
په پکتيا ولايت کې کلنۍ د نښتر دودېزه مېله ترسره شوه،
غونډه د قاري صيب حميد احمد لخوا په مبارکو اياتونو سره پېل شوه ، ورپسې د افغانستان ملي سرود وغږېده او ورپسې دپکتيا فرهنګپالو په مشرۍ د پکتيا ولايت د ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووېلې.
او وروسته له کابل څخه راغلي مېلمه او په کلتوري چارو کې د ولسمشر غني مرستيال لال پاچاه ازمون خبرې وکړې او د ولسمشر پېغام يې د نښتر دودېزې مېلې ګډونوالو ته واوراوه .
ورپسې د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رئيس شِفا مشفق خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزير ښاغلي عبدالباري جهاني پېغام يې د نښتر دودېزې مېلې ګډونوالو ته واوراوه.
وروسته د پکتيا والي وياند نقيب اتل خبرې وکړې او د والي نصرت الله ارسلا پېغام يې د مېلې ګډونوالو ته واوراوه او ارسلا په خپل پېغام کې د پکتيا له فرهنګپالو او د مېلې جوړونې او په ترتيب کې له ټولو ځوانانو، شاعرانو، اديبانواو ليکوالانو څخه نړۍ مننه او کور ودانۍ کړې وه.
وروسته مېله په رسمي توګه د خوست څخه راغلي شاعر قدرت الله درمان په دې بيتونو سره پېل کړه .
پدې وطن کې خلک وژنه هېڅ خبره نشته
پدې وطن کې که دې واخېست نوم د جام جرم دی
جېنۍ که خرڅه شوې نو مه ژاړه پښتو وشوه خو
جېنۍ که ودرېدې په يار پسې په بام جرم دی
ما په ېو داسې چم کې خوله له چا نه وغوښتله
چېرته چې ښکليو ته په سترګو کې سلام جرم دی
او هېره دې نه وي چې دغه مېله د هرکال په پېل او يا هم د کال په اخېر کې کېږي چې له بېلا بېلو ولايتونو څخه شاعران، ليکوالان او د ادب مېنوال پکې ګډون کوي.
غونډه او مېله د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.