خپله سړه جګړه د افغانستان په رسنیو توده کړې وای.
ګهيځ جريده به راواخلو، سره له دې چې له جماعت اسلامي او پاکستان سره يې اړيکې وې، خو کله يې هم د پاکستان سفارت کوم اعلان او پيغام نه دی خپور کړی.
په "خلق"، "پرچم" او "شعلهجاويد" کې له شوروي او چين سفارتونو سره د دغسې يوه تعامل درک نهشي لګېدای.
دوه ورځې مخکې د اګسټ په څوارلسمه افغانستان ورځپاڼې د خپلې ځانګړې پاڼې بشپړ مخونه د "اعلان وېژه" تر سرليک لاندې د محمد علي جناح له تصوير سره د پاکستان د صدراعظم نواز شريف، ولسمشر ممنون حسين او په کابل کې د پاکستاني سفير سيد ابرار حسين پيغامونو ته ځانګړي دي.
د نواز شريف په پيغام کې د کشمير ازادي په داسې کچه راپورته شوې چې د افغانستان دوست هېواد "هند" ښايي هغه د خپل هېواد د ځمکني تماميت پر ضد د افغانستان له خاورې د جګړې اعلان وګڼي.
تاسې د ښاغلي شريف د پيغام دغه يو پراګراف وګورئ؛
"روز استقلال امسال ازین از این لحاظ نیز استثنا دارد که روح استقلال خواهی در کشمیر اشغالی در اوج خود قرار دارد، و نسل جدید کشمیر پرچم ازادی را باانرژی و روحیه تازهای بر افراشته است. "
"کشمیر اشغالي"، "روح ازادیخواهي کشمیر" او دې ته ورته ادبيات د هغه ذهنيت تصوير دی چې هند يې له مودو د ترهګري په شر او عذاب اړولی دی.
هند ښايي د خپل دوست هېواد له رسنیو دغسې يو دريځ، د ملګرتيا او ښو اړيکو ډيپلوماسي و نهشي ګڼلای.
که په کابل کې د اسلاماباد سفير د خپل هېواد د ازادي له امله د مبارکي پيغام رسنیو ته ورکړی وای، ښايي پاروونکی نه وای ګڼل شوی، خو چې د صدراعظم په پيغامه يې بل هېواد ته د ګواښ ازانګې په قاچاق تېرې کړې، په باور سره د اندېښنې وړ پرمختيا ګرځېدلې ده.
رسنیو بايد د پرديو او ګاونډيو سياستونو ته له استخدامه ځان ژغورلی وای، د نورو د ګټو او موخو په جګړه کې اړخ نه وای ګرځېدلې.
که يوه رسنۍ په دې نه پوهېږي چې څوک تر کوم نامه لاندې له کومې لارې هغه د خپلو ګټو او سياستونو چوپړ ته اړ باسي، له مسلکي اړخه بايد پر خپله پاليسي بيا کتنه وکړي.
اعلان يو ځانګړی تخنيک او هنر دی. د اعلان ژبه، سکښت، تصوير او عبارت بايد د نورو د ګټو او اهدافو جګړه توده نه کړي.
حکومت او اړوندې ادارې بايد د اعلان تر نامه لاندې د پرديو او ګاونډيو سياسي لوبو ته استخدام شوې رسنۍ وڅاري.
مطبوعات بايد دا درک کړي چې د اعلان په جوله او چوکاټ کې چا څه ورسپارلي، رسنۍ بايد د چا د سياسي عزايمو وسيله و نه ګرځي.
مطبوعاتي تخطي يوازې دا نه ده چې د چا پر شخصي حريم دې تېری شوی وي، د يوه هېواد پر حريم هم د بل هېواد دغسې لفظي تېری مطبوعاتي تخطي ده.
له سرخط ورځپاڼې څخه په مننه