د ښه ژوند لپاره ۳۰ غوره سپارښتنې!

 

  • سهار وختي له خوبه پاڅئ له لسو نه تر پنځلسو دقیقو پورې سپورټ وکړئ.
  • کله چې د سفر، دندې، ښوونځي او یا پوهنتون په لور ځي نو خپل مور، پلار (مېرمن خاوند) او ماشومان مو ووینئ.
  • کله چې د یو کار پر لور ځئ نو له کوره څو دقیقې مخکې حرکت وکړئ.
  • که د کار په وخت کې ستړي کېدئ نو څو دقیقو استراحت وکړئ.
  • خپل احساسات مو د ژوند له ملګري(مېرمنې خاوند) یا د بل نېږدې دوست سره شریک کړئ.
  • هغه نعموته چې خدای(ج) درته ډالۍ کړي ویې شمېرئ او د هیر یوه شکر ادا کړئ.
  • له مور او پلار سره مو د زړه خواله وکړئ هغوي ته د ځان په اړه ډاډ ورکړئ.
  • بې صبري مه کوئ تل صبوره و اوسئ.
  • حریص مه اوسئ قناعت خپل کړئ.
  • خپل کارونه په نیمه کې مه پرېږدي، ترسره یې کړئ.
  • د خدای(ج) په ورکړه، مهربانۍ، رحمتونو، نظم او ترتیب باور ولرئ.
  • خپلې تېروتنې ومنئ او نور د خپلو تېروتنو په خاطر مه رټئ هغوي په ورین تندي وبښئ.
  • په خبرو کې مو منفي کلمې او کنایې مه کاروئ په خوږو او نرمو الفاظو خبرې وکړئ.
  • پر وعده ټینګ و اوسئ که چا ته په وعده کې پاتې راغلي وی بښنه ترې وغواړئ.
  • له ملګرو او دوستانو سره مو د ملګرۍ او دوستۍ تار مه پرې کوئ که هغوي یې د پرېکولو هڅه کوئ تاسو یې مخه ونیسئ.
  • کلک زړه ولرئ څو د ژوند ځینې کوچنۍ پېښې ورته ضرر ونه رسوي.
  • د ژوند ترخې او خوږې خاطرې مو درس وګڼئ هغه څه ترې زده کړئ کوم چې بریالي خلک یې ترې زړه کوي.
  • هېڅکله له زده کړو لاس مه اخلئ انسان دوامدارو زده کړو ته اړتیا لري.
  • نور خلک مه پرېږدئ چې ستاسو په شخصي ژوند کې مداخله وکړي هغوي ته ووایئ«دا زموږ شخصي مسله ده».
  • که د خلکو له نیوکو او ګواښونو سره مخ کېدئ نو مه وریږئ هغوی هېڅکله ستاسو د بریا خنډ نشي کېداي.
  • د نورو په ناراحتۍ مه ناراحته کیږي که مو په وس پوره وي د هوساینې په خاطر ورسره مرسته وکړئ.
  • پرته له خدای(ج) نه له هېچا د مرستې تمه مه لرئ هسې نه د ژوند پدې سفر کې په نیمه لار پاتې شئ.
  • د هغو خلکو احترام وکړئ چې ستاسو احترام کوي.
  • هېڅکله د خلکو د پرمختګ خنډ مه کیږئ هسې نه هغوی ستاسو د پرمختګ خنډ شي.
  • کله کله  مو د ځینو ملګرو او دوستانو په چلند او فکر کې بدلون راځي تاسو د هغوي په اړه اندېښنه مه کوئ ښايي غلط پوه شوي وي.
  • سهار ډېر، غرمه متوسط او بیګا کم خواړه وخورئ.
  • هڅه وکړئ چې هر ورځ لږ تر لږ د دریو کسانو پر شونډو مسکا خوره کړئ.
  • د تېر کال په پرتله سږ کال ډېر کتابونه ولولئ.
  • تر هغه چې له حقیقته نه وی خبر د چا په اړه قضاوت مه کوئ.
  • له خلکو سره داسې چلند وکړئ څنګه یې چې تاسو له نورو تمه لرئ.