پکتيا ولايت کې د کيوکوشېن  کان کراټې سيالۍ ترسره شوې

 
په پکتيا ولايت کې د جنوبي زون د منتخبې لوبډلې لپاره درېيم پړاو د کيوکوشېن  کان کراټې سيالۍ ترسره شوې.                                                                                                                             
سيالۍ د قاري صيب چېنار خوستي په مبارکو اياتونو سره پېل کړېپه پکتيا ولايت کې د جنوبي زون د منتخبې لوبډلې لپاره درېيم پړاو د کيوکوشېن  کان کراټې سيالۍ ترسره شوې.                                                                                                                             راپور: 
د پکتيا ولايت د کيوکوشېن کان کراټې مشر استاد محمدالله صابري خبرې وکړې او په خپلو خبر کې يې له جنوبي زون څخه راغلو مېلمنو، ورزشکارانو او سپېنږېرو ته ښه راغلاست ووېل ، او صابري په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دغه سيالۍ د جنوبي زون منتخبې لوبډلې ته د غوراوي لپاره جوړې شوې دي چې  ۴۰۰ ورزشکارانو پکې ګډون کړی دی، چې له دې سياليو څخه به  ۱۵ تنه ورزشکاران د جنوبي زون منتخبې لوبډلې ته انتخاب شي.
او پاتې دې نه وي له دغو سياليو څخه به د پکتيا ولايت د بدني روزنې لوی مديريت ته ۱۰ تنه ورزشکارن  وروپېژندل شي چې د ېو کال لپاره به همدغه مديريت سره د منتخبې لوبډلې لپاره ثبت او راجستر شي چې په راتلونکو  مياشتو کې به د پکتیا په استازيتوب د مرکز په ګډون له نورو ولايتونو سره سيالۍ  کوي .
ورپسې له کابل څخه راغلي مېلمه او په مرکز کې د کيوکوشېن کان کراټې مرستيال ښاغلي نور آغا هاشمي خبرې وکړې او له کيوکوشېن کان کراټې او د بدني روزنې لوی مديريت څخه يې مننه او کورودانۍ وکړه ،
ورپسې د پکتيا ولايت د بدني روزنې لوی مديريت مدير سحر پکتياوال  خبرې وکړې او د جنوبې زون څخه راغلو مېلمنو او ورزشکارنو ته يې ښه راغلاست ووېل او سحر زياته کړه چې دغه سيالۍ به د پکتيا او جنوبې زون منتخبو لوبډلو  لپاره ترسره شي چې په راتلونکو مياشتو کې به د مرکز په ګډون له نورو ولایتونو سره سيالۍ وکړي.
وروسته کوم مډالونه ، کپونه ، د قهرمانۍ حکمونه او ستاينليکونه چې د کيوکوشېن کان کراټې او د پکتيا ولايت د بدني روزنې لخوا برابر شوي وو په قهرمانانو او مېلمنو باندې ووېشل شول .
سيالۍ په ډېره آرامه فضاه او د دعا په ويلو سره پای ته ورسېدې .
راپور: رسول آشنا