ولسمشره! له عادل سره عدل پکار دی

 
ولسمشره! دا دی عادل د بې عدالتۍ له کبله، تر راتلوونکې یک شنبې ځان وژنه کوي، نړۍ به ولړزوي، د حکومت ستنې به کږې کړي، د حقوق بشر په نامه به ملي او نړیوال نظامونه ناکام کړي، شته حقوقي سلاکاران او حقوقي کار پوهان به ړانده او کاڼه وپېژني، عدلي او قضايي بنسټونه به مات کړي، د سیمې او نړۍ لپاره به د هر ډول لاس وهنو بهانې او د څټیو د ماتېدو لپاره تبرونو ته لاستي پیدا کړي، د تاریخ په پاڼو به سرې دارې جوړې کړي او حتی د هر ډول بې ثباتۍ پایله به وګرځي. د هغه غږ یوازې د هغه نه؛ بلکې د هغه په شان د ګڼو هغو افغانانو غږ دی چې د د ډېرو کلونو را په دېخوا یې ورسره د زړه وینې څښلي؛ خو د حق د نارې د پورته کېدو لپاره یې خولې تړل شوي او مظلوم پاتې شوي دي.
د خان ولي عادل غوښتنه ملي رنګ لري، د دوی د کورنۍ نه نیولې، د هېواد د ټولو هغو لرو پرتو سیمو او ان په ځینې نسبتاً ښاري ټولنو کې هم ورته بدبختۍ انجونې او هلکان کړوي چې د عادل په شان ډېرو نورو حقپالو او مبارزو ځوانانو ته اړتیا لري.
عادل څو میاشتې پرلپسې د حق ناره وکړه، هغه د هغو مظلمو انجنو غوښتنه او د زړه درزا روښانه کړه چې د بل په ګناه به یې سزا لیدله، په بدو کې د انجنو ورکړه، له قلم او کتاب نه بې خبره ساتل یې نړۍ ته وښودل د کوم لپاره چې دا حقوقي بنسټونه شپه او ورځ چیغې وهي؛ خو په ډېر کمو کې خپلې موخې ته رسېدلای شي.
دا چې خان ولي عادل د هغوی د حق پورته کېدو او عدل غوښتو لاوډسپیکر پورته کړ، د هر راز قربانۍ له ورکولو وروسته یې اوس خپل سر او کفن په لاس کې نیولی، د اوږدې ناروا د لمنځه تلو او د مناسبې لارې د پیدا کېدو په موخه يې مرسته کوي؛ خو دا دی خبره یې د حکومت او اړونده مسوولینو د لازم مسوولیت د نه ادا کېدو له امله تر ځان وژنې او د سر تر قربانېدو رسېدلې ده.
که حالات همداسې وي، لرې نه ده چې د تل لپاره د حق غوښتو لاوډسپیکر ګنګ او سر لاري یې له لاسه ور کړو؛ خو خبره باید تر دې ځایه ونه رسېږي. دا پر ځای ده چې اوس د افغانانو با ارزښته وینه دومره بې ارزښته شوې ده چې څوک هم وغواړي کارولی یې شي؛ نو خلک فکر کوي د عادل وینه هم د یو عادي افغان په څېر ده، تویه دې شي، هغه دې ځان وژنه وکړي، د اخرت لپاره دې د ګناه پېټی برابر کړي او یا دې په حقه له دې بې وفا نړۍ سترګې پټې کړي، د پرون او هغه بلې ورځې د قربانیانو په ډله کې د شاملېدو لپاره دې د شهادت جام نوش جان کړي، پرېږدئ چې تاریخ یې د څلور لارې په نوم کېدل او د فرخندې د منار په ډول د درالمان په تاریخي سیمه کې د څلي جوړېدل ثبت کړي.
خو د دې ځوان وینه اوس د یوه عادي افغان نه؛ بلکې د یوه بشریت وینه ده، هغه مظلوم بشر چې د تاریخ په اوږدو کې ځپل شوی او لا یې د ځپل کېدو مخه ډپ شوې نه ده او نه یې چا پوښتنه کړې ده. دا وینه که تویه شي، د هغه ځاځکي په شان چې دریاب جوړولای شي؛ خو اوس یوازې ځاځکی ګڼل کېږي نه؛ بلکې دا اوس رښتیا هم دریابونه جوړولای شي.
کله چې عادل د لومړي ځل لپاره د تحسن خیمه ودروله، تاسې ورسره ژمنه کړې وه چې دا ستونزه ملي ده او ډېر ژر به یو لوړ رتبه پلاوی د حل لار ورته پیدا کړي؛ خو عادل تر اوسه د دغې پلاوي د راتګ لار وڅارله، تر ننه، نه پلاوی زېږېدلی او نه هم هغه رسنۍ چې وخت ناوخت به یې د عادل پوښتنه کوله، اوس د خپل مسوولیت په ادا کېدو او د حق غوښتنې خېمې ته د تلو لپاره ځان ستومانه کړی وي.
نړیوالو هم خپل ملاتړ، ځوانمردي او ان د هغه د ستونزو د بشپړ حلېدو سینه ډبوله؛ خو ښکاري، هغه سینه یا سورۍ شوې او یا هم دومره توره شوې ده چې د بشري حقونو د لیدو سترګې یې ورته ړندې کړي دي.
دلته هر کله او هر چا د حق ناره پورته کړې؛ خو دا یو بد اصل ګرځېدلی، که د چا ژوبله ګوته ونه نیسې؛ خپلې موخې ته رسېدلای نه شې. ځینې مسلې ملي او ځینې شخصي وي؛ خو دلته شخصي او د هغې له ډلې قومي او سمتي هغه زیاتې وي. داسې ژوبلې ګوتې ډېر کم خلک پېژندلی شي چې له امله یې رنګ راوړل خورا روښان او پرجذبه وي. هم حکومت، مدنې ټولنې، حقوق پوهان او د حقوق بشر په نامه د نړېوالو لویه کتله خلک ځان ور رسوي او غږ یې اوري.
موږ د عادل مبارزه ناکامه نه بلکې د هغه پر وړاندې د مسوولینو بې باکي د هغه د ځان وژنې لامل ګڼلی شو او همدا مسوولین ناکام ځکه دي چې تر اوسه یې یوازې له یوې خولې د ملت غږ ته ځواب ور نه کړای شو؛ که دې ته ورته ګڼ نور ځوانان، هر یو د ملت غږونه پورته کړي؛ ښکاره ده چې پر وړاندې به یې هېڅوک د چپ پاتې کېدو جراات ونه شي کړای او حتی د خلاصون په موخه به د تورونو له لګولو ور هاخوا شته ټولې نسخې په کار واچوي، پایله به یې بې سارې او کم سارې وي.
خو مدني ټولنې لکه څرنګه چې پخوا یې له عادل سره مرسته کړې، اوس هم لاس په نامه ولاړې دي، که څه هم چې کم رنګي یې احساس شوې ده؛ خو که خدای مه کړه په عادل څه کېږي، دوی به نه یوازې دا چې چپه خوله نه پاتې کېږي، بلکې د یو قیامي شکل په درلودلو سره به داسې زور او ځواک په کار واچوي چې نه به یې نړېوالې ټولنې، حکومت او نه به یې بیا ډېر په تن غټ او په نس ماړه خلک مخنیوی وکړای شي.
ښه لاره یې دا کېدای شي چې مسوولین همدا اوس په کار شي او د عادل د ژوند په ژغورولو سره د ګڼو افغانو ژوند وژغوري او په رښتني ډول د عدل نامه پورته او د حل په موخه یې لبیک ووایي.