
نويده خوشبو
د هلمند ولایت د ناد علي ولسوالۍ د چاه انجير سیمه یو ځل بیا د وسله والو مخالفینو لخوا ونیول شوه، همدارنګه، د مخالفینو لخوا د مرکز لښکرګاه ښار او د امنیتي ځواکونو د شا تګ رېپوټونه هم ورکړل شوي. د سنګين، خانیشين، ګرم سېر، موسی کلا، ناد علي ولسوالۍ او ځېنې نورې برخې تل نا امنه او د مخالفینو فعالیتونه په کې دوام لري. دا ولایت پخوا د سلګونو بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې هم ارامه نه و. د مشرانو جرګې غړي هاشم « الکوزی» په وينا، په دې ولایت کې پرته له طالبانو نورې ترهګرۍ ډلې فعالیت نه لري. په دې ولایت کې د مېشتو امنیتي سرتیرو کره شمېر نه لرم خو ويل کیږي، چې په دغه مهم او پراخ ولایت کې ۳۰ زره سرتیري د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي دي، او ځیني پاڅون کوونکي هم شته چې د خپلو کليو او سيمو امنیت ساتي.
په هر صورت، دا څو ورځې کیږي چې د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ مخامخ نښتې روانې دي، وړمه ورځ د دې ولسوالۍ د چاه انجیر سیمې د نیولو رېپوټونه ورکړل شول، خو اوس بیرته د همدغې نیول شوې سیمې او د لښکرګاه ښار د نیولو خبرونه خپاره شول!!!
په دې سیمه کې هره ورځ نښتې روانې دي د ملکي وګړو کورونه او باغونه طالبانو نیولي دي او له څو خواو څخه له امنیتي ځواکونو سره ښکېل دي.
د هلمند ولایت نیول شوې سیمې ولې بیرته ژر سقوط کوي؟
د هلمند ولایت ولې طالبانو ته مهم دی ؟
او په هلمند ولایت کې څنګه امنیت کابو کېدای شي؟
سره له دې چې دا ولایت له پاکستان او ایران سره هم ګډه پوله لري او د دې ولایت په نا امنیو کې ستر لور لري د دې ترڅنګ، په هلمند کې د امنیتي ځواکونو لخوا د تېر کال په وروستیو دوو مياشتو( دلو، حوت) او د سږ کال په لومړۍ ( حمل) میاشتو کې نهه ميلیونه او شپږ سوه زره مرمۍ کارېدلي دي او همدارنګه د ځينو قوماندانو لخوا، توغندي او ځيني پوځي توکي پر پاکستان خرڅ شوي دي.( رسنۍ)
اوسمهال زمونږ سرتیري له لږو پوځي امکاناتو، تشو خېټو او وچو شوڼدو سره شپه او ورځ د خپلو سرونو په بیه جنګيږي او د مخالفینو د پرمختګ او د دې ولایت د سقوط مخنیوی کوي، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو له ستونزو ټول ولس خبر شو، خو حکومت خبر نه دی او په دې برخه کې يې د ګټې وړ هيڅ نه دي کړي.
ویل کیږي چې: په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو تر منځ لازمه همغږي او سالمه مشري نشته.( د دې ولایت پخوانی اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان)
د امنیتي ځواکونو لخوا په نیول شویو سیمو کې د نویو پوستو نه جوړېدل، د تازه دمو سرتیرو نه استول، د تجهیزاتو کموالی او د سرتیرو غفلت هم د نیول شویو سیمو د بېرته سقوط له لاملونو څخه دي، دا چې زمونږ امنیتي سرتیري په شمېر د لسو طالبانو لخوا کلا بندیږي، په شا کیږي او پاکې شوې سیمې بیرته نیول کیږي نو ښايي دا جګړه ژر پای ته ونه رسیږي....
هلمند ولایت ، د سویلي ولایتونو: کندهار، فراه او زابل ولایتونو د نیولو لپاره د طالبانو لپاره ډېر مهم دی. د ډېرو نورو برخو د کابو کولو لپاره مهم دی، د نورو سیمو په پرتله د ښه فعالیت او جلب او جذب لپاره طالبانو ته مهم دی.د کوکنارو د حلاصلاتو د ټولولو لپاره طالبانو ته مهم دی، د دې ولایت له لارې ایران او پاکستان ته د مخدره توکو د قاچاق لپاره مهم دی.مافيايي فعالیتونو لپاره مهم دی او.....
په هلمند ولایت کې د مخالفینو پر وړاندې هوايي او ځمکني عملیات روان دي، هوايي ملاتړ مرستندویه بلل شوی دی، پرمختللې وسلې، ټانکونه او جنګي چورلکۍ هم د حکومت په واک کې دي له مخالفینو څخه د امنیتي ځواکونو شمېر په ځلونو ډېر دی؛ خو بیا هم نښتې روانې دي او سیمې سقوط کوي.
لازمه ده چې، د دې ولایت مدیریت سالم شي، د ولسونو او چارواکو ترمنځ همغږي پيدا شي، فاسده چارواکي لیرې شي، ولسي ځواک پياوړی شي،ګواښونه وپيژندل شي،په وخت اقدام او د مخالفینو د فعالیتونو مخنیوی وشي، د امنیتي ځواکونو امکانات برابر شي دوی ته پاملرنه ډیره شي او د دوی مورال قوي او وهڅول شي، پوستې او په دې ولایت کې د سرتیرو واقعي شمېر معلوم شي، د کوکنارو پټي له منځه یوړل شي، مافیايي کړۍ وپيژندل شي، د قاچاق او د قانون خلاف فعالیتونو مخنیوی وشي او.....
بیا د دې ولایت او ورسره د ټولې سویلي حوزې امنیت ټينګښت کیدای شي.