
نويده خوشبو
د ولسمشر غني، او اجراييه ريس تر منځ ناندرۍ لا هم روانې دي.
يو وايي: اجراييه رياست واک نه لري!
بل وايي: د اصلاحاتو مخنيوى کيږي !
دا وايي: واک انحصار شوى !
هغه وايي: واکونه تقسيم دي !
: دا د اصلاحاتو غوښتنې دي،سليم عقل بايد متمرکز شي !
: دا دې د دکتاتورۍ اوخپلسرۍ ځاى نه دى !
او.....
اخوا، د دريشي کړو سپږنو ناستې- پاستې ډېرې شوي ډله -ډله کيني او ګواښونه کوي. بله خوا ،مشر هم ستونى څېرى کړى ؛ چېغى وهي: زه هم پر هغو اعتماد نه لرم چې پر ما باور نلري !
له لومړۍ ورځ د بې قانونه حکومت رامنځته کېدل نظام ګډوډ کړ، د نړۍ په هيڅ قانون کې د ټاکنو دوه مخالفې ډلۍ په يو حکومت کې کار نشي کولی، په تېره بيا چې ګټونکى او بايلونکى معلوم نه وي؛او د مساوي واک غوښتنې موجودې وي. د تېرو شرمېدلو ټاکنو د پايلو له اعلان وړاندې هم عبدالله ګواښونه او اخطارونه ورکړل په وچ زور يې ځان ته څوکۍ پيدا کړه ټولو ته معلومه ده، چې درېشي کړي سپږن د وسلو زېرمې لري، په چور او چپاول کې ښه مهارت لري، د پردو ډول ته د نڅا ښه هنر يې زده، سرکښه بې منطقه واک غوښتونکي دي. له همدې وېرې نړيوال مفکر صاحب د جان کري په منځګړيتوب د غيرقانوني حکومت په رامنځته کېدو رضا شو.
نن چې ولسمشر ولس خپله کورنۍ او واک ګڼي دغه کار به يې دوه کاله وړاندې کړى واى. د داسې سهامي شرکت له رامنځته کېدو يې بايد مخنيوى کړى واى. هغه مهال يې بايد دريځ روښانه کړى واى پريکړه يې بايد د ملت په خوښه کړې وای. مفکر صاحب بايد په خپلو مغزو لږ فشار راوستى واى؛ او يوه قانوني لار يې پيدا کړې واى.
سپږن دې ډېرې ناستې او غونډې وکړي د دوى کلي د لويديځ په لاس کې ده هيڅ هم نشي کولی، هسې هم د ملت غم دوى سره نشته،همدا اوس د هلمند په ګډون په څو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او مخالفينو نښتې روانې دي، بې وزلي، وزګارتيا، ناخوالې او ګډوډۍ خپل اوج ته رسيدلي، خو دوى په واکونو جنګيږي. د سولۍ خبرې هم ورکې شوې، د بروکسل غونډې چمتووالى او نور لومړيتوبونه په خپل ځاى پاتې دي.
تاسو خپل امتحان ورکړ!! ولسمشر پرځاى وايي: يو څو ورځې به غني وي او عبدالله ، خو راتلونکې کې په تاسو بيا باور نه کيږي، په دې کارونو ولس نشئ غولولى؛ او سبا به نه غني وي نه عبدالله !!!