د پاکستانۍ چورلکې عمله اسلام آباد ته رسېدلې

 
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په لوګر ولايت کې د غورځېدلې چورلکې شپږ تنه عمله اسلام اباد ته رسول شوې ده.
د روانېزمري مياشتې په ١٦مه، د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې د پاکستان د پنجاب ايالت اړونده يوه سپين رنګه چورلکه د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې وه چې وروسته د وسله والو طالبانو لخوا پرې بريد وشو او  شپږ  پاکستاني پوځي افسران او يو روسى وګړى يې له ځانه سره وړي وو.
پاکستان ويلي وچې دا چورلکه يې ازبکستان ته د ترميم لپاره بيوله او په دې اړه يې له افغانستان څخه اجازه هم اخيستې وه.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د ارګ ماڼۍ هم منلېچې پاکستان د افغانستان پرفضا د يوې چورلکې د الوت اجازه غوښتې وه، خو ولسمشر تېره اونۍ د ملي امنيت شورا په غونډه کې ديادې پېښې د کره څېړلو په موخه دوو کمېسيونونو ته دنده سپارلې وه.
د پاکستان  د بهرنيو چارو وزارت  د زمري په ٢٣ مه، ويليچې وسله والو طالبانو د يادې چورلکې شپږ تنه پاکستانۍ سپرلۍ  خوشې کړې او اسلام اباد ته رسول شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې ياد کسان د افغانستان او پاکستان پر ګـډه پوله پاکستانيو چارواکو ته سپارل شوي وو چې وروسته په يوه بله چورلکه کې اسلام اباد ته ولېږدول شول .
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې خوشې شوي کسان روغ رمټ دي، خو د روسي وګړي په اړه يې څه نه دي ويلي.
بلخوا ځينې سرچينې واييچې دا کسان تېره شپه په کورمه ايجنسۍ کې ځايي چارواکو او قومي مشرانو ته سپارل شوي دي. ددې پېښې له رامنځته کېدو راهيسې وسله  والو طالبانو څه نه دي ويلي.
بلخوا د لوګر د ازرې ولسوالۍ ولسوال حميدالله حميد وايي چې ياد کسان له ولسوالۍ څخه وړل شوي دي، خو دا چې پاکستان ته يې سپارلي، په اړه يې معلومات نه لري.
هغه وايي چې تښتول شوي پاکستان پوځي افسران په دې وروستيو کې ناروغه شوي وو.
د نوموړي په وينا، د حقاني ډلې هڅه کولهچې له کوم قيد او شرط پرته دا کسان پاکستان ته وسپارل شي، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله شک درلودچې دوى داعش سره د مرستې لپاره راغلي وو او پر قوي پلټنو يې ټينګار کاوه.
دغه راز تر دې مخکې وسله والو طالبانو ته  ځينو نږدې سرچينه ويلي ووچې د غورځېدلې پاکستانۍ چورلکې د عملې د خوشې کولو په بدل کې له پاکستان څخه د مهمو طالب بنديانو د خوشې کولو غوښتنه شوې ده.
سرچينې زياته کړې وه چې د يادې چورلکې پر موضوع طالبان پر دوو ډلو وېشل شوي دي.
سرچينې زياته کړېچې د طالبانو د نظامي شورا مشر ملا صدر ابراهيم د تحريک مشر ملا هيبت الله ته کرښه راښکلې، چې د چورلکې پاکستاني پوځي افسران بايد له بنديانو سره تبادله کړي.
د طالبانو دغه سرچينه وايي، ملا صدر د نورو بنديانو ترڅنګ د ملا برادر، د کندهار قوماندان ملا صمد او د قاري احمدالله د ورور ملا داوود مجروح چې له پاکستان سره بنديان دي، د خوشې کولو غوښتنې کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا صدر ابراهيم د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور له نږدې ملګرو څخه و او پاکستان فکر کويچې دى د ملا منصور په وژنه کې لاس لري.
د يادونې وړده، چې تېره اونۍ هم پاکستانيو رسنيو ديادې چورلکې د کسانو د خوشې کېدو خبر ورکړى و، خو ورسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا خبر رد کړ.